جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: د ولسمشر لومړی مرستیال او امنیتي ادارې د امنیت په...

ولسي جرګه: د ولسمشر لومړی مرستیال او امنیتي ادارې د امنیت په تامین کې ناکام دي

تاند( دوشنبه، دعقرب ۱۹) د ولسي جرګې غړو په کابل او نورو ولایتونو کې پر وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او پر امنیتي ادارو یې سختې نیوکې کړې دي.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پرمهال وویل چې، امنیتي میثاق او د حکومت ورته نور پلانونه بې مانا او بې ګټې دي.

وکيلان وایي يادو پروګرامونو په هېواد کې د امنیت له راتګ سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

دوی همدا راز ویلي چې، امنیتي ادارې دې د ولس د تېر ایستلو پر ځای په عملي توګه د امنیت د تامین لپاره ګامونه پورته کړي.

د ولسي جرګې غړي زیاتوي چې، د ولسمشر لومړی مرستیال د څو اونیو لپاره د کابل د امنیت مسوول ټاکل شوی دی، خو هېڅ راز لاس ته راوړنه نلري او په امنیتي وضعیت کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

د ولسي جرګې غړو داسې مهال پر امنیتي ادارو نیوکه کړې، چې تېره شنبه يې د امنيتي ادارو مسولین د وروستیو نا امنيو په خاطر غوښتني وو خو هغه غونډه هم د جرګې د غړو د ناندريو له امله بې پايلې پاي وه.

په ورته مهال په کابل کې نا امنیو ښاريان هم سخت اندېښمن کړي.

دوی وایي وروستيو پېښو دوی او دکورنۍ غړي يې وېرولي او پر امنيتي ادارو هېڅ باور نه لري.

د کابل پر پوهنتون وروستی بريد چې، په زيات شمېر محصلانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ترټولو در دوونکې وه چې، عام خلک يې ووېرول.

کابل کې وروستۍ پېښه

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%98%d9%88%d8%b1%d9%86%d8%a7%d9%84%db%90%d8%b3%d8%aa-%db%8c%d9%85%d8%a7-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d9%88%d8%b4-%d9%be%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a8%d9%85%d9%8a-%da%86%d8%a7/

2 COMMENTS

  1. هو ! بل ته دانتقاد ګوته ډیره اسانه ده.خو دهغو خلکو لپاره چه خپله هیڅ دمسولیت احساس نلری.
    مګر څوک چه رښتینی دافغان بچی او پهٔ افغانانو او دی خاوره باندی یی زړه دردیږی.هغه خلک همیشه دمافیایی کړیو او پریپالو له خوا ښکنځل کیږی او دکار مخه یی ډب کیږی.مګر هغوی چه ریس یا نور مشران په تشنابو کی ټاکی هغوی خو باید هیڅکله هم دداسی خبرو جرأت ونلذی.

  2. ګوری هیواد والو تاسی ټول له هغه اول څخه تر ننه پوری پارلمان خبری او عمل وینی
    کچیری په قانون کی مشارکتی دولت تعریف وی نو بیا ولی دا خبره کوی چی پلانی ناکام دی
    کچیری په اساسی قانون کی د وزارت دنده مشخصه وی اود پارلمان دنده مشخصه وی نو بیا ولی له خپل قانونی صلاحیت څخه کار نه اخلی او تاسی ولی د کرزی په دوره دا مشکلاتو او ستونزو په اړه غږ نه پورته کوو

    مګر نن چی جنرال خوشحال سادات د ولس په زړه کی ځای لری ددی لپاره ولس ته خدمت مګر تاسی هغه څارنوالی ته معرفی کوی مطلب دا چی هر څوک خدمت کوی باید څارنوالی ته لاړ هغه څوک چی خیانت کوی په خارج کی د ځان لپاره آرامه ژوند وکړی

    د کرزی د دوری اکثره وزیران او معینان چی په فساد کی غرق وو او زه یی پیژنم په امریکا او برتانیه او اروپایی هیوادونه ښآیسته ژوند لری تر نن پوری تاسی د دوی د قضیو په غږ پورته نکړ

    ژوندی مثال یی د وزارت دفاع او وزارت داخله مخکینی وزیران دی چی اکثره په خارج کی ژوند کوی یا د نورو ادارو معینان چی اوس خارج کی ژوند کوی مګر نه څارنوالی ګام پورته کوی او نه هم پارلمان غږ پورته کوی چی کچیری په دولت کی فساد شوی نو چا کړی ، که اشخاص معلوم وی نو بیا د جرایم سنګین ولی ورباند پټه خوله نیولی، ولی څارنوالی د هغو په اړه ګام نه پورته کوی د فساد اداری د ټولو مشرانو معاشونه وګوری او بیا د یو عادی کارمند معاش چی سل چنده له مامور زیات مګر بیچاره مامور څارنوالی ته غوښتل کیږی مګر ریس ، معین او وزیر خلاصی تڼی ګرځی

    دا دولت شو آیا قانونی اساسی همدا هدایت کړی چی غریب او بی واسطی شخص بندی کړی او هغه کسان چی داخلی او بین المللی مافیا سره لاس لری خلاصی تڼی دی ګرځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی