چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeمقالې  د سینما په ورانوولو سره به صالح ځان ملاعمر او بغدادي ته...

  د سینما په ورانوولو سره به صالح ځان ملاعمر او بغدادي ته نژدې کړي

امید اڅک

موږ به ژر په کوم غم وژاړو، د کومې فاجعې مخه به ونیسو؟ څوک مو د سر، څوک مو د هېواد او څوک مو د فرهنګ او تیر تاریخ په بربادۍ اخته دي، د دې ترڅنګ ډير افسوس په دې راځي چې د  روان ناورین په اړه مو یا ډيری ولس هیڅ درد نه احساسوي او یا داسې منظمه جوړښت نشته چې د یو منظم میکانیزم له لارې هر څه مهار کړي. 

دمګړۍ مو هیواد او ولس له سخت، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، یعنې هم په انفرادي او هم په ټولنیز ډول هر څوک په خپل غم ژاړي او هر څوک د ځان په فکر کې  ورک دی.   

له طالبانو او داعشیانو او نورو پاروونکو ډلو ګیله هم نه ده په کار، ځکه چې د هغوی همدا کار دی، عملا په مخالفت کې دي، هم وژل کیږي او هم وژل کوي. 

راځو دې ته چې د حکومت په چوکاټ کې زموږ  د ولس، هیواد، فرهنګ او تاریخ سره څه روان دي؟

څه موده مخکې د کابل د ناامنۍ په اړه د کابل ښار د چارو اداره د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح ته وسپارل شوه. 

ښاغلی صالح په کې ښه وځلیده، موږ یې هم ملاتړ وکړ او په دغه برخه کې یې لا هم ملاتړ کو، نوموړی  د خپل فیسبوک پاڼې له لارې هر سهار د جلسه شش ونیم صبح په نوم راپور خپروي او د دغه راپور له لارې په کابل کې د اړوندو موضوعاتو په اړه د خلکو سره معلومات شریکوي.  

نوموړي د روان کال لړم میاشتې په ۱۵ تاریخ، چې د ۲۰۲۰ ز کال د نوامبر د ۵مې سره سمون خوري په خپل شمیروار راپور په پنځمه برخه کې یوازې داسې لیکلي و: 

 «سینمای شهر نو تخریب میگردد و الی تصویب طرح بدیل ساحه ای آن سبز میشود.»

 نور یې هیڅ وضاحت نه و ورکړی، چې ولې دغه سینما ړنګوي؟ په ځای یې څه جوړیږي؟ 

د روانې میاشتې«لړم» په ۱۷مه نیټه خبر ورکړل شو، چې د ښاروالۍ له خوا ددغه سینما د ورانولو عملي کار پیل شو. 

د ښاروالۍ ویاندې آغلې سمیرا رسا رسنیو ته ویلي، چې دغه ودانۍ د بیا جوړونې امکان نه لري او ددې ترڅنګ یې دا هم ویلي چې د دې ودانۍ د بیا رغونې او د بدیل په توګه یې تر دې دمه کوم لازم تصمیم نه دی نیول شوی.

یعنې په دې معنی چې سینما ورانوي خو په بدل کې یې هیڅ هم نه جوړوي، څه معنی؟

د دوی ډيره شرموونکې او ډيره پروتې عامیانه توجیه دا ده چې هلته پوډریان او چرسیان اوسیږي، چې په حقیقت کې دا هم د همدوی د بې کفایتۍ نتیجه ده چې په یو فرهنګي ځای کې دې هغسې خلک ووسي او دوی دې آن دومره ونشي کولی چې د یوې ښې برنامه ریزۍ په ترڅ کې د پوډریانو د تجمع په ځای  هلته خپل ولس ته ښکلې نندارې وړاندې کړي. 

د غني او صالح دغه ورانوونکی تصمیم د هیواد د ډيرو فرهنګیانو له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شو، خو داسې ښکاري چې لکه د بامیانو بودا د ورانوونکي په څیر دوی هم په خپل خره سپاره دي او هیڅ ډول دلیل ورته د منلو نه دی. 

تاسو به لیدلي وي، چې کله زموږ د هیواد ځوان نسل لرې او نږدې هیوادونو ته ولاړ شي نو لومړی احساس یې فرهنګي فقر وي، داسې احساسوي چې موږ رښتیا هم هیڅ نه لرل او نه یې لرو، همدلته ده، چې د مقابل لوري پر وړاندې مایوسه او شرمنده شي. 

مګر حقیقت دا دی چې موږ هر څه لرل، داسې فرهنګي سیستم مو لاره چې دا څلویښت کاله یې د نورو هیوادونو روزل شوي اجنټان په یو نوم او بل نوم په ورانولو ستړي شول او په سیستماتیک ډول یې هر څه له منځه یوړل چې اوس ورته سینماګانو نوبت ورسیده چې دیته یې هم مټې بډ وهلې. 

داسې هم ویل کیږي چې د پارک سینما تر څنګ د زینب سینما د ورانوولو تصمیم هم نیول شوی دی. 

د نوي نظام په راتګ سره په میلیاردونو میلیاردونو ډالر راغلل، غلا شول او حساب یې هم هیچا وانخیست، نه فرهنګ ته کار وشو، نه اقتصاد ته، نه نظام ته او نه پرې زموږ د هیواد بنسټیز اقتصادي او معنوي ارزښتونه ورغول شول. 

هغه خو ونه شول ونه شول، اوس یې هغه پخوانیو پسې هم اخیستې چې وران یې کړي او په دې سره زموږ د تیر فرهنګي او انساني برم هغه ټولې نښې نښانې ورسره په ځمکه کې دفن کړي. دا جنایت دی، دا ظلم دی، دا د افغانستان د تیر انساني تاریخ سره جفا ده.

 صالح او غني دې په دې پوه شي، چې د فرهنګي اماکنو په ورانولو سره به د بامیانو بودا د ورانوونکي ملا عمر او د سوریې او عراق د تاریخي آبداتو د ورانوونکي ابوبکر البغدادي په صف کې و شمیرل شي او تاریخ به یې په اړه د راتلونکو نسلونو لپاره په تور رنګ شرموونکې داستونونه وړاندې کړي او صالح به ددې کار په ترسره کولو سره په خپل لاس د خپل سیاسي ژوند د ښخولو لپاره قبر وکني. 

اوس هم ناوخته نه دی، ولسمشر او مرستیال یې باید د سینما د ورانوولو څخه تیر شي او یا دې خلکو او په ځانګړې توګه د فرهنګ او سینما کارپوهانو ته قناعت ورکړي، چې ولې دغه سینما ړنګوي او پر ځای یې حل اقل یو څه جوړو.

ممکن دوی ته ددې سینما ګانو ورانول د یوې ودانۍ ورانول ښکاره شي، خو دلته داسې کسان شته، چې په دې سینماګانو او فرهنګي ودانیو کې د خپل تیر تاریخ او نیکونو د عظمت نښې نښانې ویني. 

نو که صالح او غني په خپل ژوندوني د سیاسي او فرهنګي بدقضاوت څخه ځان ژغورل غواړي، ددې کار څخه دې تیر شي او د ړنګولو په ځای دې دغه ودانۍ بیا ورغوي…

4 COMMENTS

  1. د دې نه به ښه او ښکلې جوړه کړي.
    هغه ښاغلی امرالله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال په خپل کار ښه پوهیږي، نور نو په دې خبره کې افراط ندی پکار او نه هم هغه د داعش او طالب سره سمه وه .
    لږ زغم او لږ صبر نه کار واخلئ، ښه به هم وي او مشر ته وخت هم ورکړئ چې خپل پلان بشپړ کړي، په پایلو به بیا پریکړه وکړئ.
    مننه.

  2. امید اڅک وروره،
    سینما څه کوی؟ څه ډم خو نه یی چه سینما ته ځی؟سینما فلمونه دا خو د وزګارو لوچکو بی لمانځه خلکو کار دی، د وینی ویالی راوانی دی ته د سینما غم کوی،ځان ته پښتون او مسلمان هم وایی،

  3. زه د سالمی او ښوونزی سینما مخالف نه یم
    خو
    یوازی یوه زړه ودانۍ او دیوالونه د خاطراتو د کلکسیون د خړوبتیا او زرغون ساتنی لامل نه سی ګرځېدای.
    دداسی سینما په زېرزمین کی د شاه شجاع….منډم چی نندارې ته وړاندی سوی فلمونه ئې لا څه کوې چې حتی پرده او ماشین او حتی چوکۍ ئې هم د نورو هیوادونو تولیدات وه او دی.
    زما وړاندیز دا دی چی لدې وروسته باېد خپل دکور زوړ او مات منګئ او ګړونج او کږه او زړه دشلومبو کاچوغه هم لیری و نه غورځوو ځکه زموږ خاطرات ور سره سریښ دی.
    منطق هم ځانته خپله آرایشګاه لری.

  4. د همدې وېبپاڼې په یوه خبر کې راغلي وو چې: امرالله صالح وایي چې د دې زړې سینما پر ځای به یو کلتوري مرکز، یو کتابتون او یوه نوې سینما جوړه شي. که هغه خبر سم وي نو خو بیا د تشویش لپاره ځای نه پاتېکېږي. که د چا په یاد وي، د کابل سینما ورانه شوه او پر ځای یې همدغه د زرنګار پارک جوړ شو او هغه تر ټولو زړه سینما وه. د پامیر سینما ورانه شوه او پرځای یې دا اوسنۍ سینما جوړه شوه. د بهزاد سینما خو بیخي ورانه شوه. کابل نندارې په څه حال کې ده. د صحنه بهاري چمن په نوم چې کله به سینما هم وه او پل محمودخان ته نږدې پرته وه ورانه شوه. میوند سینما (په قالین فروشیو کې) د جادې خولې ته نږدې ورانه شوه. فرخي سینما عیدګاه جومات ته څېرمه ورانه شوه. د اقبال سینما په سید نور محمد شاه مینه کې له مینځه ولاړه. اریوب سینما په بد حالت کې ده. د کابل ښار اکثره تاریخي او زړې سیمې ورانې شوې. بالاحصار د ورانېدو په حال کې دی. نو اوس باید د یوې سینما پر ځای چې یوې بې هویتې ښځې ورته ژړلي، د افغانستان لپاره فکر وکړو چې خدای مکړه ټول وران نشي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب