جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپر تیرا د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د ماشومانو په...

پر تیرا د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د ماشومانو په شمول لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) راپورونه وايي چې د پاکستان هوايي ځواک د خیبرپښتونخوا په تیرا کې پر عام ولس بمباري کړې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر عام ولس د پاکستان د هوايي ځواک حملې تایید کړي او ویلي یې دي چې د پېښور حیات اباد روغتون ته په رسول شویو لسګونو ټپیانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي پښتین د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳) پر خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کې په خپله جنګي تګلاره کې له پر له پسې ماتو وروسته پر عام ولس بریدونو ته مخه کړې ده.

ده پر خپله ایکسپاڼه د ټپیانو عکسونه هم خپاره کړي دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې ځايي اوسیدونکي وايي چې د تیرا د زخه خېل پر پیر میله بازار د پاکستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ګڼ شمېر نور وژل شوي دي.

د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر تراوسه څرګند نه دی ځکه چې خبریالان نه پرېښودل کېږي

چې د تیرا په ګډون ګڼو نورو قبایلي سیمو ته لاړ شي.

په پاکستان کې د اکثره زورزیاتیو او بې رحیمو خبرونه نه کورني او نه نړیوالې رسنۍ خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...