دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلیکوالان ولې علمي او ادبي غلا کوي؟| سيلانی

لیکوالان ولې علمي او ادبي غلا کوي؟| سيلانی

غلا د حقوقي جرمونو يو ډول دی. د ياد جرم ساحه يوازې ټولنيز ژوند پورې نۀ محدوديږي، بلکې پۀعلمي مراکزو او ځايونو کې هم ترسره کيږي. پۀ اکډميک ماحول کې ورته د علمي او ادبي غلا اصطلاح کاروي. پۀ لويديځه نړۍ کې د علمي/ ادبی غلاوو د پېژندنې لۀ پاره ډېرې لارې چارې او وسایل شته چې د نوموړي جرم مخنيوی پرې کيږي، مګر پۀ افغانستان او نورو وروسته پاتې هېوادونو کې دا عمل دومره معمول او مقبول دی چې ډېرررر لږو علمي/ ادبي اشخاصو ځان ترې ساتلی يا هم ساتي.
د نړۍ پۀ لومړي درجه هېوادونو کې د Plagiarism يا ادبي/ علمي غلا لۀ پاره ځانګړي اصول او د جزا قوانين موجود دی، چې عاملين یې پرې محاکمه او اصلي ليکوال ته خپل حقوق اعاده کړي. دا چې ولې یو ليکوال او علمي اشخاص دا کار ترسره کوي او لاملونه يې څۀ وي؟ پۀ دې ليکنه کې يې ولولئ. پۀ ټوليزه توګه ليکوالان د لاندې لاملونو پر بنسټ یاده کړنه ترسره کوي:
1. د مادي امکاناتو پۀ موخه
دا کار ډېری پۀ هغو هېوادونو او وګړو کې ترسره کيږي، چې پۀعلمي اثارو ډېرې پيسې ورکوي او د ژوند يوه برخه لیک و لوست ته ځانګړې کوي. نو ليکوالان لۀ همدې لارې د خپل ژوند مادي امکاناتو ته لاره پرانيزي او پۀ علمي غلا لاس پورې کوي. خو لۀ بده مرغه زموږ پۀ هېواد کې نۀ څوک علمي اثارو ته ډېر ارزښت ورکوي، نۀ هم پۀ علمي اثارو څوک ډېرې پیسې او نۀ هم لیک و لوست ته د ژوند ځانګړې برخه بېلوي.
2. د علمي رتبو د ارتقأ پۀ موخه
دا کار هغه علمي اشخاص ترسره کوي چې پۀ علمي مراکزو لکه: پوهنتون، علومو اکډمۍ، اطلاعاتو فرهنګ او دې ته ورته ځايونو کې کار کوي. ياد علمي مراکز د خپلو علمي کادرونو د پوهې او ظرفيت د لوړاوي پۀ موخه يو لړ ځانګړي اصول لري، چې لۀمخې يې یو علمي کادر بايد پۀ یو ځانګړې موده کې د ځانګړو اصولو لۀ مخې علمي ترفيع وکړي.
نو پۀ همدې موخه ډېری ښوونکي د خپلو ترفیعاتو لۀ پاره پۀ علمي او ادبي غلا لاس پورې کوي. کۀ چېرې تاسو د
افغانستان د پوهنتونو د استادانو اثار ولولئ ډېری سره ورته او حتا د يو بل کاپي دي، خو بیا هم پۀ جلا نومونو یې چاپوي. د بېلګې پۀ توګه : تاسو د پښتو ژبې ټولو لیکل شوي ګرامرونه او د ژبپوهنې اړوند اثار وګورئ او ويې لولئ، چې څومره سره توپیر او ورته والی لري. زما پۀ آند ۹۵٪ يو د بل کاپي دي. یا هم د ادبپوهنې او بلاغي علومو اثار وګورئ، تقریبآ ۹۰ سلنه سره ورته دي… دا کار د نورو ډېررررو زیانونو ترڅنګ يو لوی زیان دا لري، چې نۀ ژبه او ادبيات مو پرمختګ کوي، نۀ هم ټولنې ته لایقه ښوونکيي وړاندې کولی شو….
3. د رواني او اخلاقي موخې لۀ پاره
ځينې وخت ليکوالان علمي او ادبي غلا د اخلاقي، روحي او رواني ستونزو لۀ کبله ترسره کوي. لکه: حسادت، کینه… کله ناکله ځينې ليکوالان د نورو ليکوالو پرمختګ، مطرح کېدل او پوهه نشي زغملی، نو پۀ همدې موخه علمي غلا کوي ترڅو تر نورو وروسته پاتې نشي او پۀ ټولنه کې ځانته کاذبه شهرت تر لاسه کړي. دا کار هم زموږ پۀ ټولنه کې ډېر معمول او مقبول دی، چې بېلګې يې هم ډېرې زیاتې تر سترګو کيږي.
4. د تنبلۍ لۀامله
لټي او تنبلي زموږ د ليکوالو يو بل ستر ناوړه عادت دی، چې علمي او ادبي غلا ته دوی هڅوي. طبيعي خبره ده چې يوه څېړنيزه مقاله او اثر ډېرو ګړاوونو، څېړنو، مطالعې او هڅو ته اړتيا لري يا هم کله چې موږ د يوې داسې موضوع د څېړلو پۀ لټه کې شو، چې هغه پخوا چا نۀ وي څېړلي، نو موږ اړ یو تر څو د نوموړې موضوع پۀ هکله نوي او پخواني اثار ولولو، د څېړنې طرحه ورته وليکو او دې ورته نور اړين تحقيقاتي کارونه ترسره کړو چې يوه څېړنه مو بشپړه شي. ياد کارونه د يو تنبل او غبي ليکوال لۀ توان څخه پوره نۀ وي، نو دوی د تنبلۍ لۀامله پۀ علمي او ادبي غلا لاس پورې کوي او د نورو ليکوالو لۀ تيارې مړۍ څخه خپله ستونزه حلوي. دا کار هم زموږ ډېری تش پۀ نوم پېژندل شوي د پوهنتون استادان يې ترسره کوي او ډېرې بېلګې زموږ په ټولنه کې شته.
5. د جزايي قوانينو نشتون
د جزايي قوانينو نشتون پۀ يو هېواد کې د ټولنيزو جرمنو ترڅنګ علمي او ادبي جرمنو ته هم لاره هواره وي. ياد جزايي قوانين د نړۍ پۀ لومړي درجه هېوادونو کې شته، مګر لۀ بده مرغه د نړۍ پۀ درېيمه درجه هېوادونو لکه افغانستان او ځينې نورو هېوادونو کې ډېری داسې اثار تر سترګو کيږي، چې کټ مټ يې د بل ليکوال لۀ اثارو څخه پرته لۀ کومې اجازې او څېړنيزو اصولو کاپي کړي وي، خو دا چې ورته دروند جزايي قوانين نشته نو څوک ترې پوښتنه نشي کولی چې ولې دې دا عمل ترسره کړی؟ همدا لامل دی چې زموږ ډېری ليکوالان پۀډېرې سپين سترګۍ او ناپوهۍ د نورو ليکوالو پۀعلمي شتمنيو ځان ته کاذبه شهرت ګټي او راتلونکی نسل د جهالت پۀ تيارو کې ساتي. ياده قهرماني(!) هم زموږ د ډېرو ليکوالو او استادانو په وجود کې شته… داسې ليکوالان او استادان پېژنو چې د نورو په اثارو يې خپله پوهاندي تر لاسه کړې، خو داچې جزايي قوانين نشته، سرې سترګې لکه: قیصاري، عليپور او طالب جان ګرځي څوک څۀ نۀ ورته وايي.
6. پۀ بهرنيو ژبو پوهېدل او نۀ پوهېدل
ځينې وخت ليکوال ته پۀ بهرنيو ژبو پوهېدنه او نۀ پوهېدنه هم د علمي او ادبي غلا زمينه برابره وي. ځينې ليکوالان او استادان د يوې موضوع د څېړنې پۀ موخه هڅه کوي، چې موضوع پورې اړوند بهرني اثار مطالعه کړي. تر څو نوي موضوعات خپلې ژبې او ادب ته را دننه کړي، خو د موادو د کارونې پۀ وخت کې د څېړنې اصول تر پښو لاندې کوي او د بهرنيو ليکوالو اثار را ژباړي او پۀخپل ن يې چاپوي. دا کار زموږ ځينې ليکوالان هم کوي چې حتا اثار يې پۀ کابل او نورو پوهنتونونو کې تدریسيږي.
برعکس ځينې وخت ليکوالان پۀ بهرنيو ژبو نۀ پوهيږي، چې همدا کار دوی علمي او ادبي غلا ته هڅوي، دا ځکه چې هغوی د يوې موضوع پۀ هکله کافي اندازه مواد ترلاسه کولی نشي، نو ځکه يې لۀ نورو ليکوالو غلا کوي. دا کار هم زموږ ډېری ليکوالان ترسره کوي او ډېرې بېلګې يې د پښتو ادبياتو پۀ برخه کې در پۀ ګوته کولی شم. د بېلګې پۀ توګه: د پښتو ادبياتو تاريخونه، ادبي تيوريانې، ادبي کره کتنې او داسې نور اثار در واخلئ چې ډېری يو د بل کاپي دي او هېڅ نوي موضوعات پۀ کې نشته.
درانۀ لوستونکي دې پۀ خپل نقد و نظر زما نيمګړې ليکنه بشپړه کړي.
سرچينې
1) مرتضايي،سيدجواد. از توارد تا سرقت ادبي. دانشیار گروه زبان و ادبیات فارسی، دانشگاه فردوسی مشهد.
2) سرقت ادبی چیست؟ روز نامه هشت صبح
3) آشنایی با مفاهیم سرقت علمی ( سرقت ادبی) وشیوه های مقابله با آن: سایت انترنیتی
4) دکتر مهین نازمیر دهقان: سرقت علمی و پیشگیری با آموزش آن

2 COMMENTS

  1. ښه لیکنه ده، خو د لیکوال جمع لیکوالان ندي، بلکې خپله لیکوال یې د جمعې حالت هم دی.
    لکه څنګه رقم چې د کلیوال جمع کلیوالان نه لیکو، دغسې د لیکوال مفرد او جمع هم په همدې بڼه لیکو.
    درنښت او بریاوې.

  2. د لیکني په پیل کې لولو:

    ((غلا د حقوقي جرمونو يو ډول دی…..))

    یعني جرمونه حقوقي هم وي! یا مو مطلب بل څه دی؟

    په زړه پوري جمله، که رڼا ورباندي واچوئ، منندوی به مو یم.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب