تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲ مه) د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د بدخشان پوهنتون ادارې ته لیکلي چې محصلان یې باید خولۍ پر سر کړي، کمیس- پرتوګ واغوندي (پتلون وانه غوندي) او ږیرې پرېږدي.
دې ادارې همداراز امر کړی چې استادان او د پوهنتون کارکوونکي هم اجازه نه لري چې ږیرې لنډې کړي.
په دې رسمي لیک کې چې د طالبانو د امر بالمعروف آمریت د بدخشان پوهنتون ته استولی، راغلي چې استادان باید د طالبانو مذهبي احکام رعایت کړي او له محصلانو څخه هم وغواړي چې د دې ډلې د لارښوونو پیروي وکړي.
امر بالمعروف په دې لیک کې خبرداری ورکړی چې ټول استادان، کارکوونکي او محصلان باید په جماعت لمونځ وکړي او د هغو کسانو نومونه چې په جماعت کې نه حاضرېږي، د دې ولایت د “دعوت او ارشاد کمیټې” ته لیږل کېږي.
طالبانو په ټولو دولتي ادارو کې د “دعوت او ارشاد آمریت” په نوم د امر بالمعروف آمریت اضافه کړی دی. د وزارتونو په جوړښت کې هم د امر بالمعروف یا دعوت او ارشاد ریاست اضافه شوی دی.
ویل کېږي چې د وزارتونو د امر بالمعروف ریاستونه او په ولایتي ریاستونو کې د دوی آمریتونه د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو ډېر اختیار او واک لري. طالبانو ویلي چې په دولتي ادارو کې د دې برخې د زیاتولو هدف د امر بالمعروف قانون او “اسلامي شریعت” پلي کول دي.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هر څه موده وروسته یو داسي نوی کار کړی چې د رسنیو او خلکو پام او انتقاد ځان ته واړوي.
دی قادیانیو پنجابیو غلامو چړیانو نه یوازی اسلام مقدس دین ته ستر ضرر رسولۍ دی بلکه د با غروره او ننګیالیو پښتنو نامداره تاریخ ئی هم چټلی ته برابر کړۍ دی دا بی همته قادیانی چړیان د پنجابیانو قادیانیو ملایانو له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شوی دی دوی نه مسلمانان دی او نه پښتانه دا خبیثان د امریکا ستر جاسوس او د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد د دوحی نام تر شعار لاندی دوباره د افغان ملت په اوږو سپاره کړۍ شول او نورو چور کوونکیو . غلو غلامانو د غلیسی امریکا په امر په اتفاق سره افغانستان قادیانیو پنجابیو تربیه شوو چړیانو ته تسلیم کړ او اوس غلیسه امریکا په درواغو د خپلو غلامو چړیانو سره ساختګی مخالفت شروع کړۍ دی ولو چی غلیسه امریکا مسلسل دی چړیانو ته په ملیانونه ډالرونه ورلیږی او همدارنګه د داسی ساختګی مخالفت چیغی اوس د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان هم شروع کړی دی ، افغان ملت د مختلفو قومونو څخه تشکیل او دی غیرتی قومونو د افغانستان په تاریخ کښی د اجنبیانو یرغلونو مقابل کښی په اتفاق سره جنګیدلی او اجنبیان ئی سره ددوی غلامانو له افغانستان څخه شړلی دی او څه موده وړاندی د قادیانیو تربیه شو چړیانو تخریبکاری پر ضد د افغانستان په مختلفو برخو کښی محتاطانه فعالیتونه شروع شوی دی او ددی امید موجود دی چی ددی ملی شخصیتونو هلو ځلو څخه به دا نور تښتیدلی غله او د اجنبیانو غلامان سوء استفاده ونکړۍ شی !!!!!
طالب د اسلام او لوده توب تر منځ فرق نه شي کولی.