د کابل پوهنتون د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه، د ماسټرۍ پروګرام، دویم سمسټر
لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی
ترتیبونکی: محمد جاوېد بریال
کال: ۱۴۰۳ل.ل
لنډيز
د وینا چار نظریه چې په انګليسې کې ورته (Speech act theory) وایي؛ داسې نظریه ده، چې د ډېسکورس شننې په تکوین او بشپړتابه کې او د چاروالې په منځته راتګ کې یې لویه ونډه درلوده.
په دې نظریه کې په دې اړه خبرې شوې، چې داسې جملې شته چې نه کوم وضیعت راته تشریح کوي او نه کوم خبر راکوي؛ بلکې په دې ډول جملو کې د وینا د یوې ټوټې په واسطه یو عمل ترسره کېږي، لکه:
۱ــــ زه خپله ځمکه د احمد په نوم کوم.
که پورته جملې ته ځیر شو، نو په دې جمله کې یو ډول عمل ترسره شوی دی او هغه دا چې ځمکه یو چا ته ور کول کېږي، لکه یو فزیکي شی چې چا ته ورکول کېږي.
دغه نظریه په (۱۹۳۰م) کال د لومړي ځل لپاره جان آستین رامنځته کړه.
د وینا عمل په اړه هم د لومړي ځل لپاره آستین او جان سرل خبرې و کړې. او ویې ویل چې د مکالمې هره ټوټه د اطلاعاتو پر لېږد سربېره د خپلې ترسره کړې دندې له مخې هم ارزولای شو. په اصل کې مکالمه د ارتباطي عمل یوه بڼه ده.
بن وینست په ژبه کې د ذهنیت د اثبات لپاره فعلونه په دوه ډوله وېشي: یو هغه دي، چې یوه بهرني فزیکي عمل ته اشاره کوي؛ لکه: زه ځم یا هغه ځي. خو ځینې داسې فعلونه دي، چې هممهاله عمل او وینا ده او وینا پرته نه شي موجودېدای، لکه؛ زه انګيرم چې استاد به راغلی وی یا زه لوړه کوم چې دروغ به نه وایم. په دې ډول فعلونو کې د ویناوال ذهنیت روښانه کېږي او د ویناوال لپاره یو ډول انتزاعي مفهوم لري.
استین په خپل کتاب (How to do thing with words) کې د دوه ډوله بیان توپیر کړی دی: یو خبر (Constaive) چې سم یا ناسم وي او په اصل کې توصیفي وي، دویم ډول ته یې ترسرېدونکی (Performative) وایي، چې په یوه نه یوه بڼه له یو عمل سره تړلی دی، لکه: زه خپل کور د پلاني په نوم کوم یا شرط لګوم چې سبا به لمر را خېژي. دآستین په اند په دې کې یو ډول نه یو ډول عمل موجود دی.
د آستین ویناوې مو متوجه کوي، چې وینا په خپله یو عمل دی.
ترسرېدونکي فعلونه هغه فعلونه دي چې په جملو کې د دې ډول په فعلونو په راوړلو سره ویناوال یوه کړنه یا عمل ترسره کوي. مثلاً: کله چې قاضي مجرم ته وایي؛ زه تا په پنځه کاله بند محکوموم. نو په دې جمله کې وینا تر څنګ یو عمل هم ترسره شوی دی.
سرل وینايي کړنې په پينځو ډولو وېشلې دي: اعلاني/ تقریري، توصیفي، احساساتي، امري یا اشاروي او ژمنهورکونکې وینايي کړنې.
سریزه
د هر علم وده او پراختیا په ژبې پورې اړه لري، ژبه یوه داسې وسیله ده، چې د نړۍ ټول علوم ور پورې اړه لري او د دوی پرمختګ د ژبې له پرمختګ سره تړلی دی. په کومو هېوادونو کې چې ژبې ته ډېر کار شوی دی، د لوړ فرهنګ، اقتصاد، سیاست، تاریخ، کلتور او تهذیب خاوندان دي.
په کومو هېوادونو کې چې ژبې ته کار نه دی شوی او خپلې ژبې ته یې ارزښت نه ورکړی؛ نو د نورو علومو په برخه کې همداسې ورسته پاتې دې او د ټیټ فرهنګ، کمزوري اقتصاد او د ګڼو ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دا چې اوس په عمومي توګه ډېرو پېژندل شویو ژبو تر ډېره زیاته حده پورې وده او پراختیا موندلې ده؛ د پیاوړو ژبپوهانو، ادیبانو او ګرامر لیکونکو د هڅو او کوښښونو پایله ده او هېڅ ژبه په خپله وده او پرمختګ نه شي کولای؛ بلکې د هغې ویونکي دي چې د خپلې ژبې په وده او پرمختګ کې هڅې او کوښښونه کوي او خپله ژبه غني کوي. پر موږ هم لازمه ده چې د خپلو استادانو تر لارښونو لاندې خپلې ژبې ته نه ستړې کېدونکې هلېځلې وکړو او خپله ژبه د نورو ژبو سره همسیاله کړو.
څرنګه چې زیات شمېر ژبپوهانو د ژبو د دندو او د پوهولو او راپوهولو په اړه خپلې نظریې وړاندې کړې دي، نو ما هم (د وینا چار د نظریې پر بنسټ د پښتو ترسرېدونکو فعلونو ځېرنه) په اړه خپله مقاله ولیکله. په دې مقاله کې مې د وینا چار نظریه، د وینا عمل، د وینا ډولونه، ترسرېدونکي فعلونه او د وینايي کړنې ډلبندۍ په اړه معلومات را ټول کړي. نو که کومه تېروتنه یا کمی پکې و، هېله کوم چې را سره مرسته وکړئ او د تېروتنې بښنه به کوئ.
د وینا چار د نظريې پر بنسټ د پښتو تر سرېدونکو فعلونو (Performative) ځېرنه
د وینا چار نظریه: چې په انګلېسي کې ورته (Speech act theory) وایي؛ داسې نظریه ده، چې د ډېسکورس شننې په تکوین او بشپړتابه کې او د چاروالې په منځته راتګ کې یې لویه ونډه درلوده.
جان آسټین د آکسفورډ پوهنتون فیلسوف لومړنی کس و، چې په (۱۹۳۰م) کال کې یې دا نظریه وړاندې کړه.
یوه خبري جمله تل د یوه ځانګړي وضیعت یا حقیقت د بیان او تشریح لپاره کارول کېږي. آسټین ویل چې داسې ډېرې خبري جملې شته، چې نه کوم وضیعت راته تشریح کوي او نه کوم خبر را کوي او نه د خبري بیان لپاره تولیدېږي؛ نو د دې جملو د سموالي او ناسموالي په اړه بحث کول خوشی کار دی. په دې ډول جملو کې د وینا په ټوټه کې د ځانګړي کار ټول ترسراوی یا یوه برخه راځي؛ لکه لاندې جملې:
۱ـــــ زه خپل ورور ته ساعت په میراث پرېږدم.
دا جمله دهغو خبرو یو ډول دی چې په وصیتلیک کې لیکل کېږي.
۲ــــ زه شرط درسره وهم، چې سبا به باران وشي.
۳ــــ زه قول درسره کوم، چې کور ته په ټیکسي کې ځم.
که چېرته پورته جملو ته ځیر شو، نو دغه جملې په خپله یو ډول عمل ښیي. د وینا د یوې ټوټې په ویلو سره ویناوال شرط وهي او یا ژمنه کوي، خو دی دا نه راښيي، چې خبره یې سمه ده که ناسمه؛ ځکه چې نه کومه پوښتنه شوې او نه کوم فرمان کېږي، بلکې په دې ټوټې سره یو ځانګړی عمل ترسره کېږي.
آسټین وایي چې په مناسبو موقیعتونو کې د دغسې جملو په بیانولو سره یې مطلب دا نه وي؛ چې په هماغه شېبه کې غواړي هغه کار وشي. آسټین دغسې خبرې د ترسراوي جملې بولي او له هغو قطعي جملو څخه یې رابېلوي، چې یو واقیعت بیانوي یا یو وضیعت تشریح کوي. د ده په اند یوازې قطعي جملې سمې یا ناسمې کېدای شي. کړنې (عملونه) یا د خوښې یا نا خوښې وي یا ښې او یا بدې وي.
دی دا دوه ډوله خبرې له دوو بېلابېلو لوریو ارزښتمنې ګڼې:
الف) د قطعي خبرو ارزښت د سموالي او ناسموالي له پلوه.
ب) د کړنو ارزښت د ښه والي او بد والي (خوښې او نا خوښې) له پلوه.
د موافقو یا د خوښې د کړنوالو خبرو معیار دا دی، چې د دغسې جملو شرایط پکې بیانېږي؛ نو باید مناسبې وي، مطلب باید خاص شرایط وي یا پېښ شي.
کړنوال (ترسرېدونکي) فعلونه هغه کړنې بیانوي، چې د عبارت یا جملې په ویلو سره ټول یا یو څه ترسره کېږي؛ لکه دا فعلونه: ژمنه کوم، بیانول یا ویل).
خو قطعي فعلونه هغه کړنې راښیي، چې له وینايي ټوټې بېل وي؛ لکه: ګرځېدل، ویدېدل او ….
آسټين د وینا په پروسه کې د فعل او بیا جملو چار را په ګوته کوي. وايي «فعل» په ډېرو مواردو کې یوازې د اطلاعاتو بدلول را بدلول نه دي؛ بلکې پخپله کړنه ده. مثلاً: کله چې څوک ووايي«بښنه غواړم.» د بښنې کړنه یا عمل ټیک په هغه شېبه کې ترسره کېږي؛ چې هغه کس دا جمله له خولې راباسي، تر هغه مخکې نه؛ په دغسې مواردو کې «ویل» «کړل» دي او ویناوال له خولې د دې جملې په راایستلو سره کړنه ترسره کوي. آستین دغسې فعلونه کړنوال (ترسرېدونکي) فعلونه بولي او له هغو قطعي جملو یې رابېلوي، چې یو واقیعت بیانوي یا یو وضیعت تشریح کوي (حمیدزۍ، ۱۳۹۸، ۸۰مخ).
سېرل په (۱۹۷۵م) کې «د غیري مستقیمې وینایي کړنې ویونکي د موخنې مانا او د جملې د مانا تر منځ توپير لري.» په نامه یوه لیکنه وکړه. په استعارو، پېغورونو، کنایو او اشارو کې دغه دوې ماناوې په بېلابېلو ډولونو وبله بېلېږي؛ مثلاً: په یوه ټکي په ټکي خبره کې د ویونکي موخه ټیک هماغه د جملې مانا ده، نو موخه یې د جملې له مانا سره مطابقه ده.
خو په یوه استعاري خبره کې ګړېدونکی غواړي، چې د مستقیمې کړنې پر ځای له نامستقیمې کړنې کار واخلي، لامل یې د ادب مراعاتول دي. په بله وینا د «کولای شې» غوندې عبارت د ویونکي نامستقیمه غوښتنه ده، د مخاطب پر وړتیا پوهېدل نه غواړي، بلکې مخاطب د غوښتنې په منلو یا ردولو کې آزاد پرېږدي.
لنډه دا چې وینا چار د نظریې په راتګ سره د ژبنیو مطالعاتو یو نوی اړخ زیات شو او دوه اړخیزه مانا پوهنه يې په درې اړخېزه موخپوهنه بدله کړه، چې تر دې مخکې په دوه اړخېزه مانا پوهنه کې د ژبنیو توکو د منښت څېړنه له ټولنیزو او چاپیریالي شرایطو او وضیعت څخه بېله ناشونې وه، نو یوازې د درې اړخیزې موخپوهنې په چوکاټ کې د دې توکو د منښت په اړه غږېدای شو. واقیعت دا دی چې په ژبنیو څېړنو کې د دې اړخ زیاتېدل د ډېسکورس شننې (د ژبنیو توکو چار) په لور د وینا چار د نظریې تر ټولو مهم ګام دی (سلامزوی،۱۴۰۱، ۹۵-۹۷مخ).
د وینا عمل:
د وینا عمل په اړه د لومړي ځل لپاره آستین او جان سرل خبرې وکړې. د وراشې هره ټوټه د اطلاعاتو پر لېږد سربېره د خپلې ترسره کړې دندې له مخه هم ارزولای شو. په اصل کې مکالمه د ارتباطي عمل یوه بڼه ده.
په دې کې وینو چې ویناوال خبر ورکوي، شکایت کوي، مننه کوي، تشریحات ورکوي، امر کوي، وړاندوینه کوي، ګواښ کوي، وړاندیز کوي، هر کلی وايي،ځان پر مخاطب تحمیلوي او که داسې کوم بل کار ترسره وي. په دې عمل کې ویناوال له غړیزې ژبې هم ګټه اخلي. مثلاً: د وروځو راښکل یا د مخ سور اوښتل یا د لاس او پښو خوځول. که متوجه شو. په لومړیو دوو بېلګو کې د خبرولو او په وروستۍ هغې کې د امر عمل وینو(ښکلی، ۱۱۶،۱۳۹۹).
بن وینست په ژبه کې د ذهنیت د اثبات لپاره فعلونه په دوه ډوله وېشي: یو هغه دي، چې یوه بهرني فیزیکي عمل ته اشاره کوي؛ لکه: زه ځم یا هغه ځي؛ خو ځينې داسې فعلونه دي، چې هممهاله عمل او وینا ده او له وینا پرته نه شي موجودېدای؛ لکه: زه انګيرم، چې استاد به راغلی وي یا زه باوري یم چې خدای (ج) مو شته یا همداسې زه لوړه کوم، چې دروغ به نه وایم. په دې ډول فعلونو کې د ویناوال ذهنیت روښانه کېږي او کله چې درېيمګړي ته منسوب شي،(لکه: هغه ژمنه کوي، چې بیا به دروغ نه وایي) نو په یوه تشریحي جمله اوړي، لکه هغه منډې وهي، ځکه چې په دې کې ژمنه کول هغه انتزاعي مفهوم نه لري، چې ویناوال ته ځانګړی دی.
له همدې امله دا ډول فعلونه د درېیمګړي لپاره نه کارېږي. یعنې په ژبه کې دا نشته، چې ته ډاډه یې، چې خدای (ج) شته. یا هغه سوګند کوي چې بیا به دروغ نه وایي او دا ځکه چې لومړی د یقین او دویم د ژمنتیا غوندې انتزاعي مفاهیم ښیي، ځکه نو ژبه چې د خبرو په بڼه وي او خبرې ویناوال کوي، د ویناوال ذهنیت وړاندې کوي (ښکلی، ۱۷۰:۱۳۹۹).
آستین چې په کارونپوهنه کې یې لویې هڅې کړې او افکارو یې د وینا ژبپوهنه اغېزمنه کړې، په خپل کتاب (How to do thing with words) د دوه ډوله بیان توپیر کړی دی: یو خبر (Constative) چې سم یا ناسم وي او په اصل کې توصیفي وي، دویم ډول ته یې ترسرېدونکی (Performative) وایي، چې په یوه نه یوه بڼه له یوه عمل سره تړلی دی؛ لکه: زه خپل کور د پلاني په نوم کوم یا شرط لګوم، چې سبا به لمر راخېژي. د آسټین په اند په دې کې یو نه یو ډول عمل موجود دی. نوموړی د عمل یا فعالیت درې ډوله را پېژني: یو جسمي عمل دی،دویم ذهني او درېيم ژبنی. ژبنی فعالیت مازې ژبنی نه وي، بلکې هممهاله یو عمل وي. پخپله د متکلم یا مخاطب عمل / فعالیت ښیي.
د آستین ویناوې مو متوجه کوي، چې وینا پخپله یو عمل (Speech act) دی.
دیکارت ویلي و چې ” فکر کوم، نو موجود یم” له فکر نه شک پیدا کېږي فکر یو فعالیت دی. هر فعالیت د یو چا له لوري کېږي او د هغه فعال پر وجود دلالت کوي. همداسې ویناوال هم د وینا پر وجود دلالت کوي. دا وینا ده چې د انسان (ویناوال) موجودیت ښيي. که وینا نه وي، انسان نشته(ښکلی،۱۳۹۹: ۱۷۸).
د آستین په نظر د یوې عملي جملې د تولید په وخت کې ویونکی نه غواړي، چې یوه پېښه یا وضیعت توصیف کړي؛ بلکې غواړي چې یو ټولنیز عمل ترسره کړي. مثلاً:
(۱)قول درکوم، چې سبا درسره وینم.
۲ــــ زه تاسو مېړه او ښځه اعلانوم.
۳ــــ دغه باغ زرنګار نوموم.
۴ـــــ بښنه غواړم، چې تکلیف مې در کړ.
۵ــــــ شرط درسره تړم، چې سبا به هوا ډېره ګرمه وي.
کله چې د لومړۍ جملې پشان یوه جمله وایو، په اصل کې غواړو یوازې قول ور کړو؛ خو کله چې (۴) جمله وایو یوازې غواړو بښنه وغواړو. د (۶) جملې په ویلو سره، یوازې غواړو شرط وتړو او د شرط تړلو درجه لوړه کړو. استین دې ډول ټولنیزو اعمالو ته «د ویلو کار» یا هماغه وینا چار وایي (امامي،۱۶۳:۱۳۹۸).
ترسرېدونکي فعلونه:
هغه ډله عملي وینایيز فعلونه چې د وینایيزې ټوتې په ویلو سره همزمان ویناییز عمل ترسره کړي عملي یا ترسرېدونکي فعلونه بلل کېږي؛ لکه: لوړه کول، بښنه غوښتل، نومول، منصوبول، ژمنه کول، ګمان کول، امر کول، ادعا کول او نور.
که چېرته دغه فعلونه د لومړي یوګړي وګړي لپاره و کارول شي نو نه یوازې ستاینه کوي، بلکې یو عمل هم ترسره کوي. مثلاً:
(۲۲) الف) زه تا حاضروم.
ب) زه ستا نوم شریف اېږدم.
ج) زه قسم خورم!
د) زه تا ته خبر در کوم.
سره له دې چې د جملې د جوړښت او د ویناییزو عملونو تر منځ غیر مستقیمه اړیکه شتون لري، د فعلونو یوه کوچنۍ ډله شتون لري، چې کارول يې د جملې غیري مستقیم عمل ځواک څرګندوي. د دې فعلونو عام مثالونه دا دی:قول ورکول، شرط تړل، خبر ورکول او منل.
(۱۵) الف) قول در کوم، چې هلته یم.
ب) تا ته خبر در کوم چې دا نظر ښه نه دی.
د ) شرط تړم چې سبا باران اوري.
په (۱۵) مثال کې په موجودو ترسرېدونکو فعلونو کې د غیر مستقیم عمل ډول نغښتی، چې د جملې په بیانولو کې ښودل کېږي. لکه: د قول ورکولو عمل، د خبر ورکولو عمل او نور. دغه ډول فعلونه ترسرېدونکي فعلونه بلل کېږي، چې یوازې په ژبه راوړل یې یو غیر مستقیم عمل ترسره کوي.
په دې ډول کله چې متکلم وايي چې «قول درکوم هلته یم.» نو په اتومات ډول یې د ژمنې غیري مستقیم عمل ترسره کړی دی.
څنګه ویناوال کولای شي ډاډه شي چې اورېدونکي د ده موخه درک کړې ده؟ د دغې پوښتنې د ځواب لپاره دوه عوامل باید په نظر کې ونيسي. یو هغه وسیله چې د موخې ځواک څرګندوي او بل د غوښتونکي شرطونه.
هغه وسیله چې د موخې ځواک څرګندوي: په یوه جمله کې یو فعلي غونډ زیاتوو؛ چې په روښانه توګه د موخې عمل په ګوته کوي. چې دغه فعل ته ترسرېدونکی فعل هم وايي. مثلاً: ژمنه کوم، چې درسره وینم. یا خبر در کوم چې ستاسو سره وینم.
په پورته مثالونو کې (ژمنه کوم او خبر درکوم) ترسرېدونکي فعلونه دي، خو ویناوال تل خپله وینا په څرګند ډول نه بیانوي؛ بلکې کله دوی د وینا عمل بیانوي، مثلاً: تلېفوني خبرې. فکر وکړئ چې یو سړی غواړي چې له ماریا او د ماریا له ملګرې سره اړیکه ونیسي
(۱۸) سړی: آیا له ماریا سره خبرې کولای شم؟
ښځه: نه. هغه دلته نشته.
سړی: زه له تا څخه پوښتنه کوم، له هغې سره خبرې کولای شم.
ښځه: زه هم تا ته وایم، چې هغه دلته نشته.
په دې حالت کې هر ویناوال د «زه پوښتنه کوم» او «زه وایم» کلمو په ویلو سره اورېدونکی خپلې موخې ته د ویناییزې ټوټې په واسطه متوجه کوي.
له دغې ټولو سره په زیاتو ځایونو کې ترسرېدونکي فعلونه نه راوړل کېږي، لکه چې په (۱۹) مثال کې ښودل شوي دي. موخن ځواک د جملې له نورو وسیلو یعنې د کلماتو له ترتیب او د جملې له آهنګ نه معلومېږي.
(۱۹) الف) تاسې ډوډۍ خورئ! (زه تاسې ته وایم چې تاسې ډوډۍ خورئ!)
ب) تاسې ډوډۍ خورئ؟ (زه غواړم ډاډه شم، چې تاسې ډوډۍ خورئ؟)
ج) تاسې ډوډۍ خورئ؟ (زه له تاسو پوښتم چې آیا تاسو ډوډۍ خورئ؟)
که څه هم نورې وسیلې لکه د غږ ټیټول د خبر یا ګواښ لپاره موخن ځواک ښکاروي.(امامی،۱۳۹۸، ۶۹مخ)
په ویناییزو عملونو کې د غوښتونکي شرطونه:
هغه شرایط چې یو هدف د اعتبار وړ کوي د غوښتونکي شرطونه بلل کېږي.
د غوښتونکي شرطونه چې د غوښتنې، پوښتنې کولو، ژمنې او خبر لپاره يې کاروي دا دي:
الف ــــــ د (x) په اړه پوښتنه کول
۱ــ ویناوال غواړي چې د (x) په اړه یو څه پوه شي.
۲ــ متکلم په دې باور دی چې اورېدونکی د (x) په اړه معلومات لري.
ب) د (X) غوښتنه
۱ـــ متکلم (X) غواړي.
۲ــــ ویناوال باور لري چې اورېدونکی کولای شي او غواړي چې (x) تیار کړي.
ج) د (X) لپاره ژمنه (قول ورکول)
۱ـــ ویناوال باور لري، چې اورېدونکی (X) غواړي.
۲ـــ ویناوال کولای شي، چې د (x) حقیقت پیدا کړي.
د) د (x) په اړه خبر ورکول
۱ــــ ویناوال د (x) په اړه معلومات لري.
۲ـــ ویناوال په دې باور دی، چې اورېدونکی (x) نه غواړي.
کولای شو د غوښتونکي شرطونه د ترسرېدونکو فعلونو برخه وبولو، ځکه چې د موخې بیانونکي دي، خو دا چې دغه شرطونه ترسره کېږي که نه، نو باید د کارونپوهنې په واسطه پرېکړه وشي. مثلاً:
کله چې موږ یوه جمله ژمنه بولو، چې ویناوال نه شي کولای یا نه غواړي چې هغه کار وکړي، نو آیا دغه ژمنه غلته یا دروغ ده او یا اصلاً ژمنه نه ده؟ په دواړو حالتونو کې زموږ ځواک د یو مستقیم او نامستقیم هدف په پېژندلو کې ښیي او دا چې موږ د غوښتونکي په شرطونو څومره پوهه لرو په دې پورې اړه لري. که چېرته ویناوال په یو ځانګړي ځای کې شتون و نه لري، نو د هغه وینا یوه عادي وینا ده او د کوم بدلون سبب نه کېږي؛ مثلاً: کله چې یو قاضي یو کس په بند محکوموي، نو باید هغه په قضا او څارنوالۍ کې وي او که چېرته هغه په یو ځانګړي مقام کې نه وي، نو د هغه دغه وینا (زه تا په شپږ کاله بند محکوموم.) یوه عادي وینا ده او کوم عمل نه ترسره کوي؛ لکه په ورځنیو چارو کې یې چې خلک وایي.
د عادي خلکو تر منځ د ورځنیو کړنو لپاره د ویناییزو عملونو د رښتیا کولو لپاره شرطونه:
لومړی عمومي شرطونه دي چې د خبرو اترو دواړه لوري یې باید ومني. مثلاً: د خبرو اترو په ژبه پوهېږي او کوم رول نه لوبوي یا بې ګټې خبرې نه کوي؛ خو له عمومي شرایط وروسته محتوایي یا معنایي شرایط مطرح کېږي. مثلاً: د ژمنې ورکولو او خبر ورکولو لپاره محتوايي یا معنوي شرطونه دا دي: چې وینا ییزه ټوټه باید په راتلونکې کې یوه پېښه رامنځته کړي. البته د وعدې لپاره بل محتوايي شرط دا دی چې راتلونکی عمل به ویناوال ترسره کوي.
د وعدې ورکولو مقدماتي شرایط د خبر ورکولو له مقدماتي شرایو سره ډېر توپیر لري. کله چې زه ژمنه کوم، نو کار ترسره کوم، نو دوه مقدماتي شرطونه شتون لري. لومړی دا چې پېښه به په خپله نه واقع کېږي او دویم دا چې پېښه به ګټور اغېز ولري. کله چې خبر ورکوو لاندې مقدماتي شرطونه شته: مالومه نه ده چې اورېدونکی د پېښې له پېښېدو خبر لري که نه؛ او ویناوال فکر کوي، چې پېښه حتماً واقع کېږي او ګټور اغېز به ونه لري.
بل شرط چې له دې شرایطو سره تړاو لري، د رښتینولی شرط دی چې د هغې په اساس، ویناوال د یوې ژمنې د تحقیق لپاره، په رښتیا غواړي په راتلونکې کې یو عمل ترسره کړي او د خبر په اړه ویناوال په رښتیا باور لري چې راتلونکې پېښه به زیان لرونکی اغېز لري.
په پای کې اساسي شرط دا دی چې دغه وینایيزه ټوته د ویناوال موقعیت ته د ژمنې نه لرلو څخه ژمنې لرلو ته بدلون ورکوي مثلاً: دخبر په اړه اساسي شرط د ویناوال موقیعت په راتلونکې کې د پېښې د نه خبرولو څخه خبرولو ته بدلون ورکوي(امامی، ۱۳۹۸، ۷۰ــ ۷۱مخ)
د څرګند او ناڅرګند فعل عناصر: څرګند ویناييز عمل هغه دی چې ترسرېدونکی فعل په جمله کې مستقیماً بیان شوی وي،لکه: ژمنه کوم راګرځم.
ناڅرګند ویناییز فعل هغه دی چې ترسرېونکی فعل په جمله کې مستقیماً نه وي ذکر شوی، مثلاً: راګرځم. او یا هم په لاندې جملو کې:
(۲۱) الف) زه ژمنه در کوم.
ب) زه دې سبا دفتر ته درځم.
ج) زه تا ته ژمنه در کوم چې سبا دې دفتر ته درځم.
د) ځئ کور ته او ور پورې کړئ!
ه) زه له تا نه غواړم چې کور ته ولاړ شې او ور بند کړې.(امامی،۷۲،۱۳۹۸)
هغه ډول فعلونه دي چې په جملو کې د دې ډول فعلونو په راوړلو سره ویناوال یوه کړنه یا عمل ترسره کوي.مثلاً: کله چې قاضي یو مجرم ته وایي؛ زه تا په پنځه کاله بند محکوموم.
په دې جمله کې یو ترسرېدونکی فعل راوړل شوی چې «محکوموم» دی او په دې سره ویناوال د الفاظو په ذریعه یو عمل ترسره کړی. خو دا جمله په هغه صورت کې سمه ده، چې قاضي په رښتیا قاضي او مجرم داسې یو عمل ترسره کړی وي، چې په دومره جزا وارزي.
یا کله چې یو ریس خپل یو کارمند ته وايي، له نن وروسته ته له دندې منفک یې. په دې جمله کې هم ویناوال دالفاظو په واسطه یو عمل ترسره کړی، خو دا جمله په هغه وخت کې سمه ده چې ویناوال په رښتیا هم دومره صلاحیت ولري او کارمند د ده په ویلو له دندې و ایستل شي.
۱)مېړه خپلې مېرمنې ته وایي؛ زه تا ته طلاق در کوم. دغه هم داسې یوه جمله ده چې ویناوال پکې یو ژبنی فعالیت ترسره کړی دی او د دې جملې په ویلو سره یو عمل ترسره کېږي او مېړه او ښځه وبله سره بېلېږي.
۲) یو کس خپله لور یو چا ته په نکاح ورکوي، نو په دې وخت کې هم له یوه ترسرېدونکي فعل څخه ګټه اخلي، مثلاً: زه مې خپله لور د پلاني په نوم کوم. کله چې ویناوال دا جمله تر خوله وباسي، نو دی په حقیقت کې یو عمل ترسره کوي او خپله لور یو چا ته په نکاح ورکوي.
۴) یا یو کس خپله ټوله شتمني د یو چا په نوم کوي، مثلاً: وايي زه مې خپله ټوله شتمني د احمد په نوم کوم. د دې جملې په ویلو سره ویناوال یوه کړنه یا عمل ترسره کوي. دا ډول جملې زیاتره په وصیتلیک کې کارول کېږي.
۵) یا یو څوک چې کله په نوې دنده ګومارل کېږي، نو د یوې ادارې د ریئس له خوا ورته ویل کېږي؛ چې سر له ننه ته په دنده وګومارل شوې، نو د دې جملې په ویلو سره هغه کس په دنده ګومارل کېږي او خپلې دندې ته دوام ور کوي.
۶) پلار خپل زوی ته وايي، چې ته نور د ما له حقه عاق یې. کله چې متکلم دا ډول جمله له خولې راوباسي؛ نو په حقیقت کې یو عمل ترسره کوي او د دې جملې په ویلو سره په رښتیا هم زوی د پلار له حقه محرومېږي.
۷) کله چې ښوونکی په ټولکي کې نظم نه شي راوستلای، نو دغه جمله کاروي؛ تر رخصتۍ وروسته تاسو را څخه ولاړ شئ. د دې جملې په کارولو سره ښوونکی په یو وخت کې څو عملونه ترسره کوي؛ لومړی ښوونکی غواړي چې په ټولګې کې نظم راولي او زدهکونکي ارام کړي؛ بل دا چې دوی د ډېر وخت لپاره په ټولګي ګې ایسار کړي او دا یو ګواښ هم دی.
۸) بیا به انشاء الله حج ته ځم. د دې جملې په ویلو سره متکلم په راتلونکې زمانه کې ځان دیو عمل په کولو مجبوروي او په راتلونکې کې به یو عمل ترسره کوي.
۹) موږ تاسو خپلو موخو ته رسوو. په دې جمله کې ویناوال یو چا ته ژمنه ور کوي او غواړي، چې هغوی خپلو موخو او اهدافو ته ورسوي.
۱۰) یا د نکاح عقد کوونکی یو نر او ښځې ته وایي؛ تاسو دواړه اوس مېړه او ښځه اعلانوم. کله چې عاقد دا خبره کوي، نو په دې سره په اصل کې یو عمل ترسره کوي او د دوو کسانو ژوند ته تغیر ورکوي.
د وینايي کړنو ډلبندي:
سیرل: وینايي کړنې په پنځو ډولو ویشلې دي.
اعلان/ تقریري، توصیفي، د احساس بیان، امري بیان=ارشادي او د ژمنتیا بیانونه
۳- ۸- ۶-۱- تقریري وینايي کړنې:
هغه وینایي کړنې ته وایي، چې بیانول یې د بیروني نړۍ د وضعیت په بدلون سره ترسره شي.(یول.۱۳۹۱:۷۴)
یا په بل عبارت ویناوال د خپلې وینایيزې ټوټې په بیان سره د یوې پدیدې ټاکلی وضیعت، کیفیت او یا موقعیت په بېروني نړۍ کې بدلوي.
لکه: ایستل، محکومول، ګرمول، نومول، ویر کول، منصوبول او نور(البرزي۱۳۸۶:۹۲)
باید وویل شي: سمه خبره په مناسب وخت کې د مناسب شخص له خوا بیان شي، ترڅو وینايي کړنې په سمه توګه ترسره شي.
لکه څرنګه چي (۳۱)مثالونه ښیي، د اعلان په سمه ترسره کولو د ځاګړی اوبدنې د اړتیاوو په زیاتولو ویوونکی هم باید ځانګړی بیسټیز ټولنیز رول ولري.
(۳۱)الف):عاقد: اوس (تاسو دواړه) مېړه او مېرمن اعلانوم.
(ب) دسیالۍ داور= تاسو ګټونکی یاست.
ج) پولیس:تاسو نیول شوي یاست.
په رښتیا هم ویونکی د اعلاني (تقریري) کړنو په کارولو سره، د کلمو له لارې د بیرونۍ نړۍ اوضاع بدلوي.(امامي،۱۷۸:۱۳۹۸)
۳-۸-۶-۲- اظهاري توصیفي وینايي کړنې:
هغه ډله ویناوي کړنې دي چې د ویونکی د باور د سمو چارو او اوضاع ښکارندوی دي.
په هماغه ډول چې په (۳۲) مثال کې ښودل شوي دي، اظهارات یا بیانونه لکه:د واقعیت بیان،ریښتیا، پایله اخیستنه او ستاینه د توصیفي کړنو نمونې دي، چې ویناوال د هغوی له لارې بېرونۍ نړۍ لکه څنګه چې ده یا لکه څرنګه چې دی باور لري، په هماغه ډول ښيي.
(۳۲)الف) ځمکه دوه مشرقه او دوه مغربه لري.
ب: مولانا تل د کامل انسان ستاینه کړې ده.
ج: د کابل هوا په اوړي کې وچه اوګرمه وي.(امامي،۱۷۸:۱۳۹۸)
۳ـ ۸ـ ۶ـ ۳ـ احساسي یا عاطفي وینايي کړنې: هغه وینايي کړنې دي، چې د ویناوال احساس د بېروني نړۍ اخوا ښيي. دغه وینا رواني حالتونو ته شاملېږي، لکه: ښادي، درد، علاقه، نفرت، خوند او غم دي.
په واقعیت کې ویناوال خپله ذهني موضوع په یو ځانګړي واقعیت کې په ژبه راوړي، لکه: مبارکي ویل، ښه راغلاست، مخه ښه کول، تسلیت ورکول، ستاینه کول، عذر غوښتل، مننه کول او سلام اچول. دغه عملونه ټولنیزې اړیکې ټینګوي. که چا ته سلام ور وا نه چوو، متوجه کېږو چې له ټولنیزې اړیکې لېرې شوي یو او اصلاً اړیکه نه رامنځته کېږي.
لکه چې په (۳۳) مثالونو کې راغلي دي، چې د احساساتو بیان د ویناوال د تجربو بیان دی، نو څومره چې ممکنه وي، چې په هغو اعمالو متکي وي چې ویناوال او اورېدونکي ترسره کړي وي. مثلاً:
(۳۳) الف) د زېږېدنې کلېزه دې مبارک شه!
ج) مننه چې زما بلنه دې و منله.
د) زموږ کور ته ښه راغلاست.
ویناوال د احساسي بیان په کارولو سره، کلمې له خپلې احساسي دنیا -سره هماهنګوي.(امامي،۱۷۹:۱۳۹۸)
۳ـ ۸ـ ۶ـ ۴- امري یا اشاروي وینايي کړنې: هغه وینايي کړنې دي چې ویناوال د هغو په کارولو سره یو بل څوک د یو کار (کړنې) په کولو امر کوي. دغه کړنې فرمانونه، امرونه، غوښتنې او وړاندیزونه دي. کله چې د ویناوال او اورېدونکي تر منځ ټولنیز توپير شتون ولري، مثلاً: کله چې ویناوال زدهکوونکی او اورېدونکی ښوونکی وي؛ د کړکۍ بندولو غوښتنه په دې ډول کېږي «وبښئ که امکان لري، د کړکۍ پله بنده کړئ.»
څرنګه چې په (۳۴) مثالونو کې راغلي، کولای شي په مثبت یا منفي و وايي:
(۳۴)الف) پله بنده کړه.
ب) شونې ده لږ اېخوا کېنې؟
ج) ځه، له مور سره دې مرسته وکړه.
ویناوال د دې ډول وینايي کړنو په کارولو سره هڅه کوي، چې بېرونۍ نړۍ د اورېدونکي له لارې له کلماتو سره همغږي کړي.(امامي، ۱۷۹:۱۳۹۸)
۵-۶-۸-۳ـ د ژمنتیا وینايي کړنې:
هغه ډله ویناوي کړنې دي چې په هغه کې ویونکی په راتلونکی کې د یو کار په ترسره کولو ځان مجبور ګڼي.
په دې توګه د ویونکی د ارداردې څرګندونې کوي. دغه کړنې ژمنې، ګواښونه، سرغړونې او ژمنې رانغاړي.
لکه: ګواښل،ژمنه کول، لوړه کول او پېژندل.(۹۲:۱۳۸۶)
لکه څنګه چې په ۳۵ مثال کې راغلي ویونکی کولای شي دغسې کړنې په یوازې توګه یا د یوې ډلې د استازي په توګه ترسره کړي.
(۳۵) الف) زه به آزموینه ورکوم.
ب) انشاءالله بل ځل به حج ته ولاړ شم.
ج) موږ تاسو خپلو موخو ته رسوو.
ویونکی د ژمنتیا د وینايي کړنو په کارولو سره مني، چې د ویناوال په واسطه کلمې له بېروني نړۍ سره همغږې کړي.
د وینايیزو کړنو پنځې ګوني نقشونه د هغوی له اصلي ځانګړنو سره په لاندې جدول کې خلاصه شوې دي.
جدول
د وینايي کړنې ډول د انطباق لورې و=ویونکی م-موقعیت |
تقریري بیانونه: کلمې بېروني نړۍ بدلوي و م رامنځته کوي |
توصیفي بیانونه: کلمې له بېروني نړۍ سره متناسبې کوي و په م باوري دی |
احساسي بیانونه: کلمې له بېروني نړۍ سره همغږې کوي و د م احساس کوي. |
لوري ورکونکي بیانونه: نړۍ له کلمو سره همغږې کوي. و م غواړي. |
د ژمنتیا بیانونه: بېروني نړۍ له کلمو سره همغږې کوي. و د م د رامنځته کولو اراده لري. |
په پایله کې وېیلای شو چې د وینایيزو عملونو غوره تشریح دا ده چې موږ ته راښیي چې څنګه کولای شو، ځينې کړنې په الفاظو (کلمو) ترسره کړو او د ویناییزو جملو ځینې برخې مو وپېژندلې، چې موږ يې د ځینو ځانګړو اعمالو د سرته رسولو لپاره کاروو.(امامي،۱۸۰:۱۳۹۸).
اخځلیکونه
۱ـ امامي، سمیرا. (۱۳۹۸ل). زبانشناسی ــــ کاربُردشناختی: انتشارات دانشګاه.
۲ـ حمیدزۍ، راحله. (۱۳۹۸ل). ګذار از مقوله و میزان به دستور نقش ګرای نظام مندی هالیدی. کابل: نشر کابلستان.
۳ـ سلامزوی، عبدالحق. (۱۴۰۱ل). چاروال ګرامر ته کتنه. د ماسټرۍ تیزېس. کابل پوهنتون.
۴ـ ښکلی، اجمل. (۱۴۰۰ل). د وینا ژبپوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.