د ژوند کولو طريقې او لارې کیدای شي ډیرې وي. څوک چې د ژوند کولو له پاره له کومې لارې او طريقې ګټه پورته کوي هغوی ته همغه لاره او طریقه ښه او غوره ښکاري او د يوې ښې لارې او طریقې په توګه يې دلایل هم ور ته تراشلي وي.
د ځينو انسانانو د ژوند کولو طريقې یواځې د ځان په هکله وي او تل یواځې د خپلې ګټې په خاطر فکر کوي او نورو ته ارزښت نه ورکوي. څرنګه چې انسانان د رنګ، فزیکي جوړښت او عقیدې له مخې مختلف دي په همدغه ډول د فکر، پوهې او تګلارې له پلوه هم سره په یوه شکل نه دي. په ډیر شمیر انسانان بیا د خپل او خپلې کورنۍ د ګټو او ارزښت تر څنګ د نورو ژوند او ښيګڼو ته هم ارزښت ورکوي. کوم څه چې د ځان له پاره غوره ګڼي هغه د نورو له پاره هم غواړي.
که په لنډه او اسانه توګو د انسانانو د ژوند کولو لارې او طریقې په دوه برخو ووېشو و به ګورو چې کومې لارې او طريقې يې غوره او کومې يې د مدني قوانينو سره سر نه خوري:
لومړی غوره لارې او طریقې او تر څنګ يې هغه لارې چې يواځې د خپل ځان له پاره يې غواړي:
– پوښتنه کوي چې زه ستاسو له پاره څه کولای شم؟
پوښتنه کوي چې زما له پاره څه کولای شئ؟
– دوی ښې او با کرکتره پریکړې کوي.
دوی اسانه او ناسمې پریکړې کوي.
– دوي پیسې له ځان او خپلې کورنۍ ځاروي.
دوي ځان او کورنۍ له پيسو ځاروي.
– دوی خپلو کارونو ته منطق پیدا کوي.
دوی خپلو کارونو ته نا معقولې اړيکی جوړوي.
– دوی وايي چې لومري دې نور وي.
دوی وايي چې لومړی دې زه وم.
– دوی خپل ملګري شميري.
دوی خپلې پيسې شميري.
– د دوی شتمني د ارزښتونو پر اساس وي.
د دوي ارزښتونه د شتمنۍ پر اساس وي.
پایله:
یا به مدني قوانين مني او هغه لاره به غوره کوي چې د انسانيت لاره ده او په کې د ځان تر څنګ نورو ته ارزښت ورکول دي او یا به د مدني قوانينو خلاف او هغه لاره نیسي چی د وحشت او یواځي ځان د ارزښت ورکولو لاره ده.
نيکمرغه کسان لومړۍ لاره خوښوي او دویمه لاره د بدمرغو انسانانو لاره ده.
د رهبرۍ اخلاق
د جان مکسویل لیکنه
د مير احمد ياد د پښتو ژباړې غورچاڼ