Homeخبرونهجان هاپکنز پوهنتون: د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۵۰ میلیونو...

جان هاپکنز پوهنتون: د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۵۰ میلیونو واوښت

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) په نړۍ کې په کورونا وبا د اخته کسانو شمېر تر پنځوس میلیونو واوښت.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې دمګړی د مثبتو پېښو شمېر تر پنځوسو میلیونو اوښتی دی او دغه وبا د چټکې پراختیا په حال کې ده.

نړیوال څېړنیز بنسټونه بیا وایي چې په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وبا دویمې څپې خورا ستر ګواښونه پېښ کړي دي او تر لومړۍ هغې یې د پراختیا چټکتیا ډېره ده.

همدا راز ددغه وبا له امله د مړو شوو شمېر هم له ۱ میلیون او ۲۵۰ زره کسانو اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا هم پر هېوادونو غږ کړی چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل وګړي له دې وژونکي وبا وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...