جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهافغان دولت د امریکا له نوي حکومته وغوښتل چې د سولې په...

افغان دولت د امریکا له نوي حکومته وغوښتل چې د سولې په بهیر بیا کتنه وکړي

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۹) د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوي جوړېدونکي حکومته وغوښتل چې طالبانو سره پر پرېکړو او سولې بهیر باندې بیا کتنه او ارزونه وکړي او د افغانانو ترمنځ خبرې ژر پیل شي.

سرور دانش وویل سره له دې چې قطر کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سولې خبرې پيل شوي، خو دغو خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا پسې زیاته شوې ده.

دده په وینا، په قطر کې د سولې مذاکراتو د ځنډېدو اصلي لامل طالبان دي، ځکه په خپل دریځ کې نرمښت نه ښيي.

ښاغلي دانش چې نن یې په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خلاصون له امله تر نیوکو لاندی دی، ځکه چې ډیری خوشې طالب جنګیالي بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

دانش زیاته کړه، افغان حکومت څو ځلې د سولې د مذاکراتو برخه کې خپل حسن نیت وښوده، طالب بندیان یې آزاد کړل، خو هغوی د خپلو ژمنو خلاف جګړې او تاوتریخوالی زیات کړي دي او د سولې په خبرو کې یې ځنډ راوستی دی.

د نوموړي په وینا، چې طالبان لا هم له القاعده او نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري او په دې برخه کې یې هم خپل تعهدات نه دي عملي کړي.

تر دې وړاندې طالبانو افغان حکومت په دې تورن کړی و چې ګوندې د جګړې ډګر یې تود ساتلی دی او د سولې خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

سرور دانش د جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالانو له نوي جوړېدونکي حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې واقعیتونو ته په کتو د سولې له پروسې سره مسؤلانه چلند وکړي.

بل خوا، طالبانو هم له جوبایډن غوښتي چې د دوحې پر تړون پاتې شي او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب