جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینماشاهرخ خان پنځوس کلن شو

شاهرخ خان پنځوس کلن شو

د هند د سینما نامتو ستوری شاهرخ خان، چې پنځوس کلن کېږي، وايي چې لا هم د سینما له نړۍ څخه رخصت نه اخلي.

شاهرخ خان نن دوشنبه/اکتوبر۲مه/   پنځوس کلن شو.

دی وايي:«ما فیصله کړې چې له پنځوس تر ۵۵ کلنۍ ۱۵ ډېر ښه فلمونه جوړ کړم، دا به خورا مشهور فلمونه وي، بې جوړې فلمونه.»

شاهرخ خان دغه راز وویل:«غواړم مخکې تر دې چې مړ شم دومره فلمونه جوړ کړم چې څومره ممکنه وي.»

شاهرخ خان د ګڼو نورو ځوانانو په شان په فلم کې د کار کولو لپاره مومبی ته لاړ او په نسبتاً لنډه موده کې د بالیووډ په یوه مشهور ستوري بدل شو.

شاهرخ خان په اتیایمه لسیزه کې په تلویزیوني سریالونوکې دوبلاژ کاوه. د ده لومړنی فلم په ۱۹۹۲ م کال د دېوانه په نوم راووت.

شاهرخ خان په څه باندې شل کلن فلمي ژوند کې تر ۸۰ په زیاتو فلمونو کې رول لوبولی چې اکثره یې د (دل تو پاګل هې)، (کچهـ کچهـ هوتا هې) او (چینايي ایکسپریس) په شان بریالي شوي دي.

د شاهرخ خان د شهرت اندازه د ده له فېسبوکپاڼې هم لګولی شو چې تر ۱۵ ملیونو زیاتو خلکو لایک یا خوښه کړې ده.

د ده شهرت په هند پوري محدود نه دی بلکې په پاکستان، افغانستان، روسیې او ایران کې هم د ډېرو خلکو خوښېږي.

شاهرخان منتقدان هم لري. د فلم کره کتونکي وايي چې شاهرخان په تمثیل کې مبالغه کوي، او د تمثیل او اکټ شېوې یې محدودې دي.

خو له دې سره سره د ده کره کتونکي په دې کې هم شک نه لري چې د شاهرخان شهرت بې ساری دی. دی دا توان لري چې د فلم د لیدونکو زړونه خپل کړي.

د فلم کره کتونکې سوپرنا شرما وايي:«شاهرخان دا وړتیا لري چې څوک وژړوي، وخندوي او پر یوې نجلۍ یې مین کړي او دوه نیم ساعته لیدونکې له ځان سره په فلم کې وساتي.»

په وروستیو کې، کله چې د بریتانیا یوه پوهنتون شاهرخ خان ته افتخاري دوکتورا ورکړه، د ده یوه مینه وال په فېسبوک کې ورته ولیکل:«د زړه دوکتورا. کله چې خپګان، مایوسي او بد حالت احساسوم تاسو موږ ته ښه احساس راکوئ.»

فوربس مجلې د شاهرخان شخصي عواید ۲۶ ملیون ډالره اټکل کړي او دی یې په فلم کې د کار کولو په بدل کې د اجورې د زیاتوالي له نظره په نړۍ کې اتلسم فلمي ستوری بللی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب