Homeخبرونهفورین افییرس: بایډن هم له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پلوی...

فورین افییرس: بایډن هم له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پلوی دی

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي نوماند جوبایډن ویلي چې له افغانستان به خپل سرتېري وباسي او د امریکا اوږدې جګړې به پای ته رسوي.

د فورین افییرس په نامه نشریه وايي جو بايډن مخکې په خپله یوه لیکلې مقاله کې ویلي چې امریکا به د نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوي، خو تر څنګ به یې خپلې بې پایه جګړې هم پای ته رسوي او له افغانستان به خپل سرتېري وباسي.

نوموړی همدا راز غواړي چې د ټرمپ په څېر د خپلو افغان متحدینو د ملاتړ لپاره یوه وړه خو پیاوړې استخباراتي او نظامي ډله پرېږدي چې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې به مبارزه کوي.

جو بایډن وایي امریکا له دې وروسته پر سیاست او ديپلوماسۍ تکیه کوي او له ټولې نړۍ سره مسایل د خبرو له لارې مطرح کوي.

هغه له افغانستان د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی او دغه راز یې ویلي چې د سعودي عربستان په ګډون له نورو هېوادونو هم د جګړو په ډګر کې خپل ملاتړ پای ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...