Home+بریکس | جان روان ځاځی

بریکس | جان روان ځاځی

د بریکس د مشرانو ۱۶مه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې پیل شوې او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري. دا د نويو غړيو له منلو وروسته د دغه سازمان لومړۍ سرمشريزه ده، چې پکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو ګډون کړی دی.

برېکس په ۲۰۰۹م کال کې د څلورو هېوادونو (برازیل، روسیې، هند او چین) له لوري رامنځته شو، چې يو کال وروسته سوېلي افريقا هم ورسره یو ځای شوه. د دغه سازمان نوم د غړو هېوادونو د انګليسي نومونو له لومړیو تورو جوړ دی، چې د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له برېک څخه په برېکس بدل شو.

برېکس په خپلې کلنۍ سرمشريزې کې مهمې پرېکړې کوي او یو غړی يې د کال پړاویزه مشري پرغاړه اخلي، چې دا ځل يې روسیه کوربتوب کوي.

د برېکس سږنۍ سرمشريزه ” د عادلانه نړیوالې پرمختیا او امنیت په پار د هېوادونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کول” په عنوان ترسره کېږي، چې پکې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سربېره، د سیمې د عمومي وضعیت په اړه هم خبرې کېږي.

په نړۍ کې داسې لوی بدلونونه روان دي، چې په تېرو سلو کالونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی او د سړې جګړې مفکوره او يو اړخيزم پکې د خورېدو په حال کې دي او هر زبرځواک یې د خپلو موخو لپاره يوه او بله وسیله کاروي.

له روسیې او چین سره د امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو ترینګلتیا مخ په ډېرېدو ده او همدې ته په کتو د برېکس سږنۍ سرمشریزه د دغه سازمان په تاریخ کې تر ټولو مهمه بلل کېږي.

د برېکس ملاتړي هېوادونه وايي، د امريکا په مشرۍ لوېديځ بډايه هېوادونه د بادارۍ او مشرۍ په لټه په يوې او بلې پلمې پر نورو هېوادونو بنديزونه لګوي، پانګې يې ورکنګل کوي او ګوتڅنډنې ورته کوي. امريکا او ځينو نورو لوېديځو هېوادونو د برېکس د غړو هېوادونو پر تصديو، شرکتونو او ځينو اشخاصو، چې په سر کې يې چين او روسيه دي، هم بنديزونه لګولي دي، د روسیې پانګې يې کنګل کړي او پر چيني صادارتي توکو يې ډېرې ګمرکي تعرفې لګولې دي.

برېکس په دې نیت جوړ شوی، چې د نړۍ د لویو پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای کړي او پر نړيوال سټېج د لوېدیځو شتمنو هېوادونو رول او اغېز چلېنج کړي.

د برېکس د غړو هېوادونو نفوس د نړيوال عمومي نفوس نيمايي ته نژدې دی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې د خدمت انډول له ۵۰ سلنې زيات او اقتصادي حجم يې د جي ۷ په پرتله لوړ دی، چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لا پياوړی قوت برابرولی شي.

برېکس د پرمختيايي هېوادونو لپاره د همکاريو او پرمختګ د بحثونو مهم ډګر ګرځېدلی، د ورخلاصون، ټولشموليت، همکاريو او ګډو ګټو روحيه یې خپره کړې او په نړيوالې ادارې یې د مختلفو هېوادونو د ګډون لپاره يو ښه ډګر او فرصت برابر کړی دی.

د برېکس غړيو له سړې جګړې او يواړخيزم سره ټينګ مخالفت ښودلی او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر ساتنې او په سياسي لارو چارو د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو پر هواري یې ټينګار کړی دی.

د وخت په تېرېدو د برېکس غړي زیاتېږي او د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې یې د سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات، مصر، اېتوپيا، ارجنټاين، ايران او اتوپيا غړيتوب اعلان کړی او اوسمهال د تايلنډ، ترکيې، اذربایجان، بلاروس، سوريې، مالیزیا او کيوبا په شمول شاوخوا ۳۰ هېوادونو په دغه سازمان کې د غړيتوب هيله ښودلې ده.

چين او روسيه د برېکس هېوادونو د ګډو نظريو د راغونډولو، د همغږۍ او همکاريو د پياوړتيا او د ګډو اجنډاوو د پرمخبېولو په برخو کې کليدي رول لوبوي.

نړيوال تمه لري، د برېکس سږنۍ سرمشريزه به نړۍ ته د ثبات امکانات او مثبت قوت برابر کړي او د پرمختيايي هېوادونو پياوړتيا به وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...