جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح وايي بریدګرو خپل لاسونه په بمونو...

پر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح وايي بریدګرو خپل لاسونه په بمونو الوزولي

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۹) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو نوې موندنې ښيي چې بریګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوزولي دي.

امرالله صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه پر کابل پوهنتون د برید په تړاو تازه معلومات شریک کړي  او ویلي یې دي، چې بریدګرو دغه کار د دې لپاره کړی چې ونه پېژندل شي.

د ښاغلي صالح په خبره پر کابل پوهنتون، کوثر ښونیز مرکز او دغه راز د وروستیو هدفي وژنو په اړه هم نوې موندنې شوي، خو زیاتوي چې د کره والي لپاره یې لا هم څېړنې روانې دي.

د نوموړي په وینا کله چې بریدګر په دې پوه شوي چې امنیتي ځواکونه د بامونو په سوري کولو سره دوی ته رسېږي په لاسونو کې یې بمونو ته چاودنه ورکړې او ځان وژنې یې کړي دي.

هغه وايي، دغه کار ښيي چې هغوی پوهول شوي و، چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.

د امرالله صالح په وینا ګمان کوي، دغه بریدګر له دې وړاندې هم د جرمونو په تور نیول شوي او بایومتریک شوي، نو ځکه یې د نه پېژندلو لپاره خپل لاسونه او ګوتې پرې کړې دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د روانې عقرب میاشتې په ۱۲مه نېټه پر کابل پوهنتون وسله وال ډله ییز برید وشو چې چې ۲۲ تنه پکې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

که څه هم ددغه برید مسؤلیت داعش ډلې ومانه او طالبانو پکې لاس لرل رد کړل خو د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، چې دغه کار طالبانو کړی دی.

امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، که طالبان د برید مسؤلیت واخلي که نه، اسناد او ثبوتونه ښيي، چې دغه برید طالبانو کړی دی.

2 COMMENTS

  1. په فیسبوک او نورو خبری سایتونو کی داسی آوازی دی چی دا کار داعش کړی چی د یوه تخلص پنجشیری اود بل خرسانی یاد شوی نو زیاتره هغه کسان فیسبوک کاروی دا خبره کوی چی امرالله صالح غواړی دا خبره ددی لپاره چی ددی قضیی اصلی څیره په پنجشیر باندی تمامه نشی پړه زیاتره وخت په طالبانو اچوی چی اکثره طالبان پښتانه ده نو زما د یو افغان په حیث دا له ولسمشر څخه غوښتنه ده چی د وزارت داخلی، څارنوالی د جنرال خوشحال سادات په مشری دا بهیر له سره وڅیړی چی آیا هغه کسان چی فیسبوک خبری خپروی رښتیا ده که هغه کار چی امرالله صالح یی وایی

    داسی نشی لکه داکتر نجیب الله په شان چی مرحوم نجیب الله غوښتل خارجی هیواد پناه یوسی چی همدی دوستم یی مخه نیولی مګر کله چی د وژلو خبره راشی بیا وایی چی دا کار طالبانو وکړ

    زما نظر داده که هغه وخت کی دوستم مخه نوای نیولی نن په داکتر نجیب الله د پنجاب له لاسه نه وژل کیده

    کچیری ولسمشر دا خبره یا دا قضیه جدی ونیسی نو اصلی خبره ولس ته معلومه شی چی پدی قتل کی پنجشیری او خراسانی لپاره برات نه وی ځکه خو هغه کسان چی وزارت داخلی څارنوالی ته معرفی شوی وو د امرالله صالح له لوری بیرته وګرځول شول

  2. ورونه او دوستان باید دې ته متوجې وي چې پاکستانی استخبارات ډېر زیات تقلبی فیس بوک او اجتماعی مطبوعات پاڼې او اکونتونه لري او ددې لارې غواړي چې افغان دولت او امرالله صالح چې د پاکستان سر سخت دښمن دی بد نامه کړي. که دا کار داعش کړی، هغه که هر څوک وي، که پنجشېرې دی او که د کوم بل ولایت دی، افغان دي. خو لېږلې پاکستان او ای اس ای دی. او ددې تباهې اصلې عاملین هم د چټلستان لامذهبه مشران دي. هیله مند یم افغانان د موضوع ریښو ته توجو وکړي او د منحوثو پاکستانی استخباراتو په فیسبوبکي لیکونو و نه غولېږي. د ای اس ای بعضې جاسوسان هم کله نا کله په تاند ويبپاڼه کې لیکنې کوي او خلک یې پېژني لکه ثابت. مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب