Homeخبرونهخیبر پښتونخوا کې موترسایکل سپرو وسله والو پر پولیسو برید کړی

خیبر پښتونخوا کې موترسایکل سپرو وسله والو پر پولیسو برید کړی

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲مه) د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په شمالي وزیرستان او لکي مروت سیمو کې د بریدونو له امله د یو پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د میرلي پوستې یوه چارواکي د نوم له خپرولو پرته رسنیو ته ویلي، چې د اکتوبر په ۲۳مه غرمه مهال پر موټرسایکل سپرو وسلوالو په میرلي بازار کې یو ځايي وګړی وژلی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د وسلوالو مخونه پټ و او تر برید وروسته وتښتېدل.

په ورته وخت د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد خان وایي، وسلوالو د اکتوبر په ۲۲مه د شپې مهال د هغه ښار په نصرخېلو کې یو پولیس وژلی دی.

دی وايي، پولیس په بنو کې کار کاوه او لکي مروت ته په رخصتۍ تللی وو.

د دواړو بریدونو مسوولیت لا چا نه ده منلې.

د معلوماتو له مخې په تېرو شاوخوا ۲ کلونو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې وسلوال بریدونه زیات شوي،چې پکې ګڼو پولیسو، قومي مشرانو، سیاسیون، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...