دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه کندهارۍ لهجه کي د (باره) او (بالا) کلماتو ګرامري ارزښت

په کندهارۍ لهجه کي د (باره) او (بالا) کلماتو ګرامري ارزښت

ليکنه: عبدالنافع همت  

په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې او ولس يې وايي. کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرام ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا جلا بحث دی. په کندهارۍ لهجه کي (باره) او (بالا) ډېر ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي دا بې مانا کلمات دي، آن دا چي ځيني خو ګرسره ملنډي ورباندي وهي.

ما چې څېړنه وکړه، نو باره د عطف Conjunction) ( کلمه ده، خو تر اوسه چي څومره ګرامرونه ليکل سوي، نو دا کلمه يې نه ده معرفي کړې. دغه ډول (بالا) کلمه چي د زمان او اندازې قید دی هم له ژبپوهانو څخه پاته سوې ده. په دې ليکنه کي پر دې دوو کلماتو بحث کوو او لومړی د (باره) کلمه څېړو.

۱: باره

(باره) د عطف کلمه ده چي د معطوف او معطوف عليه تر منځ ترتيب او اړيکه ټينګوي. (باره) دوې ماناوي لري چي يو (نو، اخير) او بل د (وروسته) مانا لري. د (نو) يا (وروسته) مثالونه يې دا دي:

– بازار ته ولاړم چي کور ته سودا واخلم، خو بازار تړلی و، (باره) بيرته کورته راغلم.

–  احمد ښکنځل راته وکړه، خو ما څه نه ورته وويل، دوهم وار يې بيا ښکنځل راته وکړه، (باره) ما هم داسي جواب ورکړ چي تل به يې ياد وي.

– سپي راپسي منډه کړه، زه سوکه ځني روان سوم، سپی چي ښه رانژدې سو، ( باره) مي ځني منډه کړه.

– دوی ټولو آتڼ کاوه، ما ورته کتله، (باره) زه هم ورګډ سوم.

– په افغانستان کي کار نه پيدا کېده ، (باره) جرمني ته ولاړم.

له پورته جملو څخه معلومېږي چي (باره) د (نو) او (وروسته) کلماتو ته ورته ماناګاني لري. په دې کلمو کي (نو)، (ځکه)، (په پای کي)، (ترو)، ( اخير)، (باالاخره) او (له دې امله) کلمو او عبارتونو ليکلي ژبي ته لاره موندلې ده، خو (باره) کلمه يوازي په شفاهي بڼه ژوندۍ پاته ده. په کلاسيکو متنونو کي (ترو) کلمه ډېره راغلې ده. مثلا د بايزيد روښان د خيرالبيان په دوولسم مخ کي داسي ياده سوې ده: (( و هغو ته د توبې په بهنه وړاندني ګناهان، ولي تن د ژغوري (ترو) منعه کړه ياران)).

مروت پښتانه (ترو) (تو) تلفظ کوي، لکه د مروتو دا کسر:

هر چا ويل چي ګوره احمد جان چوڼي ليده دي

اوس (تو) یې په سرو وينو ککړي کړې حيدره.

په غلجۍ يا کوچيانۍ لهجه کي د (باره) معادل د (آتي)  کلمه ده، وردګ يې (زياتي) وايي، اکثره کرلاڼي پښتانه يې بيا (ستي) وايي.

د مشرقي په لهجه کي د (باره) پر ځای د (نو) کلمه ويل کېږي، مثلا دا جملې وګورئ!

– پوليس راته ويل كه پنځه زره افغانۍ راكوې، (نو) کار دي کېږي، كه يې نه راکوې ورځه په مخه دي ښه.

– کله چې ډاکټر ته لاړم، (نو) هغه راته وويل چي دا ټول د نسوارو تاثيردی.

– که انتخابات شفاف او عادلانه وي، نو زه باور لرم چي خامخا بريالی کېږم.

په کندهارۍ لهجه کي کله کله د (باره) تر څنګ د (نو) کلمه هم راځي، لکه په دې مثال کي: ((حاجي لالا ډېري باټي ویشتلې، نو باره مي ورته وويل چي موږ هم تر چا کم نه يو)) خو (نو) تل د (باره، آتي، زياتي، ستي او (اخير) معادل نه وي او بل دا چي (نو) په نورو ځایونو کي هم ويل کېږي، مثلا: ((زه نو ستا غوندي بې غيرته نه يم چي د مړو سترګو ډوډۍ ته کښېنم)).

اوس د کندهارۍ لهجې په پورتنيو پنځو جملو کي د (باره) پر ځای (آتي)، (زياتي، ( ستي)، او (اخير) کلمات ليکو، ګورو چي دا کلمات ورته ماناګاني لري او هيڅ توپير نه پکښي راځي:

–  بازار ته ولاړم چي کور ته سودا واخلم، خو بازار تړلی و، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) بيرته کورته راغلم.

–  احمد ښکنځل راته وکړه، ما څه نه ورته وويل، دوهم وار يې بيا ښکنځل راته وکړه، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) ما هم داسي جواب ورکړ چي تل به يې ياد وي.

– سپي راپسي منډه کړه، اول مي پروا نه کېده، ښه چي رانژدې سو، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) مي ځني منډه کړه.  

– دوی ټولو آتڼ کاوه، ما ورته کتله، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) زه هم ورګډ سوم.

– په افغانستان کي کار نه پيدا کېده، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) جرمني ته ولاړم.  

(باره) د (وروسته) مانا هم ښندي، لکه په دې مثالونو کي:

–  زوی مي دوکان ته په اوړو پسه واستاوه، خو ده يوازي نه سوای راوړلای، (باره) زه هم پسي ورغلم.

– ته اول په هغه بانډار کي نه وې، ته خو (باره، وروسته) راغلې

– اول ما د اختر مياشت وليده، (باره، وروسته) نورو خلکو هم وليده.

– زه اوس کور ته ځم، (باره، وروسته) ته هم پسي راسه!

– احمد چي شهید سو مور بېچاره ګۍ يې ډېري سوي چيغي وهلې، (باره، وروسته) ما ته هم ژړا راغله.

دا ډول د عطف ادات په دري، عربي او نورو ژبو کي هم سته، مثلا په دري کي (پس) د عطف له کلماتو څخه ګڼل کېږي چي يوه بېلګه يې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په دې بيت کي وينو:

دردی است غیر مردن آن را دوا نباشد

(پس) من چگونه گویم کاین درد را دوا کن.

ژباړه: دا يو داسي درد دی چي له مرګه پرته بله دوا نه لري، (نو) زه به څنګه ووايم چي د دې درد علاج را وکړه.

په عربي ژبه کي د عطف کلمې اته دي لکه  (و، فَ، ثُمَّ، أو، أم، حتّي، بل، لكن). په دې اتو کلماتو کي د (ف) توری د پښتو له (نو) يا (باره) سره اړخ لګوي، لکه د رحمن سورت په دې ايت شريف کي د (ف) توری يادولای سو: (فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ). ژباړه: (نو) تاسي به د خپل رب کوم کوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟

په اردو ژبه کي (تو) د عطف توری او د (باره، نو) معادل کلمه ده، مثلا: (( اچها (تو) يه بات ہے نا)). ژباړه: ښه نو دا خبره ده ها؟ د ميرزا غالب په دې بیت کي هم (تو) د (نو) په مانا راغلی دی:

رہی نہ طاقتِ گفتار اور اگر ہو بھی
تو کس امید پہ کہیے کہ آرزو کیا ہے.

ژباړه: د څه ويلو وس نه لرم او که وس هم ولرم، (نو) په کوم اميد به ووايم چي څه هيله لرم؟

۲: بالا

ځيني ليکوالان فکر کوي چي (بالا) د دري ژبي د لوړ (بلند) مانا ښندي، خو حال دا چي دا کلمه پښتو ده او زماني قید (Adverbs of Time) بلل کېږي. په دې مثالونو کي دا قید ښه ترا څرګندېږي:

۱: زه بالا (نور) ستا سره شراکت نه کوم.

۲: زه بالا (نوره) ډوډۍ نه خورم.

۳: زه بالا (نور) دفتر ته په خپل موټر کي ځم.

۴: زه بالا (نور) پر جګ بالښت نه ويده کېږم.

۵: زه بالا (نور) د ماځیګر له خوا خوب نه کوم.

په ځينو جملو کي (بالا) کلمه د اندازې قيد هم وي چي د اضافه او زيات مانا ورکوي، لکه په دې جملو کي:

۱: اوس (پاو بالا، پاو باندي) لس بجې دي.

۲: احمد ته د خپل پلار له ميراث څخه په يوه کور (بالا، زيات) سل جريبه ځمکه ورورسېده.

۳: دا ټوکر لس سانتي متره (بالا، زيات) يو متر دی.  

۴: احمد په دوې میاشتي (بالا، اضافه) شل کلن دی.

۵: دا ځمکه څه (بالا، اضافه) لس جريبه ده.

تر دې ځايه مو د (باره) او (بالا) کلمات له ګرامري پلوه له مثالونو سره يو ځای وڅېړل، دغه ډول مو د پښتو له نورو لهجو سره هم پرتله کړل، ورسره مو په دري، اردو او عربي ژبو کي هم د ورته کلماتو مثالونه راوړل، هيله ده چي اوس به د دې کلماتو ګرامري ارزښت واضح سوی وي. زه له ژبپوهانو، ليکوالانو او پوهنتون له استادانو څخه هیله کوم چي د هري لهجې د اصطلاحاتو، لغتونو، ترکيبونو او نورو اړخونو ګرامري ارزښت تشريح کړي، که څوک له نورو لهجو سره نااشنا يا دا کار ګران ورته معلومېږي، نو خپله لهجه خو ښه څېړلای سي.

ځیني ليکوالان يو شمېر لغتونه او ترکيبونه له دې امله نه ليکي او یا مخالفت ورسره کوي چي ګواکي دا کلمه عامه نه ده او يا دا دليل راوړي چي عام خلک يې په مانا نه پوهېږي، زما په نظر د پښتو ژبي ځيني کلمات ځکه نه دی عام سوي چي څېړل سوي او ليکل سوي نه دي، که موږ دغه ډول کلمات علمي وڅېړو، نو مانا به يې روښانه او د استعمال ځایونه به يې مشخص سي، ليکوالان او خبريالان به يې وکاروي، د بېلابېلو مفاهيمو لپاره به ښه بديلونه پيدا سي، ځيني بديلونه به لوړ هنري ارزښت ولري، هم ليکوال او هم به يې لوستونکي خوښ کړي. د دې تر څنګ به د هري لهجې ويونکي په لیکنه او رسنیو کي د خپلي لهجې حضور احساس کړي او په دې ډول به د معياري لیکدود لپاره لاره اواره سي.  

3 COMMENTS

  1. د ګران او دروند ورور همت صاحب پراخه مطالعه او حوصله د ستاینی وړ ده البته دا عقیده به ئې هم د ستاینی وړ وی که کوم بل چا ته د نظر د څرګندولو اجازه ورکړی چه مطمئناً همداسی به
    .وکړی
    ژبه د وولسونو د کلتور یا فرهنګ یوه برخه ده چه نورو برخو غوندی د ډول ډول ځانګړتیاوو څخه برخمنه ده
    مثلاً د لوی کندهار د وولس کلتور د لیری څخه د مشابه او ورته والی کلتور درلوونکي دی خو له نژدې څخه ورته ځیر شو په ډېرو برخو کی د محسوس توپیر درلوونکی دی لباس، لهجه ،خوراک
    .چښاک او نور کلتوری اوصاف
    په عمومی محاوره کی ځینی لغات فقط د ښار د باندی سیمو یعنی اطراف کی کارول کیږی او د ښار اوسېدونکو ته هغه لغاتونه
    .چندان آشنا او مأنوس ندی او برعکس
    یو لدغو کلمو څخه( باره) او (بالا) دی
    د ښار اوسېدونکی( بالا )وائي خو د( باره) سره چندان او یا هیڅ شناخت نلری خصوصاً د لیکنی په نړۍ کی اصلاً دا دوې کلمې په رسمیت نه پېژنی او که په کومه لیکنه کی مثلاً( باره) یا( باره ولیکل شی د واده د د شپې د ښکلی لباس د لندې نېکټائي یا لندې
    .لونګۍ حیثیت به ولری
    بل عرض می دادی چه (باره )په اصل کی د دوباره خُلصه بڼه ده
    باره معمولاً د مکرر تفعیل په صورت کی استعمالېدی یعنی زه دوباره راغلم یعنی بیا راغلم چه البته وروسته ئې د تفهیم او انګېزې بڼه هم بدله شوه او په غیر مکرر حالت کی هم د استفادې
    .وړ وګرځېد
    د بالا کیسه هم د خړتیا سره مخ وه او ده
    بالا د مؤقر بانډار خاوندان نه په ورځنی محاوره کی کاروی او نه په لیکنو کی چه البته د بالا دروند مزاجه الترناتیف همدا (نور )ګڼل
    .کېدای شی
    زما یو دوست کیسه کول چه په کوم بانډار کی څو پښتانه سره غونډ شوی ؤ چه دوه درې پکی د پکتیا برادران هم وه
    خبره تر لهجو پوری ورسېده پکیتیا وال ورور زما کنداری دوست ته وویل چه کنداریان ښه آسانه لهجه لری یعنی کله چه څاه ته هم
    .ور کوزېږی نو وائې چه زه بالا څاه ته ور کوزېږم
    زما په نظر د پکتیا وال ورور د دې ذهنیت علت دادی چه بالا په هره غیر کندارۍ ژبه کی د لوړ یا پاس مفهوم لری نو ځکه یو غیر کنداری ته بالا (پاس) څاه یا زېرخانې ته کوزېده د حیرانتیا او
    .تبسم خبره ده.لکه چه حوصله می ختمه شوه
    .بیا هم د ښاغلی همت صاحب څخه د لیکنی څخه ډېره مننه

  2. گران او هڅاند عبدالنافع همت
    تر هغې وار له مخه چې ستا اونورو مينه والو د پوره سکَتې() قناعت لپاره پر دغه سکالو د نوي ژبني ساينس له پلوه يوڅه ډېره رڼا واچوم، دومره وايم چې گرد پردې پوهېږي چې دغه دوه وييونه او وييکي له آره پارسي دي او داکوم ويار يا عيب نه دی، خو د پښوييزو- رغاونيزو ټوليو (گراماتيکل کتگوريو) په توگه يوازې سوېل-لوېديز يا کندهاري گړدودي گرامر لپاره ارزښت درلودای شي، لکه چې هربرت پنزل دغه کار کړی، که :څه هم دېته يې پام نه دی شوی او چک بېچکا دومره سېستماتيک نه دی ارزولی ،په تېره ځانگړې اکسنتولوجي چې مارابرسېره کړه او کتابي بڼې له مخه مې پر ۱۳۱۵ ل له استاد رشاد سره شريکه کړه دغه گړدودي ډله له همدغې ځانگړې خجپوهنې له لامَله ، د درو نورو ډلو (منځنۍ_سوېل ختيزې او شمال ختيزې ) پر وړاندې يو نه پوخلا کېدونکی دريځ راخپلويي، مانا يې داشوه چې په ټوليزه معياري پښتوېه چې وياړ يې زما په برخه دی او له نيمې پېړۍ راهيسې څوځله اپدېټ شوی چاپ شوی او اوس يې د پسرغښتي (پوسټ سترکچرال ) له انقلاب سره بل چاپ ته چمتو کوم ، که ته پخواني دوديز هغه له مومند بابا او ايازي تر استاد رښتينه هېڅ علمي بنسټ نه لري او له عربي يې راژباړلي دي! هغوی گرده ژبه پر اسم و فعل و حرف وېشله او مصدر يې بيا ا د صرف و نحوې او وييرغاونې بېخ و بنياد باله په هر ډول به لکه چې ومې ويل، همستا په اجاړه به يو څه زياته باندې واچوم او له همدې پاڼې به يېدر خپور کړم! مينه او مننه ستا او نورو گردو پښتو مينه والو زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب