جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبشعرمحمده! شاعر: اسمعیل لاروی

محمده! شاعر: اسمعیل لاروی

يو ګلاب له خپلې څانګې را بېل شوی

د انسان د وينو رود په سر اخيستی

يو ماشوم له ډېرې تندې وينې وڅښې

او په زړه ېې دی د وېرې غر اخيستی

يوه مور د دې راده په غاړه ژاړي

د زلمي زوی مستي وينې يې بهېږي

يو بوډا پلار هم حيرت ورپسې وړی

د اولاد د وينو رود ورنه تېرېږي

د رود څنډې ته زرينه ماڼۍ هم شته

مستې نجونې پکې ناڅي، زلمي خاندي

او مالک د ماڼۍ وايي، رود ته ګوري

منظره يې کوي خوند، وينې بهاندې

د ماڼۍ مالک د ساز له محفل لاندې

په سره رود کې دواړه سترګې دي ګنډلې

چې بېړۍ د خواهشاتو مې چلېږي

همېشه دې وي دې رود وينې زبېښلې

د ماڼۍ خرمست مالک په خندا وايي

خپل راتلونکی به له دې هم منور کړم

دا ماڼۍ به وي سبا له دې هم ښکلې

د انسان د وينو رنګ به ورته ور کړم

له څرمنو به يې جوړې کړم قالينې

فانوسو ته به له سترګو غمي جوړ کړم

دا ماشوم، مور او بوډا به هم حلال شي

او خپل سپی به يې په غوښو باندې موړ کړم

زه ماڼۍ او د سرو وينو رود ته ګورم

چوپه خوله ورته ولاړ يم، دا مې زور دی

څو خرمست پکې خوشحاله وي ټول عمر

د بشر په وينو جوړ د شيطان کور دی

سبا دې رود ته زما وينې ګډېږي

بس له خپل ويده ضمير سره فرياد کړم

تصور دې د مثال کولای نه شم

محمده ص تا چې کله هم را ياد کړم

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب