جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا: طالبانو بودا وران کړ، امرالله صالح د کابل فرهنګ ورانوي

فرهاد دریا: طالبانو بودا وران کړ، امرالله صالح د کابل فرهنګ ورانوي

تاند (دوشنبه، دعقرب ۱۹) په کابل ښار کې د پارک سینما د ورانولو پر سر ناندرۍ پارېدلې دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي د ولسمشر لومړی مرستیال دې د ورانولو پر ځای ودانول وکړي.

د ګڼو غبرګونونو تر څنګ د هېواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا هم د ولسمشر له لومړي مرستیال غوښتي چې، د پارک سینما د ورانولو پر ځای دې هغه ورغوي.

د دريا په خبره طالبانو بودا وران کړ او امرالله صالح د یوې پخوانۍ سینما د ورانولو امر ورکوي چې دواړه د فرهنګ ختمول او د تاریخي اثارو بربادول دي.

هغه ویلي کابل یو ښار نه بلکې یو فرهنګ دی چې، باید د جوړولو لپاره یې اغېزناک ګامونه پورته شي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالي وایي چې، پارک سینما ورانه شوې ودانۍ يې وېجاړه شوې او د دې احتمال شته دی چې، له امله یې بشري ناورین رامنځ ته شي.

1 COMMENT

  1. هغه وخت چې تلویزیون او نني عصري وسایل نه وو، سینما د فلمونو اونړیوال فرهنګ سره د معرفت تر ټولو ښه وسیله وه . اوس د انترنت له برکته سینما په هرکور کې شته . کوم فلم او ډرامه چې غواړې په خپل کور کې په آساني سره لیدلای شئ . بنا سینما ګانو تر یوځایه خپل پخوانی ارزښ له لاسه ورکړیدی.
    که نوموړې سینما له خامو خښتو جوړه شوي وي او یا ودانۍ یې د وخت په تېرېدو خپل ثبات له لاسه ورکړی وي ، د چپه کېدو احتمال یې زیات وي ، د بیا رغولو کار یې ستونزمن وي او یا یې مصارفات له حده زیات وي ، په هغه صورت کې ورانول یې بهتره دي ، تر څو په راتلونکي کې د انساني ناورین او تلفاتو مخه نیول شوي وي.
    پرځای یې بل کلتوري مرکز ، کتابتون ، سپورتي وسایلو سمبال مرکز، د ماشومانو د لوبو او ساتېرۍ ځای او یا کوم بل داسې څه جوړ شي چې زمونږ ځوانان هلته د راټولېدو او ورتللو نه مثبته ګټه واخلي او د کابل ښاروالي لپاره هم یو معین مقدار عاید تر لاسه شي .
    شاهین افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب