تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د سیمې د هیوادونو له هڅو سره سره د ښه والي نښه نه لیدل کېږي.
په وروستیو ورځو کې روسیې هم هلې ځلې پیل کړي چې منځکړتوب وکړي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر هغې چې ا.ا.ا له خپلې خاورې د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی ونه کړي، نورې خبرې اترې به کومه عملي ګټه او مثبته پایله ونه لري او اوسمهال له دوی سره د افهام او تفهیم چانس کم لیدل کېږي.
د دې و وزارت ویاند، سجاد حیدر خان د جمعې په ورځ خبریالانو ته د احتمالي منځګړیتوب په برخه کې د روسیې د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ” دمګړی له ا.ا.ا سره د مذاکراتو په تړاو هیڅ نوی وړاندیز تر بحث لاندې نشته.”
خان زیاته کړه چې پاکستان د روسیې په ګډون د هر هېواد وړاندیزونو ته درناوی کوي او ارزښت ورکوي، خو له ا.ا.ا سره د افهام او تفهیم چانس کم لیدل کېږي
د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نسبتاً سختو نښتو وروسته قطر او ترکیې د منځکړتوب هڅې وکړې او په یوه پړاو کې یې د دواړو ترمنځ اوربند هم ټینګ کړ خو ډېر دوام یې ونه کړ.
د طالبانو د حکومت ویندوی یو وار بیا د پاکستان تورونه رد کړل او ویې ویل، “پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسوولیتونو د ناکامۍ د پټولو لپاره پر افغانستان تورونه لګوي. د پاکستان پوځي کړۍ او نور امنیتي اورګانونه د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو له امله د خپلو خلکو د تېرایستلو په موخه د پېښو پړه پر کابل اچوي.”
ده همدا راز وویل، دا ناسم دریځ د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو اساسي دندو منحرف کړي، سیمه بېثباته کوي او اقتصادي سرچینې پر بېځایه هڅو ضایع کوي.