یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاد خولې او غاښونو د حفط الصحې د نه مراعتولو ناخوالې

د خولې او غاښونو د حفط الصحې د نه مراعتولو ناخوالې

لیکنه ــ شمینه نیازۍ 
دا چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی او د اجتماعي اړیکو له مخې له انسانانو سره د ناستې، ولاړې خبرو ، اترو مناسبات او اړیکې لري،نو اړینه ده د ټول وجود د پاکوالي تر څنګ د خولې او غاښونو حفظ الصحې ته خاصه پاملرنه وکړي.
د غاښونو پاک ساتل نه یوازې د انسان په ظاهري ښکلا کې اغیزمن رول لري.


بلکې ټولنیزو اخلاقو او ادابو ته د احترام تر څنګ د زیات شمیر وژونکو ناروغیو د خپریدو او منځ ته راتلو په مخنیوي کې هم مهم رول لري.

راځئ لاندې پوښتنې ځواب کړو:
ولې مو غاښونه خرابیږي؟
له غاښونو څخه د بې پروایې له امله کومې ناروغۍ رامنځ ته کیدای سي؟
څه ډول د غاښونو له رژیدو او خرابیدو مخنیوی کوای سو؟ 
لومړی:
د غاښونو د خرابیدو عوامل:
ــ مختلف ډوله الکولي مشروبات
ــ نشه یې توکي
ــ قندي مواد
ــ غذاګانې
ــ قوي دواګانې
ــ عمر
ــ ارثیت
ــ ضربه
ــ یو شمیر نور عوامل …

د خولې او غاښونو د حفظ الصحې نه مراعتول کومې ناخوالې رامنځ ته کوي؟
ــ د ستوني امراض
ــ د وریو التهاب(Gingivitis)
ــ تنفسي ستونزې او مشکلات
ــ د خولې سرطان
ــ د غاښونو رژیدل،ماتیدل او توییدنه
ــ نور….

څه ډول د غاښونو له خرابیدو مخنیوی کوای سو؟
ــ تر هر ټولو مهمه حفظ الصحه د غاښونو لپاره د بورس او کریم استعمال ده
د شپې لخوا تر څملاستو وړاندې او سهار د خوړو تر خوړلو وروسته په ښه طریقه د غاښونو بورس کول مو د خولې له ناروغیو او د غاښونو له رژیدلو ژغوري.
ــ د محمدي سنتو له مخې د اودس پر مهال د مسواک استعمال د غاښونو د سلامتیا لپاره غوره عمل ده.
ــ په زیاته اندازه د پاکو او صحي اوبو څښل
ــ د خوړو له خوړلو وروسته د مخصوص تار په واسطه له غاښونو څخه د غذایي پارچو او پاتې شونو لرې کول.
ــ د زیاتو خوږو او قندي موادو له خوړلو ډډه.
ــ سهار لخوا د شیدو څښل مو غاښونه پیاوړي کوي.
ــ د لیمو او ګرمو اوبو په محلول مو خوله د ورځې لخوا دوه ځلي غرغړه کړئ.
ــ د سوډا،لیمو،او مالګې مخلوط مو د ورځې دوه ځلې د غاښونو د بورس کولو لپاره مهم وګڼئ.

پاملرنه:

زیات هیوادوال مو د غاښونو او خولې له حفظ الصحې سره چندان لیوالتیا نلري.
علت یې هم شاید دا وي چې د خولې او غاښونو له ناپاکۍ سره د تړلې ناروغیو په ناخوالو نه پوهیږي.
په هر حال ما د خپل وس مطابق یو څه کم معلومات ولیکل 
هیله ده ترې ګټه واخیستل سي.
نوټ: د غاښونو پورې د مربوطه نورو ناروغیو او ستونزو لپاره کولای سئ د غاښونو مربوط ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب