جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې موټربم برید ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې موټربم برید ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه قرارګاه د مازدا موټر په واسطه موټربم چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې د ملکي وګړو په ګډون ۳۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې له دغې پېښې د یو ښځې په ګډون د ملکي وګړو څلور جسدونه او ۳۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د چارواکو په خبره په ټپیانو کې ۲۰ هغه یې پولیس دي.

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي د چاودنې پړه پر طالبانو اچوي خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. افغانان (که ددولت مشران دی او که د ملت اوولسونو مخوردی ، سیاسی نخبه ګان ، علما ، پوهان د مدنی ټولنو فعالین ، ځوانان او …….ټول ملت په ګډه او یوه تاریخی وحدت او همغوی سره ) باید نورددغه تروریستی جګړی په خلاف جدی او مؤثر تصمیمونه ونیسی ، دښمن څرګند دی او په بربنډ ډول ملت او جهان ته په ګوته شی :
    ټول ملت په دی خبر دی چه دغه بریدونه دهغه تروریستی جګړی یوه برخه ده چه د پاکستان د تروریستی دولت او ددی دولت د استخباراتو ( آی ایس آی ) له طرفه دا ۳۰ کاله کیژی چه به افغانستان کی په نا اعلام شوی ډول په مخ بیول کیژی .
    د افغانستان داسلامی جمهوریت دولت ته په کار دی چه د خپل ملت سره په همغږی ژر ترژره د پاکستان د تروریستی دولت په مورد کی په خپلو ټولو اړیکو د سره غور وکړی هغه په دی معنی چه :
    د پاکستان سره ټول سیاسی ، تجارتی او فرهنګی روابط قطع شی .
    په پاکستان کی افغان مهاجرینو ته اعلامیه صادره شی چه په د یوه نه تر دوو کالو پوری خپل وطن ته د خپلو شتمنیو سره راستانه شی که نه …..
    د پاکستان د تروریستی دولت په خلاف د افغانستان په ۳۴ ولایاتو او ددنیا په ټولو هغو ملکونو کی چه د افغانستان سیاسی نمایند ګی وجود لری باید د افغانانو لاریونونه په حرکت راشی او د افغان وژنی خلاف غږ جګ شی او د پاکستان خونخوار دولت او دهغه استخبارات وغندل شی .
    د افغانستان سیاسی دستګاه او د امنیت شورا باید د پاکستان ددغه ۳۰ کلنی تروریستی جګړی جنایت چه یو جنګی جنایت او بربریت دی ، چه په نتیجه کی یی تر اوسه په سلګونو زره افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی ، د ژوندیو اسنادو سره د سازمان ملل ، د بین المللی محاکمو ، سازمان کنفرانس اسلامی د څیړنی پر میز د بحث د پاره کښیژدی .
    د افغانستان ددولت او ملت د پورته ‌‌ذکرشویو ملی ، منطقوی او بین المللی سیاسی او مدنی اقداماتو په نتیجه کی باید د پاکستان تروریست پروره دولت او استخبارات تر کافی فشار لاندی راوستل شی تر څو دپاکستان دتروریزم د خړ لست نه په تور لیست کی راوستل شی او مجبوره کړل شی چه اول د تروریسم فابریکه په خپل ملک کی بنده کړی ، دوهم د افغان تروریستانو رهبران په هر نامه چه د پاکستان دولت او استخبارات یی تر اوسه میزبانی او پالنه کوی ، د افغانستان دولت ته وسپاری او دریم دا چه : ددغه ۳۰ کلونو نا اعلام شوی او تپل شوی تروریستی جګړی جنګی غرامت هم د افغانستان دولت او ملت ته ومنی ، خکه چه د دغه دروند جنګی غرامت مطالبه د افغان ملت او دولت قانونی حق دی او هیڅکله هم دغه حق چا ته نه شی بښلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب