شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتوراسحق ننگيال،د ژورناليست په توګه| علم ګل سحر

اسحق ننگيال،د ژورناليست په توګه| علم ګل سحر

زموږ په ټولنه کې اسحق ننگيال، د يوه شاعر په توگه پېژندل شوى دى، د داسې شاعر په توگه چې په شعرونو کې يې نوښت، نوې انځورونه، نوې بريالۍ تجربې، نوې ژبني او نادر ترکيبونه او نورې هنري ښېگڼې ليدل کېدې.

 اسحق ننگيال د دې تر څنگ، د پښتو شعر، په تېره د ازاد شعر له سرلارو څخه گڼل کېده. نثر ته يې هم پاملرنه کړې ده، چې د (سيوري) ناول يې د څېړونکو په اند، په نثر او پښتو ناول ليکنه کې يوه نوې تجربه او بېله لاره گڼلاى شو. خو ننگيال د دې تر څنگ يو ښه او بريالى ژورنالست هم و، چې د هغه پر ژورنالستيکو کارونو تر اوسه پورې څېړنه نه ده شوې. زه به په دې لنډ او تنگ وخت کې د ننگيال پر ژورنا لستيکو کارونو يو ځغلند نظر واچوم.

 اسحق ننگيال که څه هم له آره ژورنالست نه و او نه يې هم د ژورناليزم په برخه کې لوړې زده کړې كړې وې، خو د خپل ادبي ژوند يوه زياته برخه يې ژورنالستيکي فعاليتونوته ځانگړې شوه. زما په اند د ژورناليزم په برخه کې د ننگيال کار دوه پړاوونه لرل، يو هغه و چې ننگيال د وظيفوي ضرورتونو پر بنا د خبريالۍ چارو ته مخه کړې وه او بله يې هم د ده د ځاني مينې له وجې وه. اسحق ننگيال کله چې د٦ لسيزې د پيل په کلونو کې د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغ شو، د (څارندوى) مجلې د خبريال په توگه په کار وگومارل شو. دا يوه مسلکي فوځي مجله وه، چې د کورنيو چارو وزارت له خوا په مياشت کې يو ځل له چاپه راوتله. هغه وخت پر افغانستان د يوه گوند واکمني چلېدله. 

د مجلې ژورنالستان او کارکوونکي مجبور وو، چې د حکومت له پاليسۍ سره سم مطالب خپاره کړي. ننگيال د کار د پيل په لومړيو وختونو کې دا ډول څه ليکنې چاپ کړې، خو شاعر زړه يې له يو اړخيزه ليکنو په تنگ شو، په خپله به يې ويل: ”زه د زنده باد او مرده باد سړى نه يم، نه غواړم  بتان جوړ کړم او په نورو يې د منلو هڅه وکړم، بلکې غواړم سپين ته سپين او تور ته تور ووايم“.

 څه موده يې د څارندوى مجلې د ادبي پاڼې، د مطالبو د چمتو کولو چارې پر غاړه واخيستې، د دې ترڅنگ يې د (څارندوى غږ) او (که دا اور، که دا لمبې وي) د شعرونو د مجموعې په چاپ کې فعاله برخه واخيستله. په دغه سياسي، ټولنيزه او مسلکي مجله کې د کار په موده کې يې هم تل هڅه کوله، چې تخليقي ادب ته کار وکړي، خبرې رپوټونه او ژور ناليستکي ليکنې يې هم تر ډېره حده بې طرفه وې. ننگيال څه موده د څارندوى مجلې  د چاپ چارې  پر غاړه لرلې، خو د دې ترڅنگ يې مجلې ته خبرې رپوټونه هم چمتو کول. دى سره له دې چې د پوليسو مسلکي افسر و، خو له پوځي دريشۍ سره يې چندان جوړه نه وه، ځکه دى يو عاطفي شاعر و، ځکه خو د ده لاره بېله او د عسکرۍ مسلک لاره بېله وه.

وايي يو ورځ د وخت  د کورنيو چارو وزير، سيد محمد گلاب زوى ننگيال خپل دفتر ته وغوښت او ورته ويې ويل:

ته د څارندوى افسر يې، خو زه دې په غونډو او مشاعرو کې وينم، چې دريشي نه اغوندې.

ننگيال مخامخ گلاب زوى ته دا نه شواى ويلاى، چې عسکري دريشي يې نه خوښېږي،ځکه دا په عسکري کې له انضباط، دسپلين او تعليمات نامې څخه يوه سرغړونه بلل کېږي. نوهغه ته يې وويل:

وزير صاحب! زما رتبه ډېره ټيټه ده، که عسکري دريشي واغوندم، رتبه مې معلومېږي.

گلاب زوى چې د عسکري نظم او دسپلين سخت پلوى و، د ننگيال په دې خبره په غوصه نه شو، په هغه ځاى يې هغه ته ترفېع منظوره کړه او ورته ويې ويل:

ته يو ښه شاعر يې، اوس دې رتبه لوړه شوه، له دې وروسته پوځي دريشي اغونده.

خو اسحق ننگيال له هغه وروسته هم عسکري دريشي وانه غوستله. هغه وخت په مجله کې ليکنې او رپوټونه ټول يو اړخيز وو، ژور نالست مجبور و، هغه څه را واخلي چې د حکومت په گټه وي. خو ننگيال به دا رپوټونه هم په داسې  ژبه ليکل، چې د ټولو به خوښېدل. په خپلو ليکنو او رپوټونو کې به يې کليشه يي او عمومي خبرې نه کولې، د بېلگې په توگه، د ١٣٦٣کال د څارندوى مجلې د يوې گڼې پاڼې رااړوو، چې ننگيال دلته د ښوونځې د يو ساتونکى په باب د(سپين ږيرى يمه، خو اراده مې ځوانه ده) تر سرليک لاندې رپوټ ليکلى دى. دى په دې رپوټ کې د هغه وخت مروجې مجلې نه راوړي، بلکې د هغه د شخصي ژوند حال موږ ته راکوي، چې دا دى وروسته له شلو کلونو زموږ مخې ته هغه شپې ورځې دروي. دى د هغه له خولې ليکي:

”اوس مې ژوند  ښه تېرېږي، د مياشتې شپږ زره افغانۍ معاش راکوي، بدل اعاشه هم راکوي، زامن مې ښوونځې ته ځي، زه د هغوى د ښوونځيو ساتنه کوم او تر هغو به يې ساتم، تر څو مې په رگو کې  وينه چلېږي“.

 په څارندوى مجله کې کار، د اسحق ننگيال د ژورنالستيکو فعاليتونو پيل و. ده له دې وروسته ډېر کلونه په ”پيام“ ورځپاڼه کې د پوځي خبريال په توگه کار وکړ او زياته موده يې د دغې ورځپاڼې، د ادبي پاڼې د چمتوکولو او ليکلو چارې هم پر غاړه لرلې.

په پيام ورځپاڼه کې د ننگيال ژورنالستيک نثر ډېره ښه وده وکړه، کېداى شي دا کلونو د ننگيال، د ژورنالستيک نثر د لوړتيا کلونه وبولو، شاعرانه مفاهيم، د موضوع لنډ بيان، پر مفاهيمو تاکيد او د ولسي عبارتونو په مرسته، د بيان سوچه والى. کېداى شي، د ننگيال د دغې دورې د ژور نالستيک نثر مهمې ځانگړنې وبولو. ده به اوږ دې مقالې او رپوټونه نه ليکل، بلکې په ډېرو لږو مانا لرونکو جملو کې به يې خپل مطلب رساوه. پر ځينو مطالبو تاکيد او ټينگار او کله، کله هم ښه تکرار يې ژورنالستيک نثر لا ښکلى کړى و او د شعري مفاهيمو په مرسته يې نثر د ټولو د خوښې او مننې وړ گرځيدلى و.

 په پيام ورځپاڼه کې د کار په وروستيو کلونوکې د ننگيال  هڅه  دا وه، چې  په مقالو او رپوټونوکې بې طرفې وساتي. چې تر ډېره حده بريالى و. ننگيال د لنډ وخت لپاره د ليکوالو، د ټولنې د نشراتي ارگان ”ژوندون“ مجلې مسوول مدير هم و او څه موده يې له نورو ليکوالو او ژور نالستانو سره يو ځاى د (هنداره) په نوم، خپلواکه جريده هم وچلوله.

هنداره اوونيزه، د ننگيال او يو شمېر نورو ليکوالو او ژور ناليستانو په نوښت، په داسې وخت له چاپه راووتله، چې کابل د تنظيمونو  په خپل منځې جگړو کې د توغنديو په تورو دودونو کې ايله ساه ايستله. هغه وخت له کابله ټول اوسېدونکې په تېښته وو. خو ننگيال او څو تنو نورو ژور ناليستانو د کرکې په هغو تورو لړو کې يوه داسې جريده چاپوله، چې د وخت پر خلاف يې د کينې پر ځاى، مينه خوروله. په دې اوونيزه کې د ننگيال او نورو ليکوالو ليکنې وې، چې  دا جريده يې ډېر ژر د افغانستان د گوتې په شمار خپرونو په لومړۍ ليکه کې ودروله.

 اسحق ننگيال پرته له کوم مادي امتياز څخه په ډېره مينه کار کاوه او په سختو جگړه اييزو شرايطو کې يې دا جريده وچلوله. د ننگيال د ژور نالستيکو کارونو په باب اوږدو څېړنو ته اړتيا ده، که د هغه ژورنالستيکي ليکنې او رپوټونه راټول او د کتاب په بڼه چاپ شي، د ادب او ژورناليزم په ډگر کې به يوه بله زياتونه وي. هيله ده، اړوند ارگانونه په دې برخه کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب