پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+دور بي بي او باچا | محمود مرهون

دور بي بي او باچا | محمود مرهون

ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوئ.

ته وا ښه!ښه..

په پخوا زمانو کي یو باچا وو، چي ډېر انصافداره وو، خپل اولس ډېر پر ګران وو، خلکو به همېشه دعاوي ورته کولې.

باچا د مور یو زوی وو او مور به یې همېشه ورته ویل، چي زویه واده وکه.

باچا چي به د باچهي د کارو څخه خلاص سو او کور ته به راغی، نو مور به سر ورته سرتور کړى، چي زویه واده وکړه. ستا د واده ډېر ارمان لرم، یو څو ورځي به ژوندۍ یم، چي خپل لمسیان په خپل ژوند کي ووینم.

 د باچا په خپل فامیل کي نجلۍ نه خوښېدله او نه يې په اولس کي داسي نجلۍ وه چي د ده دي خوښه سي. مور چي د یوې نجلۍ صفت ورته وکړى، ده به یو نه یو عیب خامخا پکښي پیدا کړى. باچا خو پر خپل اولس ډېر ګران وو، پر ده هم خپل اولس ګران وو. ټوله ورځ به د خپلو وزیرانو سره د وطن په کارو اخته وو او چي شپه به سوه پر آس به سپور سو، زاړه کالي به یې واغوستل، چي څوک یې ونه پېژني، نو به کلي په کلي او کور په کور ګرځېدئ، د غریبانو او مسکینانو په حال به یې ځان خبروى. ظالم به یې ظلم ته نه پرېښوى، سزا به يې ورکوله او د باچا یعني د ځان په هکله به یې له خلکو څخه پوښتنه کوله او ځان ته به یې دا معلوموله چي زه د خلکو خوښ یم که يا؟

یوه ورځ باچا پر آس سپور سو. له خپلي ماڼۍ څخه ووتی، تر ډېرو کلو تېر سو او د ځانه سر یې وویل، چي نن به لېري لېري سيمو ته ولاړ سم، چي هلته د خلکو څه حال احوال دئ. تر ابادۍ تېر سو، یو غر دئ، د دې غره لمني ته ورسېدئ. دلته یې یوه لویه کلا ولیدله. د دغي کلا دېوالونه د اوسپني څخه جوړ سوي وه او چي سړي به پورته ورته وکتل، نو خولۍ به یې د سره لوېدله.

دې کله دروازه نه درلودله او دونه لویه وه، چي په نیم ساعت سړی نه سوای پر راګرځېدلای.

باچا پر آس سپور وو، پر کلا راوګرځېدئ، خو دروازه یې نه کړه پیدا. فکر یې وکړى چي بیرته وګرځي. په دې حال کې یې د خپلي انګوشترۍ غمي ته پام سو.

په انګوشترۍ کي یې د خپل نیکه غمی وو، چي هغه ته د حضرت سليمان علیه سلام څخه ور پاته سوی وو، دا غمی یې د کلا دېواله ته ونیوئ او وې ویل: یا خدایه!  مرسته.

چي څنګه یې دا سوال وکړى، د کلا دېوال دوه ځایه سو. باچا خوشاله سو او کلا ته ننوتى، چي څنګه باچا کلا ته ننوتی، دېوال بیرته سره ورغی او پیوند سو.

باچا راغی د کلا په یوه کونج کې یې یوه لوی اوخور ته خپل آس وتړى.

 په کلا کي ډېري کوټې وې. په دې کوټو کې ګرځېدئ. یوه کوټه چي یې خلاصه کړه، ښې تېرې چړې او توري، غشي او لېنده او نوري رنګ رنګ وسلې پکښي پرتې وې.

یوه توره د باچا ډېره خوښه سوه. را وا یې خیستله او له تېکي یې و ایستله. په لاس یې ښه واړوله او راواړوله. وې خندل او د ځانه سره یې وویل چي دا کلا او داسي توري.

توره یې د ځانه سره راواخیستله او له کوټې را و وتى او د بلي کوټې دراوزه یې خلاصه کړه، ور ننوتى که یې کتل یو څو دانې زمريان تړلي دي. په زړه کې یې وویل چي راسه دا توره تجربه کړم.

دوه زمریان ورته ولاړ وه. ده توره ورسره رالښته کړه، دواړه یې ټوټه ټوټه کړل، وې ووژل.

وروسته یې توره بیرته پوښ ته واچوله او له دې کوټې څخه هم را و وتى او بلي کوټې ته ور دننه سو. هلته یې ولیدل چي په منو منو سره او سپین زر پراته دي. له دې کوټې هم را و وتى. اخیري کوټې ته ننوتى. که ګوري چي یو پلنګ پروت دئ. یو څوک په کښې پروت دئ. شړۍ يې پر ځان اچولې ده.

باچا پلنګ ته ورنژدې سو او شړۍ یې ځني ایسته کړه، که ګوري چي یوه ډېره ښایسته نجلۍ په پلنګ کې را کښېنستله او کلیمه یې وویله، چي دا څه وینم؟

باچا چي څنګه دا ښکلې نجلۍ ولیدله، بې سده سو. دا نجلۍ د پلنګ څخه راپورته سوله او د باچا ورغوی یې ور ومږی. پر مخ او لاسو یې يخي اوبه ور واچولې. سر یې د مځکي څخه راپورته کړى. پر خپل ځنګانه یې کښېښوى. خپلي څوڼي یې پر مخ ور ایله کړې. باچا کرار کرار په سد کي سو، سترګي یې خلاصي کړې.

د نجلۍ څخه يې پوښتنه وکړه چي ته څوک يې؟ هغې ورته وويل چي زما نوم دور بي بي دى او په دې کلا کي له خپلي مور سره اوسم بيا دور بي بي د باچا څخه پوښتنه وکړه، چي ته څوک يې او د کمي خوا راغلې؟

ده ورته ویل چي زه د دې وطن باچا یم. دې خوا ته راوتلی وم. دا کلا مي ولیدله. ورته سودا مي سوه. ما ویل ته راسه وې ګوره چي په دې کلا کي څه شي سته، چي ځان په خبر کړم، خو هر څه چي وګرځېدم دروازه مي یې پیدا نه کړه.

دور بي بي ورته ویل چي پر کمه لار راغلی یې، پر هغه لار بیرته ولاړ سه. اوس زما د مور د راتلو وخت نژدې دئ. هغه وږې ده اوم به دي وخوري. دلته آدم ذات نه سي راتلای.

باچا ورته ویل چي ما چي څنګه ته ولیدلې، درباندي مین سوم. يا به مرم یا به دي د ځانه سره بیایم. بې تا زه ژوند نه سم کولای. در ځه ځان تیار کړه چي ځو.

دور بي بی ورته وویل چي ته ما نه سې بېولای. زما مور ادم خوره ده. که په مځکه کي یې، که په اسمان کي، پیدا کوي دي او په یوه سا به دي ښوی تېر کړي.

مور مي زه دلته بندي کړې یم. سهار وځي، بیا ماښام راځي. نوره په شي نه یم خبره، خو دونه راته و وايي چي دوه غرونه دي، هغه میدوم. نور نو خدای په خبر دئ، چي دا څه کوي څه نه کوي.

دا کلا دروازه نه لري، ځکه څوک نه سي تر اوښتلای. مور مي چي د کلا څخه د باندي ځي. زه د کلا پر دېوال خېژم خپلي څوڼي ورته را ځړوم، دا پر ټال سي او را و خېژي او ها خوا ته چي اوړي هم زما په څوڼو ځړېږي او کښته سي او د ها خوا چي یې د راتلو وخت سي، هم زه ورسم خپلي څوڼي ور ځړوم. هغه ټال ځني جوړ کړي، پر را وخېژي. راسي کلا ته.

باچا دور بي بي ته ویل چي مور دي څه وخت راځي؟

دې ورته ویل چي کله وايي چي نن ژر راځم، خو هغه ورځ وختي راسي او کله چي وايي نن ناوخته راځم، هغه ورځ بیا ناوخته راسي.

باچا ورته ویل چي راسي نو اول کم ځایونه ګوري؟

دور بي بي ورته ویل چي مور مي یو دغه زما کوټه نه ګوري، نور نو ټولي ګوري، په دې منځ کي د کلا شا ته ږغ سو.

دور بي بي دور

څوڼي را واچوه لور

دور بي بي وارخطا سوه. باچا یې تر لاسه ونیوى او ژر یې خپلي کوټې ته دننه کئ او تر پالنګ لاندي یې پټ کئ، یو ګړی وروسته روي بیا ناره کړه.

دور بي بي دور

څوڼي راواچوه لور

دور بي بي ژر خپلي څوڼي د کلا د دېوال شا ته ور واچولې، روي واښکی ځني جوړ کړى او د کلا دېوال ته را پورته سوه.

روې کلا ته راغله، سږمې یې سره کش کړې او وې ویل:

 هم، هم بوى د ادم بوى

بوى سته ادم يې نسته

بوى سته ادم يې نسته

دستي د روي وار خطا سو. خپلي کوټې ته یې و ځغستل، چي د یوې کوټې دروازه یې خلاصه کړه، ګوري چي توري، غشي او لینده سره ښورېدلي دي او هري خواته پاشلي پراته دي. بله کوټه چي یې وکتله زمریان وژل سوي دي. ټوټې ټوټې پراته دي او په ټولو کوټو کي شیان سره پاشلي دي. یو شی پر خپل ځای نه وو پروت.

په تلوار راووتله او دور بي بي ته یې وویل: د ادم بوی دئ، د ټولو کوټو شیان ګډ وډ دي، دا څه کیسه ده.

پر دور بي بي نرۍ نرۍ خولې را ایله سوې او روي ته یې وویل، موري! دې کلا ته ادم ذات کله راتلای سي، ادم ذات خو یوه زه یم که ما خورې دا دی ومي خوره.

روي د مځکي څخه یوه لپه خاوره را واخیستله. خوله یې په ډکه کړه او دور بي بي ته یې وویل: لوري! چي تا خورم نو دغه خاوري ولي نه خورم.

روي سږمې سره کشولې، خو ږغ یې نه کوى. یو ګړی وروسته یې دور بي بي ته وویل چي زه ځم او بیرته ژر راځم.

دور بي بي ورته وویل: موري! خو دا اوس راغلې او داسي ژر بیرته ځې، چي ته دلته نه یې زما طاقت نه کیږي. ستا سره خو مي خوله پرې وي.

روي ورته وویل: ته خوا مه بدوه. زه به ډېر ژر بیرته راسم. وروسته یې د دور بي بي د څڼو څخه ټال جوړ کړى او د کلا د دېوال څخه شوه سوه او ولاړه.

دور بي بي ژر ژر خپلي خولې پاکي کړې او هغه کوټې ته ورغله چي باچا پکښي پټ وو. باچا د خوني څخه ورته راووتی او د دور بي بي سره په دالان کي کښېنستی، یو د بل د حاله یې ځان خبر کړى.

وروسته باچا دور بي بي ته ویل چي هله ژر سه د تلو بندوبست کوه، چي ځو. زه تر هغو نه ځم چي ته نه یې راسره تللې.

دور بي بي ورته ویل چي ځه ته ولاړ سه ما څوک د دې ځایه نه سي ایستلای. که اوس روې راغله دواړه به ژوندي تېر کړي، خو باچا پر خپله خبره ټینګ ولاړ دئ او دور بي بي ته وايي: خدای یو دئ، که دي پرېږدم.

دور بي بي پوه سوه چي د باچا خبره یوه ده. پروا نه لري یا مرګ یا ژوند خو ورسره ولاړه به سم. ورغله کوټې ته لږ مالګه یې راواخستله. په پوړني پوري یې غوټه کړه. یوه یې ستن راواخیستله، په ګریوان کي یې جګه کړه او یوه چکۍ سابون یې راوخستى په غوټه کي یې کښېښوى، څو جوړې کالي یې راواخستل. د سرو زرو امېل یې په غاړه کړى. د سرو زرو بنګړي یې په لاسو کړل او له کوټې څخه راووتله.

دور بي بي باچا ته ویل چي په ما که هر څه وسي. پروا نه لري، ولي چي زه خو هغسي هم بندي یم، نو تر دې ژوند په مرګ خوشاله یم، خو په تا دي خدای څه نه کوي. ته مي په تکلیف او پر مرګ نه یې پېرزو.

باچا ورته ویل: دور بي بي! ته خوا مه بدوه. خدای به هر څه اسانه کي. وروسته باچا د خپلي انګوشترۍ غمی د کلا دېوال ته ور نژدې کړى او د کلا دېوال سره ولاړئ. د تېرېدو لار پکښي جوړه سوه. باچا او دور بي بي تر دېوال ووتل.

دواړه پر آس سپاره سول، باچا آس ځغلوى. دوی په دښت کي مزلونه کول، چي روې کلا ته راورسېدله. د پخوا په ډول د کلا د دېوال شا ته نارې وهي چي:

دور بي بي دور

څوڼي راواچواه لور

په ډېر نارو یې ستونی وچ سو، خو د کلا څخه هیڅ ږغ نسته. اخیر ناچاره سوه. راغله یو ځای یوه د اوبو واله ده، نجوني کالي مینځي، دې ورته ویل چي پر دې لاره مو یوه نجلۍ ونه لیدله؟

نجونو ورته ویل چي یوه ښایسته نجلۍ وه، د یوه سړي سره پر آس سپره وه.

روي ورته وویل: پر کمه خوا ولاړه؟

نجوني پوهېدلې چي که یې ونیسي ژوندي به یې تېر کړي، نو یې روي ته سمه لار ور و نه ښووله او ورته وې یل چي پر دې لار ولاړه. روي منډه کړه، پر هغه لار روانه سوه چي ښه ډېر مزل یې وکړى، نو پوه سوه چي پر دې لار نه دي راغلي. بیرته هغه نجونو ته راغله او ویل یې چي پر دې لار خو نه وه تللي.

یوې نجلۍ ورته ویل چي هغه لکه چي پر دې لار ولاړه.

روي بیا پر دې لار منډه کړه او چي ښه لار خلاصه سوه، نو بیرته راوګرځېدله او نجونو ته راغله، چي پر دې لار هم نسته، په دې وخت کي بلي نجلۍ ورته وویل چي هغه آس داسي ځغلاوه چي په خپلو دوړو کي ورک وو. موږ سم ورته ونه کتله، چي دوی نو پر کومه لار ولاړه. خو زما خیال دی چي دوی پر دې بله لار ولاړه.

روي بیا را الا کړه پر دې بله لار یې و ځغستل، خو لار خلاصه سوه او روې پوه سوه چي پر دې لار هم نه دي راغلي.

اوس یې نو د نجونو څخه پوښتنه ونه کړه او پر څلورمه لار پخپله روانه سوه. په ډېرو ځغستاوو یې پښې شل سوې، چی ښه ډېر مزل یې وکړى د لېري څخه یې ولیدل، چي دور بي بي د یوه سړي سره پر آس سپره ده. دې چیغي کړې چي د خدای د پاره ودرېږئ زه تاسي نه خورم.

دور بي بي چي روې ولیدله باچا ته یې ویل، چي هغه ده روې خو راورسېدله. آس چابک که، که اوس روې راباندي را و رسېدله ژوندي به مو تېر کړي.

باچا ورته ویل چي دور بي بي ته مه وار خطا کېږه. د خدایه به يې خیر غواړو. دور بي بي ویل، هله آس چابک کړه. روې را نژدې سوه. ژر یې ګرېوان ته لاس کړى ستن یې له ګرېوانه را و ایستله او شا ته یې وغورځوله. د خدای په امر سره د یوې ستني څخه د ستنو غر جوړ سو، روې د ستنو په غره کي را ځغلي، خو خورا په تکلیف ده، پښې یې سرۍ سرۍ سوې او ټوله لار یې د پښو په وینو سره سوه، خو کله چي روې تر ستنو را تېره سوه، دور بي بي بیا وارخطا سوه، دستي یې مالګه را و ایستله او د روي په مخ کي یې ور وغورځوله، د دغه لږ مالګي څخه خدای یو لوی غر جوړ کړى. روې په سرۍ سرۍ پښو د مالګي په غره کي راځغلي او دا زارۍ ورته کوي، چي د خدای د پاره یو ګړی خو ودرېږئ.

ښه ډېر ګړی دې روي د مالګي په غره کي مزل وکى او چي له دې څخه هم تېره سوه، دور بي بي ژر له غوټي څخه د سابون چکۍ او هینداره را وایستله دواړه یې د روي په مخ کي ور  و غورځوله.

له یوې چکۍ سابون څخه خدای د سابون غر جوړ کړى او د سابون ځګونه د هینداري پر سر لوېدل اوس نو روې چي هر ګام اخلي، په سابون کي ښویږي او درز سي، پر مځکه ولوېږي. د غره سر ته وخېژي بیرته را ښوی سي، لاندي را ایله سي.

خو په ډېر تکلیف له دې څخه هم تېره سوه، دور بي بي وبېرېدله، چي هغه ده اوس خو راغله دستي یې ناړي تو کړې. خدای د دې ناړو څخه یو لوی دریاب جوړ کړى. چي روې څنګه په دریاب راګډه سوه، په دریاب کي ډوبه سوه او اوبو یووړه.

دور بي بي او باچا خوشاله سوه چي خدای له داسي لویي بلا څخه خلاص کړو.

دواړو لږ نور مزل لا وکړى خو وروسته دواړه له آسه څخه را کښته سول. د درختي په تنه پوري ئې آس وتړئ. واښه یې ور واچول او درو بي بي ته یې وویل، چي ته د درختي دې سایې ته کښېنه، یو ګړی سا واچوه، زه به ولاړ سم که مي یو ګوله ډوډۍ پیدا کړه چي سره وې خورو.

دور بي بي لاس وو مخ پرېولل. په دې حال کي د لېري څخه د یوې پکي ورته پام سو، چي خوشايي ټوکرۍ یې پر سر وه، دوه منګیان یې په غېږ کي را اخستي وه. څیري پیري کالي یې اغوستي وه. یو تور خیرن پوړنی یې پر سر وو. زړې موچڼي یې په پښو وې او چي لږ به را چابکه سوه نو یوه موچڼه به یې د پښې څخه وختله، بیا به ور وګرځېدله. موچڼه به یې په پښه کړه. د ځانه سره به یې کرار کرار خندل، وروسته ورغله د خوشايي ټوکرۍ یې پر امبار وغورځوله، نژدې یوه واله وه ورغله په خوشایو ککړ لاسونه یې په اوبو کي پرېوله. دواړه منګیان یې د ځانه سره راوړل او دور بي بي ته راغله ستړې مسې یې ورسره وکړه.

دور بي بي خوارکۍ خو ساده وه، څوک یې نه وه لیدلي، چي چالاکي او بیداري ځني زده کي.

پکان خو ډېر پساتیان دي، کرار یې دور بي بي په ډېرو خوږو خوږو خبرو خطا ایستله.

پکي چي ښه ځان په کیسه پوه کړى، نو دور بي بي ته شنه د ژړا ولاړه او وې ویل چي بي بي په ډېرو غوجلو او په منګیانو مي غېږه وسولیدله او د سر وریښتان مي توی سول، نه مي ښه کالي په سترګو ولیدله او نه په نس مړه سولم. دا مي ارمان دئ چي نوي کالي مي اغوستي وای، خو په ټول ژوند مي دا ارمان نه سو پوره، که ته دا خپل کالي یو وار راکړې، چي زه ځان پکښې وګورم چي زه څنګه ایسم، نو ټوله عمر به دي دعا ګویه سم.

دور بي بي چي د پکي دې ژړا او زارۍ ته وکتل، نو زړه یې پر وسو. دلاسا يې کړه او وې ویل چي دا خو دونه لویه خبره نه ده، ته زما کالي واغونده، تر هغو به زه ستا کالي واغوندم او چي باچا راغی، زه به ورته ووایم ښه ډېري پیسې به  درکړي.

دور بي بي د غوټي څخه سابون ورته راو ایستی. پکي ته یې ورکړى. هغې مخ او لاسونه په پرېولل، بیا دور بي بي د جېبه څخه رانجه او مسواک ورته راو ایستل ور یې کړل.

پکي چي ښه ځان پاک کړى، نو دور بي بي خپل کالي ورکړل، پکي واغوستل او د پکي کالي دې واغوستل، وروسته پکي ورته ویل چی راسه خوري په دې اوبو کي وګورو چي ته ښایسته یې که زه.

دور بي بي ورته ویل چي سمه ده. ورته را ولاړه سوه. راغلې اوبو ته، دواړو په اوبو کي سره کتل، پکي دستي دور بي بي اوبو ته ور پوري وهله او پخپله راغله د دور بي بي پر ځای کښېنستله.

باچا چي راغی ښه پلوونه او غوښي یې راوړې او د دور بي بي مخ ته یې کښېښووله او پخپله په چایو پسې ولاړی. پکه چي اوس نو دور بي بي ده د پلوو غوري ته چي یې وکتل پر سترګو یې تیاره سوه او د خدای شکر یې وکښى، چي خدایه شکر چي تا مي ناره واورېده.

د پلو غوري یې په لمن کي کښېښووی، چي کمه دانه توی نه سي. ورجو ته کش سوه او په بل مخ يې خوري. موټ به یې ډکه کړى خولې ته به یې واچوى. د غوښو هډوکي یې هم وچیچل، اخیر یې پر تش غوري ژبه راتېره کړه، پاک یې وڅټئ باچا چي راغی پوښتنه یې ځني وکړه چی دور بي بي څنګه ډوډۍ وه ښه خوند یې وکړى که یا؟

دې ورته وویل: ډېره ستړې سوې یم، اشتها مي نسته دلته یوه پکه راغله، وې ویل چي ډېره وږې یم ډوډۍ خو هغې وخوړله.

باچا ورته وویل: بي بي ښه دي وکړه دا خو د ثواب کار دئ، خدای به ثوابونه درکړي.

وروسته یې چای سره وچښلې، نو باچا ورته وویل چي درځه چي ځو ناوخته دئ.

پکي خپلي موچڼي راوخستلې، موچڼي یې نو داسي زړې او ورستې وې، چي بې حسابه پینې یې ورکړي وې.

باچا ورته وویل چي بي بي دا څه کوې؟

دې ورته وویل: دا موچڼي دي یو غریب مریب ته به یې ورکړم، چي په پښو یې کړې.

باچا ورته ویل چي وې غورځوه، زما نوکران داسي شیان نه په پښو کوي.

پکه خجله سوه او موچڼي یې وغورځولې.

باچا پکه پر آس تر شا سپره کړه او خپلي بنګلې ته یې بوتله، شا و خوا خلک چي خبر سوه چي باچا ښځه راوستله، نو خوشالۍ سوې او دېګونه باندي سول. پکي نو پوړنی د مخه نه ایسته کوى، چي څوک یې دا پک سر ونه ويني او په زړه کي نو سخته خوشاله ده، چي دغه ده، خدای راکړه او دم و ګړی به یې د ځانه سره خندل.

هلته نو د پکي مور و پلار په پکي پسې ګرځي. وطنونه یې پسې غلبېل کړه، خو نه یې کړه پیدا. اخیر یې پلار ارمانونه کول چي ښځه ده، کشکي نارینه وای، نو بیا به هیڅ شرم او پېغور نه وای. دا خو لویه پېغله وه، داسي چنداني شی خو هم نه وه، چي چا به تښتولې وای. اوس که یې مړی پیدا سي هم ښه دئ.

د پکي د مور و پلار څخه یوازي د باچا کور پاته وو، چي نه وه ور غلې، نور یې نو هر ځای په پکي پسې کتلی وو، خو اخير یې د باچا کور ته پام سو او راغله د باچا دروازه یې وټکوله.

پکه پخپله دروازې ته راغله چي ته وا دا به څوک وي؟، چي داسي په زوره دروازه ټکوي.

د پکي پلار ور ږغ کړه، چي زه یم یوه پکه لور مي ورکه سوې ده. ټوله دنیا مي پسې وغوښتله. د ولې پر غاړه یې موچڼي او منګیان پراته وه، خو په خپله نه وه. چا ویل چي باچا هم پر هغه لار تېر سو یوه ښځه هم ورسره وه، ما فکر وکړى، چي کېدای سي چي باچا د خپلي ښځي د مینځتوب د پاره د ځانه سره بېولي وي.

پکي چي دا خبره واورېدله، نو سپاهیانو ته یې وویل چي دغه سپین سترګی بوډا ژر د دغه ځایه څخه وباسئ. دا ځای څه د پکانو دئ. باچا اوس دونه بې عقل دئ، چي پکاني په کور کي ساتي. ځه ورک سه خدای دي په توره تبه مړ که. ته دا ستا پک او پمن صورت وګوره او دلته راتګ وګوره.

د پکي مور و پلار چي دا خبري واورېدې نو ډېر یې زړه شین سو. سپاهیان راغله د پکي مور او پلار یې له هغه ځایه وشړل پسي وا یې خیستل.

چي دوی ولاړه نو پکه سخته خوشاله سوه، چي شکر د دې بلاوو څخه خو خلاصه سوم.

پکي به هیڅ کله پوړنی د مخه نه ایسته کوى. یوه ورځ د باچا ورته پام سو، حیران سو چي پاکه خدایه دا څه کیسه ده، دا خو هلته لکه څراغ داسي بلېدله. دا څه په وسول چي داسي بد شکله سوه، هغه اوږدې څوڼي او دا پک سر.

د پکي چي باچا ته پام سو ژر ژر یې پوړنی پر سر کړى. باچا ته یې وویل هغه ورځ چي مي په واله کي سر پرېولی، لکه چي هغه اوبه خرابي وې، ورېښتان مي پاک ورژېدل.

باچا په زړه کي وویل چي دا چم یې لکه چي پخپله په ځان کړی دئ. خو خیر هر څه چی وي اوس خو مي ښځه ده. د دې کوره یې ایستلای هم نه سم، نو یې پکي ته وویل: خیر دئ بي بي پروا نه کوي، زه به یو طبیب مبیب پیدا کړم، که یې یوه دوا راکړه،  درته را به یې وړم.

په دې منځ کي درې څلور میاشتي تېري سوې. په دې درو څلورو میاشتو کي به هره ورځ د باچا یوه یوه مزدوره د پکي د بد اخلاقۍ د لاسه تښتېدله. اخير په کور کي هیڅ مزدوره نه سوه پاته. یوازي نارینه مزدورانو د کور کار ور کوى.

یوه ورځ باچا پکي ته وویل: بي بي دا ډېر وخت وسو، چي ته هم د کوره نه یې وتلې، زه هم د باچهي د کارو څخه نه خلاصېږم، د یوه بند څخه مي راویستلې، په بل بند کي مي واچولې. دا زما باچهي دي هیڅ ونه لیدله. راځه که دي خوښه وي، نن به دي سیل ته بوزم، ساعت به دي تېر سي.

پکي ورته وویل: چي څنګه ستا خوښه وي. پکي ښه ځان سینګار کړى. د باچا سره پر آس سپره سوله. ښه سیلونه یې وکړه او بیا هغه ځای ته سره ورغله، چي باچا اوله ورځ دور بي بي کښېنولې وه. باچا پکي ته وویل: بي بي دا ځای دي په یاد دئ، چي ما و تا دلې راغلي وو.

پکي ورته وویل: ولي نه باچا صاحبه! تا چي په اوله ورځ زه دلته کښېنولم ته په ډوډۍ پسې ولاړې.

باچا له آس څخه راکښته سو او زړه یې نه وو، چي له دې ځایه څخه ولاړ سي. باچا د ولې پر غاړه یو ډېر ښایسته ګل ولیدئ، پکي ته یې وویل: بي بي دا ګل دي خوښ سو.

پکي ورته وویل: ولي نه ډېر ښایسته ګل دئ. را وې شکوه. ګل به ته د لنګوټې په ول کي کښېږدې. د لرګي څخه به یې کاچوغه جوړه کړو، باچا هم ګل راواخیست. د لنګوټې په ول کي یې کښېښود او د ګل لرګی یې راواخیست نجار ته یې ورکر، چي کاچوغه ځني جوړه کړي.

هره ورځ به نوکران اشپزۍ کوله ډوډۍ به یې پکي او باچا ته ور پخوله. یوه ورځ پکي د ځانه سره ویل چي نن به زه په خپل لاس حلوا پخه کړم، نو ورغله یو من اوړه یې راواخستل. غوړي، ګوړه او بوره یې ور واچول، سره ګډ یې کړل. ډېره وږې سوې وه، هغه د لرګي کاچوغه یې راواخیستله، د حلوا دېګ یې په لړی، خو د دغي کاچوغې څخه یو دم ږغ را ووتى، پکي ته یې ښکنځل او بد رد ویل. حیرانه سوه چي دا څه کیسه ده، خو اخير یې سر خلاص سو چي په دې کاچوغه کي یو پسات سته. خورا درد ورغی چي دا ما ته ښکنځل کوي. اوس به یې علاج وکړم، وروسته یې کاچوغه له دېګه راوایستله، ده نغري په اور یې پسې کړه.

وروسته حلوا پخه سوه له اوره یې را کښته کړه او په یوازي سر یې ډک دېګ حلوا ووهله. ښه یې ځان موړ کړى، باچا چي راغی نو یې ورته وویل چي بي بي څونه تکلیف دي ځان ته ورکړى، خو نوکرانو او مینځانو ته به دي ویلي وای، چي در پخه کړې يې وای.

پکي ورته وویل چي باچا صاحبه خیرات مي منلی وو، ما ویل چي دا ډېر عمر کېږي خیرات مو نه دئ کړی. ښه حلوا به پخه کړم او په خپل لاس به یې ووېشم ثواب لري، ښه دی مسکینان به یې وخوري دعاوي به راته وکړي.

باچا ورته ویل چي سمه ده څنګه چي ته خوشاله یې.

وروسته یو نوکر راغی د نغري څخه یې ایره ایسته کړه، یو یې وړله یو پالېزوان ته یې ورکړه.

پالېزوان کډوان کرل، کله چي یې د کډوانو تخم کری نو یې دغه ایره هم ورسره ګډه کړه، چي کډوان یې زورور او قوتمن سي.

په دې کال د دې پالېزوان ډېر زورور کډوان وسوه، په دې کډوانو کي یو کډو ډېر لوی وو. یوه ورځ باچا د دغه پاليزوان په پالیز کي ګرځېدئ، دغه کډو یې ولیدئ، ډېر زیات یې خوښ سو.

باچا کډو ته رانژدې سو، ښه یې سره واړوى. وروسته یې پالېزوان ته ویل چي هلکه دا خو ډېر ښایسته او غټ کډو دئ، چي څوک یې در څخه یو نه سي دا زما دئ.

باچا چي به د باچهي د کارو او نورو کارو څخه خلاص سو، نو دې پالېز ته به راغی او دغه کډو ته به یې پخپل لاس مځکه پسته کړه، اوبه به یې ورکړې، غرض دا چي پر دې کډو ډېر ګرځېدی.

یو څو عمر چي تېر سو، کډو ښه پوخ سو، یو ورځ باچا ورغی او دغه کډو یې پخپل لاس راوشکوى. کور ته یې راوړی او پکي ته یې وویل چي بي بي ته چاړه راواخله، چي زه دا کډو پخپل لاس در مات کړم او ته یې پخپل لاس را پوخ کړې، نن مي کډو ته ډېره هوا سوې ده.

پکه ورغله چاړه یې راواخیستله باچا ته یې ورکړه، او چي څنګه باچا کډو ته چاړه ور واچوله، نو له کډو څخه ږغ راووتی چي:

کډو په ورو  ورو ماتويه

پکښي ناسته دور بي بي

 د ګل غونچه ده

باچا حیران سو چي دا څه نکل دئ، خو پکه وارخطا سوه. دستي یې د باچا د لاسه چاړه واخیستله. باچا پکه پوري وهله چاړه یې بیرته ځني واخستله او بیا یې کډو ته ورو اچوله. دا وار بیا د کډو څخه ږغ را و وتی چي:

کډو په ورو  ورو ماتويه

پکښې ناسته دور بي بي د ګلو ونه

باچا کرار کرار کډو ماتوى. اوس یې غوښتل چي کډو دوې ټوټې کړي، نو دور بي بي د کډو څخه بیا پر ږغ کړه، چي د خدای د پاره لڅه یم. ما ته داسي یوه جوړه کالي راوړه، چي د پکي ناولي او خیرن لاسونه نه وي ور نژدې سوي.

باچا دستي ولاړ سو. صندوخ ته ورغی او په خپل لاس یې یوه جوړه پاک کالي ورته را واخستل او دور بي بي ته یې ورکړل. دور بي بي د کډو په نس کي کالي واغوستل.

وروسته باچا کډو مات کړى دور بي بي د کډو څخه راووتله. باچا دور بي بي ته وکتل حیران پاته سو او له دور بي بي څخه يې پوښتنه وکړه.

دور بي بي ټوله کیسه ورته وکړه، چي زه پکي په اوبو کي پوري وهلم، هلته یو ګل را څخه جوړ سو. ګل تا د لنګوټې په ول کي کښېښوى او له لرګي څخه یې تا کاچوغه جوړه کړه. کاچوغه پکي په اور پسې کړه، وې سوځله ایره سوم او مزدور یوړوم پالېزوان ته یې ورکړلم، هغه په خپل پالېز کي واچولم.

باچا چي دا کیسه واورېدله نو پکي ته یې ویل چي نور څه نه درته وایم، خو دونه راته ووایه چي اسان درکړم او که د څلورو لارو سر؟

پکي خو اول ډېره ژړا او انګوله وکړه، چي د خدای د پاره ما د کوره مه شړه. زه به دلته د دور بي بي مینځیتوب کوم.

باچا ونه منله اخير پکي ورته وویل چي د څلورو لارو سر نو څه کوم. څلور آسان غواړم چي سپره پر وګرځم.

باچا امر وکړى چي څلور داني تکړه آسان راولئ. مزدورانو هم څلور دانې  تکړه آسان ورته راوستل او د پکي څلور سره اندامونه یې د څلورو آسانو په لکیو پورې وتړل او اسان یې وځغلول.

د اسانو د ځغستلو سره سم پکه څلور ستخه سوه. لاس لاس او پښه پښه سوه، پکه ټوټې او مړه سوه.

باچا او دور بي بي سره پاته سول او پاته عمر یې ښه خوشاله ژوند سره تېر کړى.

کیسه ولاړه کولک ته، زه راغلم تلتک ته.

3 COMMENTS

  1. زه چی کله د فیسبوک په پارک ( ځنګل ) کی ګرځیدم را ګرځیدم نو د مرهون جان ژبه او قلم به می هم مخی ته راغلل، ښه ځوان دی او ښه استعداد لری چی هیله ده همیشه خوښ او بریالی اوسی.
    اما بعد:
    عرض می دا دی چی « دُر » به مناسبه بڼه وی تر (دور ).

  2. سلامونه
    د ځوان استاد مرهون کیسه مې ډیره خوښه شوه .مونږ چې واړه وو یو نوروز ماما مو درلود او مونږ ته به ېې همدا ډوله د ښاپیریو،دیوانو او … قصې حکایه کولې.
    د ښاغلي غ.حضرت غوندې ،زما هم یوې کليمې ته فکر شو: پلنګ او پالنګ!!
    د محمود مرهون استاد د نورو لیکنو په هیله .درنښت

  3. مرهون تکړه استعداد لری خو انګوشتری هم سمه نه ده
    که انګشتری ولیکل شی نو دری کې دغوښې له برخې جلا کیږی
    ځینې نورې املایی کلیمې هم سمون غواړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب