شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهحقاني: نړیوال او افغانان دې په «اسلامي شریعت» موږ سره تعامل وکړي

حقاني: نړیوال او افغانان دې په «اسلامي شریعت» موږ سره تعامل وکړي

تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) په دوحې غونډه کې د طالبانو د رژیم له نه ګډون وروسته، د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نړیوالو او د طالبانو مخالفو افغانانو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی سره دې د « اسلامي شریعت» په اساس تعامل وکړي.

هغه د خوست د یوې مدرسې په فراغت غونډه کې د خبرو پر وخت په دوحې غونده کې د دوی له نه ګډون څخه دفاع هم کړې او ویلي، چې ملګرو ملتونو دې غونډې ته په نا مناسبه توګه دوی بلل.

هغه په تونده لهجه وویل: داسې ښکاري چې د دوی ماغزه لا ځای ته نه دي راغلي.

حقاني نړیوالو ته په اشارې وویل، چې د دوی له واکمنیدو مخکې یې د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره د افغانستان یو کلی هم امن نه کړای شو او نه یې پکې کوکنار له منځه یوړل؛ هغه څه چې د ده په وینا د دوی واکمنۍ شوني کړل.

د طالبانو منتقدان بیا وایي، چې مخکې د نا امنۍ دلیل طالبان وو او اوس یې له واک ته رسېدو سره نا امني له منځه تللې.

دغه طالب مقام په خپلو خبرو کې نه دي روښانه کړي، چې دوی سره د «اسلامي شریعت» په اساس له تعامل کولو څخه یې موخه څه ده؟

طالب چارواکي ډېر ځله ادعا کوي، چې ګواکې خلکو د دوی مشر سره بیعت کړی او باید د افغانانو د « امیر» په توګه هغه په رسمیت وپېژندل شي او د دوی رژیم ته افغانان او نړیوال په دیني مشروعیت لرلو قایل شي.

د دوی منتقدان بیا وایي، چې په اوسنۍ پېړۍ کې د نړۍ هیڅ اسلامي هېواد داسې حکومتي جوړښت نه لري او نه داسې فورمولې اوس چلښت لري او بشري اړتیاوې ځوابولی شي.

یو شمېر دیني عالمان په دې هم نیوکې لري، چې که طالبان په دې ادعا ځانته توجیه لټوي، بیا هم پکې پاتې ځکه راځي چې نه یې مشر سره افغانانو بیعت کړی او نه هغه څرګند شوی او خلکو ته یې د اسلامي بیعت د اصولو په اساس ځان مسوول او ځواب ویونکی ګڼلی.

6 COMMENTS

  1. ډیره د تعجب وړ خبره دي چې د افغانستان سیاسی واک اوس د خوست د یو مثلۍ یا ډم په لاس دي. دا حقانیان په قوم مثلیان یا ډمان دي. دوې په اصل کې د استاد ګلزمان تربرونه دي.

  2. هیڅوک تر هرچا بهتر نه دی مګر په تقوا – ګرانه شمس صاحب! لومړی خو ډم یا مثلۍ چې ته ورته وايي دومره سپک کارونه هم نه کوي لکه موږ بلکې خد مت کوي، دا موږ چې ځانونه راته ملایکې غوندې ښکاري او ډمان نه یوو کوم داسې کار مو کړی چې ډومان يي نه شي کولای. کلمه شریفه موږ هم وایو ډومان يي هم وايي، پینځه وخته لمونڅ موږ هم کوو ډومان یې هم کوي. روژه، حج ذکات او نور عبادتونه دوئ هم کوي موږ يي هم کوو. که دوئ خدمت کوي او دا يې ګناه وي نو سمه ده. بله خبره د ګلزمان استاد دی. ګلزمان استاد نه مړی کول، نه غلا، نه یې د چا حق خوړلی او نه یې څوک وهلي پوری وهلي دي که د هنر له لارې یې یوه ګوله ځانته پیدا کړې وي نوش جان یی. دا له سيکاوي ډکې لیکنې مه کوه.

  3. ياره مستانه ستاسو له نظره سره زه همغي يم چي د ډير يو خدمتګارمسلمان انسان دکار د ارزت ملاتړ مو کړی الله د رحمت در باندي وکړي.
    که هر څوک داسي کاريګر او خد متګار شي لکه ګلابي(ډم) افغانستان به ګلي ګلزار شي. نو ډم (ګلابي) ته په سپک نظر کتل بد کار ده. بله خبره داده چي ګلزمان استاد يو هنرمند وو چي د ملينونوانسانانو زړونه يي خوشحاله ساتل داسي شخصيتوته دير لګ پيدا کيږي ، الله د جنتونه په برخه کړي.

  4. دا د پنجابی پاکستان جاهل تربیه شوۍ غلام سراج الدین حقانی او دده نور همقطاره د قادیانیو پاکستانی ملایانو له خوا د افغان ملت تباهی او تامی بی سوادی لپاره تربیه شوی دی ، ملی خائین قادیانیه سراج الدین حقانی افغانان به هیڅکله قادیانی شریعتدرسره ونه منی ، په یاد ئی راوله چی په ستره پکتیا کښی قادیانیان د ولسونو له خوا علنی سنګسار کیدل ، بلی افغان غیرتی ملت به د تاسو قادیانت باندی ژر معلومات پیدا کړی دا ورځ راتلوونکی دی !!!
    تاسی وحشی جاهلو قادیانیو غلامانو ته د پنجابی پاکستان له خوا وظیفه درکړ شوی دی چی ټول مکتبونه او پو هنتونونه له مینځه یوسۍ او یوازی قادیانی مدرسی موجودی شی او افغان ملت ټول قادیانی چړیان او بی سواده شی او بیکاری اعظمی حد ته ورسیږۍ او بیا به ملت ته وائی چی د خوراک پیداکیدو لپاره خدای ته بغاری وکړۍ !!!
    تاسی د افغان ملت اصلی دوښمنان یاستۍ تاسی غلامان په جلکیو مکتبونه او پوهنتونونه او همدارنګه په میرمنو بهر کارونه بند کړیدی تاسی وحشیان د کمونیستانو وحشیانو څخه زیاتره مضر تره یاستۍ ، تاسی راوستل شوی وحشیان باید له مینځه یووړ شۍ !!!!
    افغان ملت به هیڅکله د تاسو سره قادیانی شریعت ونه منی او نه به د قادیانی شریعت تر شعار لاندی تعامل درسره وشی !!!!

  5. هغه اسلام چی مونږ ته له پلرونو په مېراث راپاتی دی ستاسو له اسلام سره ډېر توپېر لری. ستاسو اسلام خو لکه ۴۴۰ ولټه برق غوندی په ټکه سړی نه ساه باسی. هغه د پنجابېانو خبره ( پټان جانی رمضان جانی). ته دی د اکوړی مسلمانی چلوه او مونږ به د پلار نېکه راپاتی اسلام مخته وړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب