شنبه, مې 4, 2024
Home+سردار او جادوګر | محمود مرهون

سردار او جادوګر | محمود مرهون

ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوی.

عبدالله سپین ږری سړی وو، ډېر مسکین او بې وزله وو، نه یې د کرلو مځکه درلوده او نه یې باغ یا بل شی درلود سهار به د کوره ووتی غره ته به ولاړی هورې به یې بُوټي وکړل هغه به یې پر خره بار کړل غرمې ته به یې کورته راوړل زوی به یې ماپښین دغه بُوټي بازار ته یووړل هورې به یې په یو څو یکیو خرڅ کړل وروسته به یې په دغه پیسو د کور ګُوزاره کوله.

 عبدالله یوه ډېره نیکه او صابره ښځه درلوده یو یې زوی درلود چي د پینځلسو کالو وو، سردار نومیدی.ښار د عبدالله د کلي څخه فقط د نیم ساعت پر مزله باندې وو.عبدالله ډېر زړه سوانده او نیک سړی وو، په کوم کلي کي چي دی اوسیدی هغه ډېر کوچنی کلی وو، یوازي اتلس کوره په دغه کلي کي پراته وه. په ټول کلي کي د عبدالله عزت کیدی ټولو په درنه سترګه ورته کتل او د ده یې خورا احترام درلود.سردار د کوچنیوالي څخه د سبق شوق درلودى مګر د مسکنت او غریبۍ په وجه سره يې سبق و نه وایه داغسي امي پاته سو.

یوه ورځ سردار ماځیګر د ښاره څخه ستړی ستومانه کور ته راغی په کور کي یې یوه د توت درخته ولاړه وه دې ته یې نا پامه سترګي ور واوښتلې که یې کتل په درخته کي یو باز ناست دی، سردار چي ورته وکتل حیران ولاړی چي دا څنګه ښایسته باز دی داسي ښایسته باز خو ما په ټول ژوند کي نه دی لیدلی ، وروسته سردار مور ته ور ږغ کړل چي ادې دلته راسه څه عجبه ښایسته باز په دې درخته کي ناست دی.مور یې د سردار پر ږغ راغله باز یې ولیدی دې هم ګوته په غاښ ورته ونیوله سردار مور ته ویل چي ادې که دغه باز زموږ وای څنګه ښه خوند به یې کړی وای وړی به مو وای په بازار کي به مو خرڅ کړی وای په ښه ګرانه بیه راخرڅیدی.

 سردار او مور په دې خبرو سره اخته وه ناپامه باز د درختې څخه لاندې را ایله سو پر مځکه ومښتى سردار ور الا کړه که یې کتله باز مړ پروت دی. سردار د باز پر مرګ ډېر افسوس وکړی یو ګړی وروسته یې باز راپورته کړی په دې وخت کي یو وار باز وزرونه وڅنډل په هوا سو سردار چي دغه حالت ولیدی دستي یې باز تر پښو ونیوی مګر باز ډېر قوی وو، پر ځای د دې چي سردار باز د الوتو څخه راوګرځوي سردار هم ورسره په هوا سو اوس نو باز الوتی دی سردار یې په پښو پوري ځړیږي. د سردار مور چي دغه کیفیت ولیدی ور وې ځغستل سردار یې تر پښو ونیوی چي باز یې راڅخه په هوا نه کړي مګر باز ډېر قوی او زورور وو، سردار یې د مځکي څخه پورته کړى مور یې لاندي ایله سوه پر مځکه غوځاره سوه خوله یې د وینو ډکه سوه.

محمود مرهون

 ماښام ته عبدالله کور ته راغی که یې کتل ماینه یې بیسده پرته ده ژر ژر یې راپورته کړه په خوله کي یې اوبه ور واچولې یوه ګړی وروسته ښځه پر هوښ راغله ، مېړه ته یې ټوله کیسه وکړله د عبدالله زړه د وینو ډک سو لاسونه یې سره ومږل ډېر افسوس یې وکړ چي یو زوی مي درلود د اخیري عُمر لکړه مي وه های های ارمان ارمان.باز په حقیقت کي يو ډېر لوی او ظالم جادوګر وو، چي ځان یې د باز په بڼه کړی وو، مطلب یې د دې کار څخه دا وو، چي خپل روح په یوه ځوان هلک کي محفوظ کړي په دې هکله یې مسلسل کوښښونه وکړل ډېر د جادو کتابونه یې وکتل اخیر یې د دغو کتابونو څخه داسي نتیجه را وایستله چي په فلاني رود کي د ننه تر اوبو لاندې یوه زېرخانه ده چي د جواهراتو او زرو ډکه ده پرته له دغو جواهراتو او رنګارنګ خزانو یو مرغه هم سته دغه مرغه چي هر څوک راواخلي او درې واره منتر پر ووایي وروسته تر دې که څوک د دغه مرغه غوښه وخوري هغه به د ډېر لوی قوت او کمالاتو خاوند سي. جادوګر دا هم معلومه کړه چي دغي زیرخانې ته یوازي او یوازي سردار ورتلای سي بل هیڅوک دغه زیرخانې ته نه سي ورتلای.جادوګر چي دغه معلومات تر لاسه کړل فوراَ را په هوا سو راغی هغه کلي ته په کوم کي چي سردار اوسیدی پوښتنه پر پوښتنه یې د سردار کور پیدا کړی ځان یې په ښایسته باز بدل کړ او د توت پر درخته ورته کښینستی.وروسته چي سردار راغی جادوګر چي ځان یې د باز په بڼه کړی وو، د پلان دمخي لاندي راولویدی سردار چي را پورته کاوه په دغه حال کي جادوګر په هوا سو او سردار یې د ځانه سره پورته کړ.

اوس نو باز الوتی دی سردار یې په پښو پوري ځړیږي باز ښه ډېر مزل وکړ اخیر خپل ځای ته راورسیدى خپلي ماڼۍ و دالان ته ور داخل سو هورې راکښته سو پښې یې مځکي ته ورغلې وروسته پر مځکه کښینستی په دغه حال کي یو وار درز سو جادوګر په خپله اصلي بڼه سو یو منتر یې پر سردار ووایه. سردار شاوخوا وکتل یو وارې یې نارې کړې ای سړیه ته څوک یې دا کوم ځای دی زه دي کوم ځای ته راوستلم.اوس سردار د جادوګر په قبضه کي وو، ده تر لاس ونیوی چي راځه، یوې لوي خوني ته یې بوتلی.سردار چي په خونه ننوتی حیران ولاړی که یې کتل چي یو لویه خونه ده رقم رقم د جادوګرۍ سامانونه پکښي پراته دي د انسانانو ککرۍ پرتې وې مخامخ یوه لویه هنداره د خوني پر دېوال لګیدلې وه ټول دېوال یې نیولی وو، د جادوګر چي به یو شى په کار سو یو مخصوص منتر به یې پر ووایه پر دغه هنداره به یې چُو کړ وروسته به یې په هنداره کي وکتل یو ګړی وروسته به د جادو په زور د هغه شي عکس پر هنداره ښکاره سو او ورسره به تفصیلات هم پر هنداره لیکل سوي وه مثلاً دغه شی چیرې دی په کوم ځای کي دی او څنګه لاس ته راوړل کیدلای سي.

د خوني په نس کي جادوګر چپه پښه په زوره پر مځکه ووهله یو وار درز سو جادوګر په بله بڼه سو.سردار چي ورته وکتل یو وار یې یوه لویه چیغه تر خولې ووتله، جادوګر په ډېر بده بڼه وو، د مخ دوې لویې لویې داړې یې تر خوله دباندې راوتلي وې د پزي پر ځای یې پر مخ یو لوی تور غار و، شونډي یې ډېري پنډي تکي توري وې لکه د زاړه غوایي غټي غټي څيري او تکي سرې سترګي يې وې ،مطلب دا چي نهایت ډېر بدرنګه او بدرازه جادوګر وو.جادوګر په دې وخت کي سردار ته ورنژدې سو سردار چغي کړې شاته سو.

جادوګر په ډېره مینه او شفقت ورته ویل زویه ته ولي راڅخه بېرېږې زه خو ستا اکا یم عبدالله خو زما کشر ورور دی دا ډېر عُمر کیږي زه د کوره تللی یم خیر پروا نه لري ته ملامت نه یې کله چي زه د کوره تلم ته لا نه وې پیدا سوی هغه وخت زه ځوان وم د کوره ووتم ولاړم افریقا ته هورې مي جادو زده کاوه زه په تا خبر وم چي ته اوس ځوان سوی یې ډېر مي یادیدلې ځکه درغلم ته مي دلته راوستلې. جادوګر چي دا وویل خاموشه سو وروسته یې سردار ته ویل زویه راځه چي اوس ډو‌ډۍ وخورو. جادوګر لاسونه پورته کړل منتر یې ووایه په لاسو کي يې د ورجو او غوښو غوري ورغی سردار حیران ورته ولاړی.سردار د جادوګر د ډوډۍ د خوړلو څخه انکار وکړ او جادوګر ته یې ویل. ته که زما اکا یې که هرڅوک، خو دونه ښه راسره وکړه چي اوس مي ایله کړه زه کور ته ځم مور او پلار به مي د ډېره غمه لیوني سوي وي.جادوګر په نرمه ژبه سردار ته وویل زویه ته اوس مه ځه ته ما د یوه کار دپاره راوستلی یې هغه کار به کوې بیا دي نو ایله کوم بلکي ډېر انعام به درکړم.جادوګر سردار ته ویل زویه په پلاني ځای کي یو مرغه دی هغه مي په کار دی که دي راته راوړى زه ډېر لوی جادوګر یم ماته معلومیږي چي دا کار څوک کولای سي ما وطنونه وطنونه وغوښتل خو بې تا بل څوک مي پیدا نه کړى چي دا کار یې په وس پوره وي، ته به دغه کار ترسره کوې زه به په مقابل کي تاته ډېر مال او دولت درکړم بیا به ته دې ته مجبوره نه یې چي لرګي خرڅ کړې ښه په استراحت به سې.جادوګر سردار ته ګډ وو، چي داسي به درسره وکړم داسي به دي آباد کړم سردار د جادوګر په خبرو غوږ نه نیوی د خپل ځان د خلاصون په هکله یې سوچونه وهل چي د دې مکار جادوګر څخه به څنګه ځان خلاصوم. سردار ښه پوهیدی چي جادوګر درواغ وایي زه اکا نه لرم پلار مي یو سر دی پلار مي په دې هکله هر کله وايي چي کاشکي زه یو سر نه وای یو ورور مي درلودای یو څه به مي اوږې په سپکي وای که یې یو ورور درلودای ضرور به یې ویلي وای چي ما یو ورور درلودی ډېر پخوا د کور څخه تللی دی بیا نه دی راغلی.په دې وخت کي جادوګر سردار ته ویل راسه چي یو شی در ښکاره کړم. د جادوګر یو لویه هنداره په لاس کي وه سردار چي ور نژدې سو په هنداره کي رنکارنګ منظرې ښکاره سوې سردار فکر ورته یووړی یو ګړی یې دغه منظرې لیدلې وروسته جادوګر هنداره کښېښووله دواړه یوې کوټې ته سره ولاړه.

یوه ورځ سردار د جادوګر سره ناست وو، یو دم د اور یوه لمبه را پیدا سوه او په یو دیب بدله سوه، دېب جادوګر ته سلام وکړی وروسته په احترام سره ودریدی ، جادوګر دېب ته ویل چي دا هغه هلک دی چي زموږ کار کولای سي. دېب جادوګر ته ویل چي صاحبه که اجازه وي او خوا دې نه بدیږي زه یوه خبره درته کوم.جادوګر اجازه ورکړه دېب ویل صاحبه که دغه هلک هغه مرغه مړ کى نو پوه سه چي ځای پر ځای یې ووژلې جادوګر ته خورا درد ورغی غاښونه یې سره وچيچل یو منتر یې ووایه پر دېب یې چُو کړى یو وار دېب اور واخیستی ، دېب چیغې کړې په یوه ګړي کي ایرې سو او ختم سو.د سردار سر خلاص سو چي که مي دغه مرغه وواژه جادوګر به ځای پر ځای مړ سي سردار دغه خبره په ذهن کي ونیوله، تر دې وروسته سردار د خپل پلان د مخي جادوګر ته کاکا جان ویل خورا ښه عزت یې ورکاوه جادوګر هم سردار نازوه په زړه کي یې ویل چي هلک مي لکه چي خطا ایستی باور یې راباندي راغی یوه ورځ جادوګر سردار ته ویل زویه ته دلته راسه یو شی درښکاره کوم سردار ورسره ملګری سو دواړه راغله هغه جادویي هنداري ته، جادوګر یو منتر ووایه پر هنداره یې چُو کړ، په هنداره کي یو عکس ښکاره سو.سردار چي ورته وکتل یو رود دی بهیږي وروسته په رود کي دننه یو خونه راښکاره سوه په خونه کي یو غار وو، ده چي ښه وکتل چي د غار خوله رانژدې سوه د غار په خوله کي پر مځکه شاوخوا بې حسابه د سرو زرو خښتي قیمتي غمیان او جواهرات پراته وه، پر دغو جواهراتو باندي یو تک سور ښایسته مرغه ناست وو ، جادوګر د جواهراتو و خوا ته اشاره وکړه سردار ته یې ویل زویه زما دغه مرغه په کار دی دغه به ماته رارسوې، بیا نو ته خلاص یې سردار ورته ویل کاکا جانه ولې نه ضرور، ته چي ماته هر امر وکړې زه به یې پر ځای کوم ته اوس دونه وکړه ماته لار را وښیه زه پر کومه خوا ورسم چي دغه مرغه درته راوړم.

 جادوګر ورته ویل زویه سترګې پټې کړه سردار سترګي پټي کړې یو ګړی بعد چي سردار سترګي رڼي کړې که یې کتل د رود پر غاړه ولاړ دی چي شاوخوا یې وکتل جادوګر نه معلومیدی فکر وهي چي اوس څه وکړم په دې وخت کي ده د جادوګر ږغ واوریدی هغه ورته ویل زویه مه بیریږه بې خطره په رود ګډ سه ته زما د جادو په حفاظت کي یې څه نه درباندې کیږي. سردار پایڅې راپورته کړې په اوبو ګډ سو، حیران سو څنګه چي بدن یې داسي سپک سو لکه پُومبه او تر ټولو عجیبه خبر دا وه چي بدن یې په اوبو نه سو لوند.کله چي سردار د اوبو مابنځ ته ورسیدی د سر تر وریښتانو پوري په اوبو کي ننوتی، شاوخوا یې کتل په رود کي تک توره تاریکه ده اخیر د رود تل ته ورسیدی، هورې رڼا وه بیا یې د جادوګر ږغ واوریدی هغه ورته ویل: (زویه راسته خواته وګوره یوه دروازه به په مخه درسي هغه خلاصه کړه په ننوځه دا هغه خونه ده چي خزانه پکښې ده او پر خزانه مرغه ناست دی). سردار راسته خواته وکتل یو زړه د وسپني دروازه یې وکتله دستي ور نژدې سو دروازه یې پوري وهله کړپ سو دروازه خلاصه وه سردار په خونه ننوتی په خونه کي رڼا وه جواهرات داسي ځلیدل چي سترګي نه پر روڼیدلې یو ښایسته مرغه پر ناست وه.سردار ته د هغه دېب خبره ور په یاد سوه چي جادوګر ته یې ویلې وه (که دغه هلک مرغه مړ کړ خو ولاړې وې وژلې، دستي سردار ور دمخه یو مرغه یې تر غاړه ونیوی سر یې غوټ ځني پرې کړ په دې وخت کي هلته په خپله ماڼۍ کي جادوګر یوه لو چغه ووهله چي ها هلکه دا څه کوې خو مړ دي کړم. سردار د جادوګر پر خبره غوږ ونه نیوی د مرغه دواړي پښې یې سره کش کړې مرغه یې پر مابنځ دوه ځایه کړى.هلته په خپله ماڼۍ کي جادوګر پر مابنځ دوه ځایه سو او مړ سو.د جادوګر د مرګه سره سم یو وار چاودني شروع سوې مځکه ولړزیدله، دوړي ولاړي سوې یو ګړى لا درزى او دربی وو، اخیر کراره کراري سوه دوړي ورکي سوې سردار پوه سو چي جادوګر مړ سو، دستي دباندي راووتی که یې کتل د باندي سپین دښت دی نه رود سته او نه اوبه سته سردار د جادوګر په مرګ د خدای شکر ادا کړى، دا اندازه نه ورته معلومیدله چي کور پر کومه خوا دی پر اندازه باندې مخ پر لویدو خوا باندې را روان سو هله هله هلهبسته دوې ورځي یې مزل وکړ پوښتنه پر پوښتنه اخیر دا دی خپل کلي ته راورسیدی.پر کور یې غم جوړ وو، مور یې د سردار د غمه بیسده پرته وه پلار یې هم د غمه ژړل.ټولو دا ویل چي سردار خو ژوندی ورک سو لکه چي مړ دی.د سردار په راتګ دوی ټول خوشال سول ده ټوله کیسه ورته وکړه چي څنګه جادوګر زه د باز په بڼه د دې ځایه څخه وتښتولم غوښتل یې چي زه یو مرغه د ده دپاره د یوه روده څخه ورته راوړم ما پر ځای د دې چي مرغه ورته راوړم هغه مي مړ کى د دې سره سم ظالم جادوګر مړ سو او روغ رمټ ځني راغلم.په سبا سهار عبدالله او سردار دوه خره د ځانه سره بوتله هله هله دوې ورځي بعد هغه کوټې ته ورسېدل په کومه کي چي خزانه پټه وه، دواړو جوالونه په خزانه کي ډک کړل ټوله خزانه یې پر خرو را بار کړه تر اوږده مزله وروسته دا دى کور ته راورسېدل.په کور کي خوشالي جوړه سوه سردار دوی ته ډېره خزانه په لاس ورغله یوه زوروره ماڼۍ يې جوړه کړه او هورې یې خپل ژوند پیل کړ.

دور بي بي او باچا | محمود مرهون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب