Homeخبرونهملګري ملتونه او ايران، افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي

ملګري ملتونه او ايران، افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي

تاند (دوشنبه، دعقرب ۱۹) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان ویلي چې د افغانستان په چارو کې د ملګري ملتونو همکاري اړینه ده او دا سازمان دې د بین الافغاني مذاکراتو برخه کې لازمه همکاري وکړي.

طاهریان دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو له ځانګړې استازې دبورا لاینز سره په لیدنه کې کړې دي.

ایراني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت او دغه راز بین الافغاني مذاکراتو مفصلې خبرې کړې دي.

طاهریان ویلي چې، د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته ممکن نه دی نو د دوی په ګډون ټول هېوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو دغه راز په تېرو درېیو میاشتو کې د تلفاتو پر لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...