ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوئ.
مرنوس باچا په دې یو څو ورځو کي ډېر سخت پریشانه وو د ده د پریشانۍ وجه دا وه چي د شاهي خزانې څخه چا د مرنوس باچا د پلار او نیکه د زمانې یوه ډېره مهمه او برکتي انګوشترۍ غلا کړې وه دا انګوشترى که څه هم د بيي په لحاظ ډېره ارزښتمنه نه وه او د ژړو یوه ارزانه او عمومي ګوتمۍ وه لیکن په خاصیت او قدر یې یوازي مرنوس باچا پوهیدی چي څونه مهمه انګوشترۍ ده دغه انګوشترى د څو پیړیو څخه د مرنوس باچا په نسل کي را روانه وه اخر مرنوس باچا ته راورسیده. په حقیقت کي دا ډېره برکتي انګوشترۍ وه کرامت یې دا وو چي مرنوس باچا نه یوازي دا چي ډېر غټ غټ جنګونه په ګټلي وه بلکي د انګوشترى په برکت د ده خزانه هم تل خوندي وه دغه انګوشترى په پخوا زمانو کي د یوه غټ بزرګ وه چي هغه بیا د مرنوس باچا اجدادو ته ورکړې وه.
د حیرانتیا خبره دا وه چي غله د شاهي خزانې څخه یوازي برکتي انګوشترۍ غلا کړې وه نوري شاهي خزانه هغسي خوندي پرته وه هیڅ شی نه وه ځني کم سوي د مرنوس د باچاهۍ سرحدونه تر کوه قافه رسیدلي وه او په دې شپو کي د آریانا پر پوله د کوه قاف د باچا افراسیاب جادوګر پوځونه پراته وه او د دې خبري خطر وو چي په نن او سبا کي د کوه قاف د پوجونو او د آریانا د پوجونو په منځ به جنګ پیل سي.د کوه قاف باچا افراسیاب جادوګر د خپلي زمانې ډېر غټ او ظالم جادوګر وو د ده جادوګرانو به هر وخت د انسانانو د نړۍ څخه یو انسان پورته کړ د چا څخه به یې مال او دولت یووړ او د چا څخه به یې زوی او لور یووړه دې جادوګرانو هسي هم خلک نا حقه زهیرول همدا ډول کله نا کله به د انسانانو د نړۍ څخه یو زړه ور او غښتلی انسان د پیرانانو او جادوګرانو ځای کوه قاف ته ورغی او هلته به یې څو جادوګران مړه کړل ډېره خزانه به یې ځني راوړه او کومه شاهزادګۍ چي به یوه دېب وړې وه هغه به یې بیرته ځني راوړه.په داسي حالاتو کي د آریانا او د کوه قاف پر پولو هر ورځ د اریانا او د کوه قاف د پوجونو تر منځ نښتي کیدلې لیکن تر اوسه داسي غټه پېښه نه وه سوې د آریانا باچا (مرنوس) د دې معمولي نښتو څخه دا اندازه ولګوله چي وو که نه وو زما د شاهي خزانې څخه هغه سپیڅلې ګوتمۍ د کوه قاف یوه جادوګر غلا کړې ده مقصد یې دغه دی چي مرنوس باچا د ګوتمۍ په برکت د کوه قاف پر خلاف جنګ ونه ګټي ولې چي که د غله بل مقصد وای نو د خزانې څخه به یې نور شیان هم وړي وای.
د دې ناببره پیښې له کبله مرنوس باچا خپل وزیران او درباریان د مشورې دپاره خپل دربار ته راوغوښتل ټول وزیران او درباریان په ټاکلي وخت دربار ته حاضر سول لیکن د مرنوس باچا تر ټولو مُهم وزیر پټک جادوګر چي نن سبا د دفاع وزیر وو په دربار کي حاضر نه وو مرنوس باچا حیران سو پوښتنه یې وکړه پټک جادوګر چیري ورک دی پر داسي موقع باید چي هغه حتماً دربار ته حاضر سوای وای ځکه چي ډېره حساسه موقع ده.مرنوس باچا چي خپله خبره خلاصه کړه یو سپین ږرى درباري ولاړ سو او په ادب یې وویل باچا صاحبه! ما د وزیر دفاع پټک جادوګر د خوا څخه یو عرض راوړی دی که ستاسي په درانه حضور کي اجازه وي زه به یې درته وړاندې کړم.مرنوس باچا حیران سو ویل څنګه عرض ژر وایه چي پټک جادوګر ولي حاضر نه سو سپین ږیري درباري ژر یو لیک د مرنوس باچا په حضور کي وړاندي کړ.په دې لیک کي لیکلي وه. (د عالي قدر باچا صاحب په درانه حضور کي! ستاسي دغه مریى ناببره د کا په ناروغي اخته سوی دی ځکه دربار ته د درتللو څخه پاته راغلی دی ستاسي څخه ډېره مننه که مو د یو څو ورځو رخصت ورکړ). مرنوس باچا خپلي پریشانۍ اخیستی وو د پټک جادوګر د ناببره ناروغي نور هم درد وروستى ژر یې قاضي ته امر وکړ چي ورسه د یو څو عسکرو سره د پټک جادوګر کورته ولاړ سه هغه چي په هر رن وي دلته یې د ځانه سره راوله نن پر وطن سختي راغلې ده او دی په خپل کور کي ناست دی بدن ګروي هیڅ عذر یې مه ورسره منه که په سمه نه درسره راتلی په زوره یې راوله.
د مرنوس باچا په امر قاضي د څو عسکرو سره د پټک جادوګر کورته ورغی پټک جادوګر ریشتیا هم ډېر سخت ناروغه وه په خپله خونه کي پر پلنګ ناست وو ټول بدن یې ګراوه عسکرو پټک جادوګر د پلنګ سره راپورته کړ او دربار ته یې راوړ د دربار په خوله کي یې پلنګ کښیښود پټک جادوګر یې د پلنګه په زوره راپورته کړ د مرنوس باچا مخ ته یې حاضر کړ پټک جادوګر ډېري نارې او بغاري وکړې لیکن هیچا یې پر خبرو غوږ نه نیوى.
کله چي پټک جادوګر د مرنوس باچا په مخ کي حاضر کړ سو نو هغه وخت هم پټک جادوګر خپل ټول بدن ګراوه او باچا ته یې ویل باچا صاحبه تاسې پر ما ناجوړه ډېر ظلم وکړ وینى چي زه څونه ناجوړۍ د کاره ایستلی یم د کا ناجوړي را لویدلې ده.مرنوس باچا د پټګ جادوګر پر فریاد غوږ ونه نیوى د درده یې غاښونه وچیچل او ویې ویل پټکه! ډېري خبري مه کوه ته خبر نه یې چي نن زموږ پر وطن سخته راغلې ده د کوه قاف پوجونه زموږ د هیواد پر پوله راغونډ سوي دي او زموږ د پوجونو سره لاس او ګریوان دي په نن او سبا کي یوه بېروونکې جګړه پیلدلای سي د دې سره سره یوه بله بده دا هم ده چي زما هغه سپیڅلې او برکتي ګوتمۍ یو چا د شاهي خزانې څخه غلا کړې ده باور لرم چي دا کار د یو جادوګر دی په داسي حالاتو کي موږ تاته ډېر سخت اړ یو اوته په کور کي ناست یې خپل بدن ګروې.
د خبرو په پای کي مرنوس باچا پټک جادوګر تر اوږو ونیوى د ځان سره یې پر تخت کښېنوى هرڅنګه چي وو بیا هم پټک جادوګر د مرنوس باچا زوړ انډیوال وو د دې سربیره د آریانا د دفاع وزیر هم وو پټک جادوګر پر تخت تر کښیناستو وروسته وویل ما ستاسي ټولي خبرې واوریدلې لیکن مسله دا ده چي زه اوس ډېر سخت ناجوړه يم په داسي حال کي چي زه خپل لاس د بدن څخه نه سم ایسته کولای ټوله ورځ خپل بدن ګروم زه ستاسي سره څه مرسته کولای سم.
مرنوس باچا په هغه ګړی شاهي طبیب فيقانوس را وغوښت فیقانوس ډېر هوښیار اوپوه طبیب وو په هغه زمانه کي یې په نړۍ کي ساری نه درلود مرنوس باچا فیقانوس ته امر وکړى چي ژر تر ژره د پټک جادوګر علاج وکړه فیقانوس یو څو ملهمونه سره ګډ کړل وروسته یې د پټک جادوګر پر بدن ومږل مرهمو ډېر ژر خپل اثر ښکاره کړى پټک جادوګر یو ګړی وروسته روغ جوړ سو.فیقانوس طبیب مرنوس باچا ته و ویل باچا صاحبه ته خبر یې چي زه د نجوم په هکله هم يو څه معلومات لرم دې ځای ته د راتلو څخه مخکي ما د نجومو د علم په زور دا خبره معلومه کړه چي ستا سپیڅلې انګوشترۍ د کوه قاف برق جادوګر غلا کړې ده همدې برق جادوګر د خپل جادو په زور پټک جادوګر د کا په ناجوړي اخته کړى دا زورور او ظالم جادوګر د افراسیاب جادوګر زوم دی او دکافرستان باچا دی.
برق جادوګر د خپل خُسر افراسیاب جادوګر د مرستې لپاره په ځانګړې توګه راغلی دی دری ورځې مخکي هغه د جادو په زور د ځانه موږک جوړ کړ شاهي خزانې ته ننوتی د هغه ځایه یې انګوشترۍ غلا کړه له دې سره سره هغه د پټک جادوګر څخه هم ځان ته خطر لیده ځکه یې د جادو په زور د کا په ناجوړۍ اخته کړى تر څو د ناروغي له کبله په جنګ کي ستا سره مرسته ونه کړي اوس هغه سپیڅلې ګوتمۍ د برق جادوګر سره ده او هغه د افراسیاب جادوګر د پوجونو سره په سرحد کي موجو دی.
فیقانوس طبیب چي خپله خبره خلاصه کړه نه یوازي دا چي مرنوس باچا ته ډېر درد ورغی بلکي پټک جادوګر ته هم ډېر درد ورغی او هغه ډېر په لړزانه لهجه وویل باچا صاحبه! برق جادوګر زه په ناروغۍ اخته کړم د خدای په فضل سره خو زه اوس جوړ سوم مګر برق جادوګر به زه په داسي عذاب اخته کړم چي په مرګ به خوشاله يي.مرنوس باچا د پټک جادوګر حوصله ور زیاته کړه ویل آفرین پټک جادوګر ما داغسي فکر کاوه لیکن ګوره د برق جادوګر تر وژلو مخکي زما هغه سپیڅلې انګوشترۍ خامخا ځني ترلاسه کړه ته ښه خبر یې چي هغه انګوشترۍ زموږ د ټولو لپاره څومره مهمه ده که هغه انګوشترۍ نه وای زموږ ماته یقیني ده پټک جادوګر ډېر وږی انسان وو پر داسي موقع یې هم پیسې په فکر کي وې ویل باچا صاحبه! په تش آفرین کار نه کیږي ته خبر یې چي زه به د افراسیاب جادوګر په پوج ور ګډیږم هلته به د برق جادوګر درک معلوموم او دا کار ډېر خطرناکه دی په دې کار کي زما ژوند هم ختمیدلای سي تاته ښه معلومه ده چي زما فقط یوه ماینه او څو زامن دي خدای ناکرده که زه مړ سوم نو څوک به دوی ته نفقه ورکوي د دوی د اړتیاو خیال به ساتي زه خو ډېر غریب سړی یم ځکه غواړم چي ته یو څه پیسې راکړې چي زه هغه خپلو بجیانو ته پریږدم.
مرنوس باچا چي دا واورېدل نو یې وویل پټک جادوګره! ته ډېر حریص انسان یې ستا په سلیماني کڅوڼه کي دنه قدر هستي پرته ده چي اووه باچاهان یې هم نه لري لیکن د دې سره سره ستا حرص نه کمیږي خیر ته اوس څه غواړې څومره پیسې غواړې چي دریې کړم. پټک جادوګر ویل ډیري پیسې نه غواړم فقط یو لک دیناره چي راکړې نو بس دي مرنوس باچا په هغه ګړی خزانچي ته امر وکړ پټک جادوګر ته دي یو لک دینار ژر تر ژره ورکړل سي د دینارو تر لاسه کولو وروسته پټک جادوګر د مرنوس باچا څخه رخصت واخیست چي دعاوي راته کوئ که خدای کول په یو څو ورځو کي به د برق جادوګر سره ستا په پښو کي پروت وي پټک جادوګر د درباره و وت مخ یې د آریانا د سرحد پر خوا کړى د سرحد هاخوا ته د کوه قاف پوجونو پړاو اچولی وو او د جنګ په تیاریو اخته وه د سرحد دې خوا ته د مرنوس باچا پوجونه ولاړ وه کله چي پټک جادوګر سرحد ته نژدې ورسیدى نو په یو ګوښه ځای کي کښېنستى هلته یې د خپلي کڅوړي څخه د جادو ډول ډول رنګونه راویستل پر مخ یې وموږل په یوه ګړی کي یې بڼه واوښتله او د جادوګرانو په رنګ سو په غاړه کي یې د انساني هډوکو غاړګۍ واچوله وروسته پټک جادوګر د سرحد پرخوا روان سو.
د کوه قاف پر پوله ډېره سخته ګزمه وه بې شمېره پیره داران توره په لاس شاوخوا ګرځېدل دا وخت نیمه شپه وه هري خوا ته تیاره خپره وه لیکن پر پوله څراغونه بل وه او د څراغونو په رڼا کي د وېش سیمه ځل او بل کیدله سرحدي ګزمه کوونکي چي پر پوله یو پردی سړی ولیدى نو یې را وګرځاوه یوه پیره دار ورته وویل:
– اې سپین ږرې! پر کمه خوا دي مخ دی خبر نه یې چي دا د کوه قاف سیمه ده او دلته د پردیو خلکو راتګ منع دی.
پټک جادوګر چي د پهره دار خبره واوریده په درد یې وویل:
– تا ماته سپین ږری وویل سپین ږری به دي پلار وي زه خو لا اوس ځوان یم پام کوه چي بل پلا سپین ږری راته ونه وایې.
بل پیره دار په درد وویل:
– څوک یې ته ژر ځان راباندې وپیژنه کنې دلې به دې سر غوټ در پرې کړو.
پټک جادوګر و ویل:
– که دي زما سر راپرې کړى نو ته به هم ژوندی پاتې نه سې تاته معلومه نه ده چي زما نوم پطنوس جادوګر دی او د برق جادوګر ماما یم په دې حساب د افراسیاب جادوګر سره هم زما اړیکي سته تاسي خبر نه یاست چي زه یو سوداګر یم د دې خوا څخه مال آریانا ته وړم او د آریانا څخه کوه قاف ته شیان راړوم.
پټک جادوګر چي خبره خلاصه کړه پیره دار وویل:
– ته چي هر څوک يې ښیې په خلاصو غوږو واوره چي نن سبا حالات ګډ وډ دي د کوه قاف او د آریانا د پوجونه تر منځ په یو څو ورځو کي جنګ پیلیدونکی دی ځکه موږ د پیژندني پرته هیچاته هم کوه قاف ته د تللو اجازه نه سو ورکولای که ته د برق جادوګر ماما پطنوس جادوګر یې نو د دې خبرې ثبوت وړاندي کړه کنې د کومي خوا څخه چي راغلى يې بیرته پر هغه خو ولاړ سه.
پټک جادوګر چُرت وواهه چي اوس نو زه ثبوت د کومې خوا وړاندي کړم راسه خپل چم ورسره وکړه پټک جادوګر د سلماني کڅوڼي ته لاس دننه کړى صندل یې را وکښى، پټک جادوګر چي به کله د جادوګرانو مقابلې ته تلی نو به یې د صندلو کڅوڼي جوړي کړې بیا به یې پر صندلو د بې هوښه کېدو دوا واچوله پیره دارانو چي صندل ولیدى پوښتنه یې وکړه:
– دا څه شي دی؟
ده ورته و ویل:
– دا ډېر زورور صندل دی ما د خپل خوریي برق جادوګر لپاره رانیولى دى.
د پیره دارانو نور توان ونه سو پټک جادوګر ته یې وویل:
– ته اوس یو څه صندل راکړه چي د خولې خوند په سم کړو وروسته به نوري خبري سره وکړو پیره دار د پټک جادوګر د لاسه د صندلو کڅوڼه حمله کړه او په ګډه یې وخوړله او په یو څو شېبو کي دننه ټول پیره داران بې سده سول پټک جادوګر ژر دوی ټول په واښکي وتړل د ټولو تر شونډانو یې ستني وروکښلې دا ځکه چي کله دوى په سد کي راسي نو د جادوګر په ویلو سره ځانونه خلاص نه کړي وروسته پټک جادوګر دوی ټول یوه ګوښه ځای ته کړل.د کوه قاف سرحد هاخوا ته د افراسیاب جادوګر د پوج خیمې لګیدلي وې دلته پټک جادوګر یو ځل بیا خپل شکل بدل کړ د تیلو يو څو ښیښې یې په لاس کي ونیولې د خیمو پر خوا روان سو دا پلا پټک جادوګر د ځانه د ماهیانو د غوړو خرڅوونکی جوړ کړ کله چي خیمو ته ورنژدې سو په زوره زوره یې نارې کړې، د ماهیانو غوړووالا پټک جادوګر چي یو څه مخ ته ولاړى دوو عسکرانو راوګرځاوه هغه عسکرانو د شپې پیره کوله یوه عسکر پوښتنه ځني وکړه:
– څوک یې او دلته څنګه راغلی یې؟
پټک جادوګر ورته ویل:
– زه د ماهیانو غوړي خرڅوم هر څوک یې چي ځان د ماهیانو په غوړو غوړ کړي هر رنګه دردونه به یې ښه سي زه پطنوس جادوګر نومیږم.
-عسکر ورته ویل لیکن دلته د پوځ د خیمو سره څه کوې ورسه په ښار کي د خلکو بدنونه د ماهیانو په غوړیو غوړ کړه ته خبر نه یې چي دلته اوس د افراسیاب جادوګر او مرنوس باچا د پوجونو تر منځ کي جنګ کیدونکی دی نا حقه به په دې جنګ کي ووژل سې.
پټک جادوګر ورته و ویل:
– د مرګه نه بېرېږم زه په دې خبر یم چي دلته جنګ کیدونکی دی ځکه زه د عسکرانو د بدونونو د غوړولو لپاره دلته راغلم چي دوی ښه هوسا سي.
په دې ځای کي د برق جادوګر خیمه وه برق جادوګر دا وخت په یوه ضروري کار پسي یو ځای تللی وو د هغه زوی ابلق جادوګر په خیمه کي پروت وو ابلق جادوګر هم د پټک جادوګر خبري واوریدلې هغه ژر د خیمې څخه راووت او عسکرانو ته یې وویل پطنوس جادوګر زما خیمې ته راپریږدئ زه ډېر ستړی یم ښه سو چي دی راغی اوس به مي بدن را غوړ کړي او یو څه به هوسا سم.عسکرانو پټک جادوګر ته وویل پطنوس جادوګره ورسه بخت دي بیداره سو د برق جادوګر زوی ابلق جادوګر د بدن د غوړولو لپاره وغوښتې که دي ښه چاپي کړى کیدای سي ډېر انعام درکړي.پټک جادوګر د خدایه داغسي غوښتل ژر د برق جادوګر خیمې ته ورغی ابلق جادوګر د خیمې په منځ کي اوږد اوږد پروت وو پټک جادوګر ژر د تیلو ښیښې خلاصي کړې اول یې د ابلق جادوګر اوږې ور کښیکښلې وروسته یې یو څه تیل د ابلق جادوګر پر سر ور واچول سر یې ور غوړ کړ په دې وخت کي پټک جادوګر یو څه صندل ابلق جادوګر ته ورکړ او ورته و يې ویل صاحبه دغه ډېر خاص صندل دي ته صندل راته خوره او زه به دي بدن چاپي کړم.
ابلق جادوګر خوشاله سو دا چي لږ صندل یې وخوړى بېسده سو د ابلق جادوګر د بېسده کیدو وروسته پټک جادوګر د ابلق جادوګر په جیبو کي وکتل چي د مرنوس باچا انګوشترۍ په لاس ورغله برق جادوګر دغه انګوشترۍ د تلو څخه مخکي خپل زوی ابلق جادوګر ته سپارلې وه پټک جادوګر انګوشترۍ خپل لاس ته راوړه وروسته یې د ابلق جادوګر د غاړي امیل د لاس انګوشترۍ او په خیمه کي نور قیمتي سامان خپلي سلیماني کڅوڼي ته واچول اخر یې د ابلق جادوګر سر غوټ ورپرې کړى پټک جادوګر یو پلا بیا رنګ را وکیښ ځان یې د ابلق جادوګر په بڼه کړى او ابلق جادوګر یې خپل ځان یعنې پټک جادوګر په بڼه کړى.وروسته پټک جادوګر د ابلق جادوګر سر په کڅوړه کي واچوه د خیمې څخه د باندي را و وتې د خیمې د باندي هغه دوه عسکران ولاړ وه پیره یې کوله پټک جادوګر د ابلق جادوګر په ږغ کي وویل پطنوس جادوګر ډېر لایق سړی دی اوس به دی هر وخت زما سره وي ما به چاپي کوي اوس هغه په خواږه خوب بیده دی زه په یوه مهم کار پسي افراسیاب جادوګر ته ورځم تر څو چي نه یم راغلی زما خیمې ته څوک مه پریږدئ.عسکران پوه نه سول چي ابلق جادوګر نه دی پټک جادوګر دی افراسیاب جادوګر غټه او ښایسته خیمه د لیري څخه ښکاریده پټک جادوګر د افراسیاب جادوګر د خیمې پر خوا روان سو.
د افراسیاب جادوګر پر خیمه چاپیره ډېره سخته پیره وه پیره دارانو هم د ابلق جادوګر خیال پر وکړى نه یې را وګرځاوه پټک جادوګر په خلاصه پښه د افراسیاب جادوګر خیمې ته ورغی هلته یې یو عسکر ته وویل ورسه افراسیاب جادوګر ته ووایه چي ابلق جادوګر په یوه مهم کار پسي راغلی دی عسکر خیمې ته دننه ورغی افراسیاب جادوګر دا وخت په خواږه خوب بیده وو عسکر د خوبه راپورته کړ او د ابلق جادوګر خبره یې ورته وکړه افراسیاب جادوګر ته اول ډېر درد ورغی مګر چي د ابلق جادوګر د نامه یې واوریدل ژر یې راوغوښتى.عسکر دباندي راغی پټک جادوګر ته یې وویل ورسه افراسیاب جادوګر دي غواړي پټک جادوګر خیمې ته ورننوت په خیمه کي یو ډېر غټ او ښایسته پلنګ هوار وو افراسیاب جادوګر پر پروت وو، یو اړخ او بل اړخ ته یې دوې مینځي ولاړي وې ده سلام ور واچاوه وروسته یې وویل زما په بې مناسبته راتلو به په تکلیف سوی یې مګر ستا سره لیدل مهم وه خبره دا ده چي یو ګړی مخکي د مرنوس باچا وزیر پټک جادوګر زما خیمې ته راورسیدی.
افراسیاب جادوګر چي د پټک جادوګر د نامه واوریده وارخطا سو ویل ښه نو بیا څه وسو ژر راته ووایه پټک جادوګر ډېر خطري انسان دی. پټک جادوګر د ابلق جادوګر په ږغ کي په غرور ورته وویل صاحبه! هغه چي هر څونه خطرناکه سي مګر ماته د یوه موږک اهمیت هم نه لري هغه زما په مرګ پسي راغلی وو لیکن ما وار پر دمخه کړ سر مي غوټ ځني پرې کړ اوس مي د هغه پری کړی سر درته راوړی دی بیا پټک جادوګر د ابلق جادوګر سر را و ایستی او د افراسیاب جادوګر په پښو کي یې ور وغوځاوه او ویې ویل صاحبه دا د آریانا د وزیر دفاع او زموږ د سخت دښمن پټک جادوګر سر دی چي اوس ستا په پښو کي پروت دی د دې قهرمانۍ په بدل کي باید ماته انعام راکړې.افراسیاب جادوګر چي په خپلو پښو کي د پټک جادوګر پرې کړی سر ولیدی ډېر زیات خوشاله سو اول یې پر تُو کړه وروسته یې خپله پښه لوړه ورباندي کښېښوده او ویې ویل ابلق جادوګره! تا یو ډېر غټ کار وکړى د پټک جادوګر د مرګ وروسته د مرنوس باچا پوج ډېر کمزوری سو اوس به موږ د سبا سهار په جنګ کي د مرنوس باچا پوج ته ډېر سخته ماته ورکړو ووایه څه شی په انعام کي درکړم د افراسیاب جادوګر په غاړه کي یو ډېر قیمتي امیل وو د پټک جادوګر سترګي پر دې امیل ومُښتلې افراسیاب جادوګر هم په پوه سو ژر یې له خپلي غاړي څخه امیل راویستى پټک جادوګر ته یې ورکړى او ورته و يې ویل ها دغه امیل واخله د مرنوس باچا څخه له جنګ ګټلو وروسته به زه نور انعام هم درکړم.
پټک جادوګر ژر امیل ځني واخستى او مچ یې کړى وروسته یې په جیب کي واچوى پټک جادوګر وویل ډېره مننه اوس اجازه راکړه چي ولاړ سم د سهار د جنګ لپاره به یو څه ځان هوسا کړم.افراسیاب جادوګر اجازه ورکړه پټک جادوګر د افراسیاب جادوګر له خیمې څخه راووت اوس یې مخ د آریانا د سرحد پر خوا وو او ډېرژر د کوه قاف ووت او د آریانا حدود ته ور ننوت هلته یې ځان بیرته په خپله اصلي بڼه کړى یو ګړی وروسته پټک جادوګر د مرنوس باچا پوج ته ورسیدى دلته د پټک جادوګر د روانیدو وروسته افراسیاب جادوګر لاسونه وټکول ژر دوه پهرداران حاضر سول افراسیاب جادوګر ورته وویل دا زما د لوی دښمن پټک جادوګر سر دی زه د خپل دښمن دغه نښه له منځه وړل نه غواړم نو تاسي د پټک جادوګر پر سر دواوي ور ووهئ او بیا یې په ښیښه کي ونیسئ چي د تل لپاره خوندي وي زه به کله نا کله د پټک جادوګر د سر په کتلو خپل زړه خوشاله کوم. د افراسیاب جادوګر په امر پهره دارانو د ابلق جادوګر سر په دواوو وواهه په هغه ګړی د دې دواوو په اثر د جادوګر رنګ د ابلق جادوګر له مخه څخه ایسته سو او هغه خپله اصلي څهره ښکاره سوه افراسیاب جادوګر چي د ابلق جادوګر څهره ولیده پوه سو چي پټک جادوګر یو پلا بیا داسې کاري وار ورباندي وکړى چي یوې خواته یې د ابلق جادوګر په رنګ نامتو جادوګر وواژه بلې خواته یې د افراسیاب جادوګر څخه انعام هم واخیستى افراسیاب جادوګر ډېر ژر د جادو په زور دا هم معلومه کړه چي د مرنوس باچا ګوتمۍ هم زموږ د لاسه څخه وتلې ده.
هغه ته درد ورغی لیکن هیڅ یې د لاسه نه کیده په دا سهار برق جادوګر هم راغی هغه چي د خپل زوی په مرګ خبر سو ډېر خواشینی سو سهار د افراسیاب جادوګر او مرنوس باچا د پوجونو تر منځ ډېر سخت جنګ و مښتى برق جادوګر هم ډېر سخت وجنګیدى لیکن اخر یې ماته په برخه سوه ځکه چي د مرنوس باچا سره سپیڅلې انګوشترۍ وه د هغې په برکت مرنوس باچا دغه جنګ وګټى د افراسیاب جادوګر په سو جادوګرانو مړه سول اخر افراسیاب جادوګر تیښي ته اړ سو د مرنوس باچا پوجونو دغه میدان تر لاسه کړى.
چه له ماضی زمانو نه خلک نجات ومیندي د خلکو په ګټه به وي!