پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکایي استخبارات؛ د ټاکنو په درشل کې یو شمیر هېوادونه د امریکایانو...

امریکایي استخبارات؛ د ټاکنو په درشل کې یو شمیر هېوادونه د امریکایانو ترمنځ د نفاق هڅه کوي

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲مه) د امریکا استخباراتو ادعا کړې، چې د روسیې، چین او ایران جاسوسان غواړي د ولسمشرۍ د ټاکنو په دې حساس دور کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن ووهي.

دې چارواکو پرون سه شنبه په یوه ټليفوني خبري کنفرانس کې د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط خبریالانو ته وویل، د دې درېیو هېوادونو جاسوسانو د امریکا له تېرو ټاکنو څخه زده‌کړه کړې ده.

د دوی په وینا ښايي دا جاسوسان د فزیکي ګواښونو او تاوتریخوالي هڅه وکړي او امکان شته چې د ټاکنو په بهیر کې د ګډوډۍ لپاره ناسم معلومات خپاره کړي.

بل لورته روسیې، ایران او چین درې واړو د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنو تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...