ځای: انلاین
نېټه: 09/06/2024
ګډونوالې: ۱۸
وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند
راپور: محبوبه اکبر
د نورو وختونو خلاف د دې اوونۍ په غونډه کې لومړی مشاعره وشوه چې معصومې غرنۍ، زمزمې غزل، سلګۍ غزل او ملالې کلیوالې پکې خپل شعرونه ولوستل.
وروسته د فهیمې دانش پر دې لنډه کیسه کرهکتنه وشوه؛
ــــــــــــــــــ
دروازه بنده
چغه شوه، استاد وویل؛ ژر کړئ پارچې مو راکړئ، هله انجونو! دینا استاد ته په ژړغوني آواز وویل؛ استاده موږ خو همدا اوس په ازموینې پیل وکړ، تر اوسه مو خپل نومونه هم نه دی لیکلي، استاده مه مو ورخطا کوه بیا مو د سوالونو ځوابونه هېرېږي، استاد خبره ور اوږده کړه وویل: انجونو ژر مو پارچه راکړئ انجونو وویل؛ نه نه استاده نه یی درکوو، استاد رامنډه کړه اول یی له لېمې
پارچه کش کړه، پارچه وشکیدله، دینا ور اوږده کړه؛
استاده ته څه کوې، استاد په ژړغوني آواز وویل وبښه دا امر دی موږ باید هسي وکړو چې له پورته موږ ته ویل شوي.
ټولو حیران حیران یو بل ته وکتل، خو چا خاص عکس العمل ښکاره نه کړ، استادې وویل؛ نن مو وروستۍ ازموینه ده
انجونو وویل؛ موږ خو په ورقو کې څه نه دي لیکلي او د سبا ازموینه مو هم پاتې ده.
استاد بصیرې وویل؛ تاسو تشویش مه کوئ موږ سل سل نمرې درکوو، دینا ورته وویل استاد زموږ نمرې نه دي پکار زموږ چې څه زده نه وي نمرې به څه کړو؟
په دې خبرو کې وو چې دروازه خلاصه شوله استاد لیلما وویل؛ هلئ ژر له صنفه ووځئ چې طالبان راننوتل د پوهنتون حویلۍ له طالبانو ډکه ده، ټولو چغې کړې وحشت جوړ شو، هر یوه هڅه کوله چې له پوهنتونه ځانونه بهر کړي کله چې دوهم پوړ ته ښکته شولو دا لویه دروازه کې د انجونو شور وه ځای نه وه کڼه ګوڼه زیاته وه لاره نه وه چې څوک بهر ووځي، ټولو استادانو ژړل، د انجونو د ژړا آواز لوړ و.
خورشید او نوریه دوی د مدیر خونې په لور منډه کړه کله یی چې دروازه خلاصه کړه ویې لیدل چې یو شمېر طالبان
په خونه کې ناست دې او ټوپکونه ورسره دي، بېرته په ناهیلو قدمونو سره له خونې راووتلې، د استاد بصیرې مخې ته ودرېدلې ورته یې وویل؛ پرونۍ ازموینه مو د فیس د نه ورکولو له امله پاتې شوه او دا نن ازموینه مو داسې شوله، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې په ژړغونې آواز یې وویل؛ ستادې موږ چاته وژاړو؟ چاته فریاد وکړو؟ زموږ غږ څوک اوري؟ استادي پر خپلو وچو شونډو لمده ژبه تېره کړه ویې ویل؛ په څه کې مو چې خیر وي الله دې هغه موږ ته پېښ کړي.
پر ماتو قدمونو له دې استادې لاړې بلې استادې ته ودرېدې، خو هڅه یې بېځایه وه، منډو یې هیڅ کومه ګټه و نه کړه، بهر ووتلې بهر هم یو شمېر لینچرې ولاړې وي، مسلح طالبان پکې ناست وه او دروازه کې هم بعضې ولاړ و، بهر ته د وتلو لاره نه وه سم قیامت ورځ وه چې په ژوندوني مو ولیدله.
د طالبانو مشر چې خړې سترګې یې وې او خیرن وېښتان یې پر اوږو پراته و وویل؛ بهر ووځئ، لاړ شئ کورونو ته مو. هیڅ نفر هم د خبرو کولو جرئت و نه شو کړلای یوازې اوښکې وې چې د ټولو په رېوانونو یې سېلابونه جوړ کړي وه بیا یې وویل؛ ژر ژر په یوه دقیقه کې باید پوهنتون خالي شي. منډو زور واخست هر یوه هڅه کوله چې د خپل کور لاره ونیسي خو طالبانو نیم ساعت وخت ورکړ د
بهر وتلو. محصلین زیات وه په دروازه کې ځای نه وه څو شېبې نه وې تېرې چې دروازه یې د انجونو په لوري وتړله نیمې انجونې بهر ووتلې او نیمې دننه پاتې شوې.
د محصلینو رنګونه ژېړ واوښتل ووېریدل، حیرانې پاتې شولې چې اوس څه وکړي؟ وویرېدل چې هسې نه اوس انفجار وشي یوې محصلې چغه کړه وویل؛څه کوئ موږ پرېږدې چې کورونو ته لاړ شو زموږ ازموینې مو په نیمه کې پرېښودلې، خدای مو ووهه، دا خیرن مخونه مو خاورې شه!
یوه طالب چې سره خولۍ یی په سر وه د جلۍ په لوري په تورو سترگو وروکتل، پوزه یی پورته کش کړه په تروه ټنډه یې ددې جرئت ته یوه نرۍ مسکا وکړه او د دې په لوري یی په خیرنو سترگو وروکتل جلۍ ووېرېدله ژر یی کوز ځمکې ته وکتل، پر خپل جرئت ووېرېدله.
څو شېبې وروسته ور پرانیستل شو هر محصل د خپلو هیلو بوج سره د خپلو کورونو په لور مات مات قدمونه واخستل او په نه زړه له پوهنتونه ووتل.
استادان هم له محصلینو سره یو ځای له پوهنتونه ووتل، تنها نه وه یوازې ژړا ورسره ملګرې وه کومې موخې او هدفونه یی چې درلودل له خاورو سره خاورې شول ښځه اوسېدل په افغانستان کې یو لوی جرم دی، شرم دی، د ښځو حق او حقوق نه ورکول کېږي، د ښځو له احساساتو
سره لوبې کول دوی ته ډېر اسانه دي، لومړی یې ښونځي بند کړل دا دی اوس وار د پوهنتون دی.
دا وحشت نه دی نو څه دي چې ناڅاپه دا ټپه د زړه له سوخته رایاده شوه؛
طالبه څه لوبې دې وکړې
په ښکلو جنکیو دی بند کړل پوهنتونونه
ــــــــــــــ
د کره کتنې په برخه کې لومړی معصومې غرنۍ داسې وویل؛ فهیمه جانې پر ډېرې مهمې موضوع لیکل کړې دي. فکر کوم ضرور نه وه چې د کیسې په بڼه دې ولیکل شي، ځکه داسې ښکارېده لکه یو راپور. نومونه او کریکټرونه ډېر پکې راټول شوي دي، ممکن د خاطرې په بڼه ډېره ښایسته ولیکل شي.
عادله ستانکزۍ:
ما د فهیمه جانې نورې کیسې هم لوستې دي ښایسته کیسې لیکي. د دې کیسې لپاره یې هم ډېره ښه موضوع انتخاب کړې، ښه هڅه یې کړې ده. لیکوالې غوښتي چې د نجونو پر حالت لیکل وکړي چې ډېره مهمه موضوع ده. ګومان کوم پر دې کیسې باید لږ ډېر ژور فکر او کار وشي. مثلا، “دروازه بنده شوه” زه نه پوهېږم دا د کیسې نوم/عنوان دی که د کیسې پیل؟ د فعلونو تکرار د کیسې نثر یو څه بې خونده کړی دی. مثلا، “استاد وویل” څو ځلې سر په سر تکرار شوی دی. د مکالمې لپاره ممکن له “-” نه استفاده وشي.
شفیقه خپلواک:
د کیسې پیل ډېر ښه دی، تلوسه لري خو وروسته له څو جملو وروسته کیسه له کیسه توبه وتلې ده. باید ډېرې کیسې ولولي او ډېر مواد وګوري. ممکن دا لیکنه یوه خاطره شي. هم هغه عمومي خبره چې په کیسه کې باید ډېر شیان وښوول شي، صحنې انځور شي، کرکټرونو ته دقت وشي. خو په دې کیسه کې یوازې روایت شوی دی، لکه یو راپور. کریکټرونه پکې ډېر دي د دومره لنډې کیسې سینه ورته تنګه ده. د کیسې د پای جملې په کیسه بېخي اضافي دي، او داسې دي لکه د مقالې جملې چې وي.
هیله پسرلي:
فهیمه جانې پر ډېرې سختې موضوع لیکل کړې دي. کله چې غم تر قلم لوی شي لیکل پرې سخته کېږي. که نن سبا لیکل نه شئ کولی یا هغسې لیکل نه شئ کولی څرنګه چې مو زړه غواړي لطفا ځان ملامت مه احساسوئ. ما د خپل ژوند تر ټولو سخته، اوږده او په ډېرو حسابو بیکاره کیسه د ښوونځیو د تړلو پر حادثې لیکلې ده. علت یې دا دی چې دا موضوع مې ځوروي او دومره ډېره مې ځوروي چې هر ځلې فکر پرې کوم قلم مې جام شي. فهیمه جانې ته د دې هڅې مبارکي وایم. اصل کار دا دی چې د نن سبا انځورونه او احساسات خوندي کړو که نن نه وي سبا به په یوې ښې کیسې بدل شي خو که یې یاداښت نکړو ممکن وروسته مو فکر او احساس بل ډول وي. فرضا که فهیمه جانه له نن نه لس کاله وروسته وغواړي پر دې موضوع یو ناول ولیکي همدغه لیکنه او نور یاداښتونه به ورته بهترین خام مواد وي.
په لنډو کیسو کې د کریکټرونو زیاتوالی د کیسې د کامیابۍ چانس کموي. زه که د ننۍ غونډې په اړه له بلې بهیروالې سره غږېږم ممکن یوازې ووایم چې ګلالۍ داسې وویل، یا شفیقې داسې کړل. خو که زه غواړم د بهیر دا بحث لنډه کیسه کړم باید کریکټرونه لوستونکو ته ور وپېژنم؟ څوک دي او ولې دي؟
وږمه سبا عامر:
اجمل پسرلي یو وخت راته ویل: زموږ پښتو کیسه لکه د افغاني کمیسو ټټر داسې دی، که زرتار او ګلان منظم پکې ایښي وي، ډېر ښایسته ښکاري. پښتو کیسه لکه ګڼد داسې دی. تلوسه، ډیالوګ، موضوع او هر څه یې باید لکه ګلان او زرتار سره نښتي او منظم وي. داسې نه وي چې یو ځای زرتار وکاروې، بل ځای یوازې هینداره پاتې وي. هره ښه کیسه لکه ښایسته ګڼد د عناصرو ترمنځ یې باید توازن وي.
شپون ابا (استاد شپون) به راته ویل: ” کیسه هغه وخت کیسه ده چې لیکوال خپله خوند ترې واخلي. کومه کیسه چې تاته خوند نه درکوي هغه خلکو ته مه وړاندې کوه.” ځوانو لیکوالو ته زما مشوره دا ده چې خپله کیسه بیا بیا ولولئ او تر هغو کار پرې وکړئ چې په زړه مو برابره شي.
ډېره مهمه ده چې تر لیکلو لوستل ډېر وشي. له پخوا سره په پرتله اوس بیخي ډېر امکانات شته. انلاین تقریبا د پښتو ټولو کیسو ته لاس رسی شته. کله چې نور لیکوال لولئ د کیسې له ژبې سره بلدېږئ اوس خو غږیزې کیسې هم ډېرې شوې دي چې د کور د کارونو او بوختیا په وخت کې یې هم اورېدلی شو. زه د ایمل پسرلي غږیزې کیسې اورم او له هماغې کیسې سره روانه یم.
د فاطمه جانې لیکنه تر ډېره حده د یو کمزوري راپور په بڼه ده خو کیسه لیکواله د هغه ماشوم مثال لري چې تر څو په ځمکه ونه لوېږي تګ نه زده کوي.
ناجیه نجات:
زه فکر کوم دا نوم د کیسې لپاره مناسب نه دی، ځکه چې لوستونکی فکر کوي دا د کیسې پیل دی. د دې لپاره چې د کیسې په اصولو برابره شي لږ نور کار هم غواړي. د ګرامر له لحاظه ځینې جملې هم نامناسبه دي، باید ځینې جملې لنډې او روانې وای. مثلاً د “استاد” کلیمه ما فکر وکړ نارینه استاد دی، خو وروسته یې له نومه پوهه شوم چې استاد نه استاده ده. د کیسې تلوسه کمزورې ده، ما چې لوستله ژور احساس یې رانه کړ. هغه شېبه چې نجونې وایي پوهنتون بند شو د ځان ژغورولو غم له موږ سره و، د امتحان غم له چاسره نه و.
نظیفه ستانکزۍ:
په لومړیو کې ځینې لیکوال ډېر په جذبه کې وي. ما په تېره غونډه کې تجربه کړل. اغلې نعیمې غني او اجمل پسرلي ته مې خپله بله کیسه هم ولېږله، بیا پوهه شوم چې څومره ډېرې ستونزې یې لرلې. دا کیسه د یوې لوستونکې په صفت ماته ډېر پراګنده وه. که د کیسې سر ښایسته ولیکو همداسې دوام ورکولای شو خو که سر یې ښه نه وي ممکن څوک یې ونه لولي. د لنډې کیسې اصول باید په هره کیسه کې مراعت شي، باید نوښت وي، کرکټر وي او راټوله موضوع وي. بیا هم په پای کې فهیمې جانې ته د کیسې مبارکي وایم.
کامله عزیزي:
لومړی د کیسې پیل دی چې باید په یوه واضح مکالمه یا منظره پیل شي. دلته چې استاده په لومړی وایي “ژر شئ پارچې مو راکړئ” داسي ښکاري چې د امتحان اخېره ده، نو لوستونکی دومره نه ور جذبوي. که لومړی سر یې داسي شي زما په نظر ښه به وي؛
په صنف کې چوپه چوپتیا وه، د نجونو سرونه ځوړند و، ټولو پارچو ته کتل، دوی دومره بوختې وې چې حتی د صنف د دروازې خلاصېدو ته یې هم پام نه شو. نوې راغلې استادې ناره کړه؛
هلئ هلئ نجونو ژر شئ پارچې مو راکړئ!!!
بل که استاده په غیر معمولي وخت کې پارچه غواړي محصل ژړغونی کېږي نه، بلکي حیرانېږي دلته باید دینا په حیراني پوښتنه کړې وای، نه په ژړا!
په کیسه کې تلوسه، رواني او اساني کیسه خوږولای شي، خو دلته بېخې ډېرې جملې اضافي دي، مثلاً “استادي پر خپلو وچو شونډو لمده ژبه تېره کړه” نو ژبه خو وي لمده!
د کیسې د لیکلو اړخ ډېر مهم دی، خو په دې کیسه کې دومره ورک دی چې لوستونکی بېخې ګډوډوي. لومړی کیسه د ټول صنف ده، موږ دینا نه پېژنو خو دا استادې ته دوه درې ځله ځواب ورکوي، دلته لوستونکی فکر کوي چې دا د کیسې اصلي کرکټر دی، خو وروسته ورکېږي، یا باید دینا د کیسې اصلي کرکټر وای، یا کیسه عمومي وای چې
یوې محصلې وویل.
د دوی تر څو مکالمو وروسته کیسې بېخې داستاني بڼه بایللې، لکه خبري راپور چې لیکل شوی یا یو چاته هسي کیسه کوو چې زموږ په پوهتنون کې داسې پېښه شوې وه.
د کیسي موضوع د کیسې لپاره بېخې مناسبه ده ځکه په کیسه کې راټولېدلای شي، خو په دې کیسه کې ډېرو کرکټرونو او بېلابېلو حالتونو راټوله څه چې ښه پسې شیندلې ده.
دا کیسه د فلمونو تر اغېز لاندي ښکاري، ځکه خپل د سترګو لیدلی حالت هم د فلم پر برابر بیان شوی، مثلاً د طالبانو مشر چې خړې سترګې او ببر خېرن وېښته لري، مګر په اوس وخت کې د طالبانو څېرې دغسې نه دي، ما چې دلته څه ولوستل د هندي فلمونو یو ترهګر مې سترګو ته ودرېد.
په اخېره کې دا لیکي چې محصلن مات زړه او د هیلو له بوج سره له پوهنتونه ووتل، دا باید تشریح وای څنګه مات زړه؟ یو بوج هیلې څه مانا؟ لنډه کیسه باید دومره لنډه نه شي چې هدف دې ترې وایستل شي.
د دې کیسې وروستۍ برخه بیا بېخې سمېدو ته ضرورت لري، له کیسې بېخې بېله ده او څوک فکر کوي د لیکوال خپله تبصره ده.
احمدي صیب د غڼې ځاله کې د ښځو د حقونو په اړه
بېخې ډېرې خبرې کړې، خو څوک ځکه نه وروسره ستړی کېږي چې د ناول مرکزي کرکټر “طاهره” یې درته کوي. که دا خبرې یوې محصلې بلې ته کړې وای یا یې په کور کې ویلي وای او یا یې د یاداشت په کتابچه کې لیکلې وای نه غمېدلې او نه به له کیسې بېلې ښکارېدې.
په افغانستان کې له ښځو سره اوسنی حالت ډېر سخت دی، موږ غواړو چې په ادبیاتو کې هم پام ورته وشي، چې دا یو ښه کار دی، ځکه غم که هنري شي ټول ورسره عاطفي کېږي.
مګر وچ په زور په ادب کې اوسنی وضعت ورداخیلول عاطفه خو نه راپاروي نه راپاروي، بلکې له شعره، کیسې او لنډۍ هم زړه در توروي او غمېږي، د دې کیسې د پای لنډۍ یې یو ښه مثال دی.
واورینه مومند:
کله چې ما کیسه ولوستله، نو دا خبره مې ذهن ته راغله چې که په پښتو کې یوه کیسه لیکو د پښتنو لپاره یې لیکو، نو باید سوچه پښتو ولیکو، پښتو لغاتونه وکاروو، په دې کیسه کې ډېرې کلیمې د نورو ژبو وې.
د بهیر په غونډو کې د نازو پسرلی دا لومړی ګډون و او د بهیروالو له کرکتنې وروسته یې وویل:
ډېر عالي بحث مو وکړ. کیسه باید له لیکلو وروسته څو ځلې ولوستل شي. له ځانه سره لوستل او د کیسې بیا بیا ایډیټ ډېر مهم دی. که دا کیسه د اغلې فهیمې لومړۍ کیسه وي نو خامخا به ستونزې هم پکې وي. زما په باور کله چې د ځوانو لیکوالو پر کیسو بحث کوو د نقد تر څنګ باید تشویق هم وي. د لیکوالۍ په پیل کې تشویق ډېر اړین وي. داسې نه چې څوک خفه شي یا یې زړه مات شي؟
شفیقه خپلواک:
نازو جانې ډېره مننه چې غونډو ته راځې او خپل نظر شریکوې. موږ باید لومړی تا او ځینو نورو هغو دوستانو ته چې نوې راغلې د بهیر په اړه مالومات ورکړي وای. عموما زموږ د کره کتنې په برخه کې لیکواله یا شاعره حاضره وي. فکر کوم دا لومړۍ غونډه ده چې په غیاب کې یې کره کتنه کوو.
په لومړیو کې د بهیر غونډې داسې نه وې چې ډېرې ډاډه دې ټولې وغږېږي، دا اوسنۍ فضا د ډېرو هڅو پایله ده. دلته ټولې راځو چې یو څه زده کړو، خو زه فکر کوم په کومه خبره کې چې اخلاص وي بده نه لګېږي، دلته ټولې پوهېږي چې کله کره کتنه کېږي که هر څومره سختېږي هم اخلاص شته. او هڅه دا ده چې له نویو لیکولانو او شاعرانو سره کومک وشي، تجربې شریکې شي چې څرنګه یې لا ښه کولای شي. تېره اوونۍ موږ همداسې کره کتنه د نظیفې ستانکزۍ پر کیسې وکړه او نن هغې وویل چې د کیسو د نقد برکت دی چې سمون پکې راوستلای شو؛ نو ډاډه غږېږه. دا نجونې دومره تکړه، او پیاوړې دي چې ټول نقدونه او نظرو په سړه سینه زغمي.
وږمه سبا عامر:
نقد یوه ډېره ښه موقع او فضا ده. موږ باید د کره کتنې زغم ولرو. د ډېرو ښو کیسه لیکوالو لپاره هم ډېر ښه ځای دی چې څنګه ښه نقد وکړو. کومه کمبودي چې موږ په ښځینه نثر لیکوونکو کې لرو، پر نقد پوره کېږي.
نجونې به روزل کېږي، دوی به بهترینې کیسه لیکوالې وي، موږ ته ډېر د ویاړ ځای دی چې له دوی سره مرسته وکړو او خپلې تجربې ورسره شریکې کړو. موږ یې له یوې بلې زده کوو هر څوک پخپل مزل روان دی. هېڅوک هم د چا ځای نه نیسي.
غونډه د ګلالۍ مومند له دې خبرو وروسته پای ته ورسېده: زما پر کیسه چې کره کتنه کیدله، پر ما بده نه لګېده او یو چانس و چې د خپلې کیسې په اړه ډېر څه زده کړم.