جرګې نه یوازې دا چې زمونږ په تاریخ کې قدامت لري بلکې تقدس هم لري. په بله خبره که جرګې له یوې خوا تاریخي مخینه لري نو له بلې خوا ورته خلک د تقدس او پاکوالي په سترګه هم ګوري، همدا علت دی چې تر ډېره د جرګو او مرکو پرېکړې د خلکو لپاره د تطبیق او درناوي وړ وي.
په خیبر کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له خوا را بلل شوي لویه جرګه په معاصر تاریخ کې د کیمیت او کیفیت له اړخه بې مثاله وه.
په دې لویه جرګه کې د سیمې د پښتنو د بیلا بیلو قومونو د استازیو ترڅنګ د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو د استازیو او مشرانو شتون دا جرګه له هر اړخه پیاوړي او غښتلي کړي وه.
د معاصر تاریخ یو ځوان مشر ښاغلي منظور احمد پښتین وکولای شول چې په سیمه کې د پښتانو خوارې ورې قبیلې او قومونه د یوې مشترکې موخې او هدف لپاره سره را غونډ کړي، هغه کار چې لسګونه کاله مخکې باید شوی وی.
د جرګې ګټه یوازې دا نه وه چې بیلا بیلې قبیلې او جوړښتونه یې سره یو ځای کړل بلکې د جرګې ګډونوالو ته یې د زړورو پرېکړو او خبرو جرات هم ورکړ.
سره له دې چې د پنجاب ریاست په ټول ځواک او قوت له هرې ممکنه وسیلې په ګټه اخیستنې سره هڅه وکړه ترڅو جرګه له ناکامۍ سره مخامخ کړي او بالاخره د جرګو په قبر د تل لپاره د مرګ میخ ووهي.
مګر ځوان او ځیرک انسان منظوز په ډېرې زړورتیا او ځیرکتیا سره ګامونه پورته کړل، د پنجابي ریاست د هڅو پر وړاندې لکه غر ودرید، ښاغلي منظور هم دا درک کړي وه چې، د دې جرګې ماته به د ټول پښتون قوم ماته وي او بیا به هیڅکله سره یو ځای او یو موټی نه شي.
د منظور ترڅنګ د زړورو قبایلي مشرانو زړورتیا او د منظور سره اوږه پر اوږه ودریدل هم د پوره ستاینې وړ دي. له یوې خوا په دومره لوی تعداد سره په جرګه کې د خلکو ګډون د جرګې او پښتون ژغورنې لویه لاس ته راوړنه وه او له بلې خوا په منظور باندې د دومره زیاتو خلکو را جمع کیدل د جرګې او پښتون ژغورنې د غورځنګ ستره بریا وه.
دې جرګې نه یوازې په پښتون قوم کې د ښاغلي منظور محبوبیت زیات کړ بلکې په ټول پښتون قوم کې یې د زړورتیا او د ظالم پر وړاندې د ودریدو روحیه پیاوړي کړه.
دې جرګې د پنجاب ریاست ته ښکاره پیغام ورکړ چې نور نه د دې قوم حقوق خوړلی شې او نه هم نور دا قوم ستا د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې چوپ پاتې کیدلی شي.
د جرګې زړورو پرېکړو دا وښوده چې دې جرګې په رښتیا هم پښتون قوم ته فکري قوت ورکړ او آن له خپل زور او قوت خبر شول.
دا چې د پنجاب ریاست وخت په وخت پښتون قوم په خپلو منځونو کې په بیلا بیلو قومي مسایلو بوخت ساتلی دلیل یې هم همدا دی/و چې دوی درک کړي وه چې که دا قوم متحد کیږي او مشترک غږ پیدا کوي بیا یې مخه نیول ستونزمن او مشکل دي.
د جرګې بله لویه لاس ته راوړنه دا ده چې، د پښتون قوم د ستونزو او مشکلاتو انځور یې نړیوال کړ، هغه قوم چې د پنجاب ریاستي میډیا به د ترهګر په نوم نړۍ ته ور پیژندل دې جرګې د یو مظلوم او محروم قوم په عنوان نړۍ ته ور وپیژندل.
د جرګې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا هم وه چې د ډیورنډ د فرضي کرښې ادعا او دعوا یې په حقوقي لحاظ بیا خوندي کړه، د کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتني قبیلو او پرګنو دا کرښه فرضي او کرغیړنه وبلله کومه چې په حقوقي لحاظ زمونږ د ادعا لپاره یو ستر سند دی.
په ټوله کې جرګه بریالی او موفقه وه. د لویو بریاوو او موخو د تعقیب لپاره ډېر مهم او زړور ګام و. په دې هیله چې پرېکړې یې تعقیب او د عملي کولو هڅه یې وشي.
استاد میرولي جان لکڼوال