جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسناتور رامني: ټرمپ دومره په اسانه سپینه ماڼۍ نه پرېږدي

سناتور رامني: ټرمپ دومره په اسانه سپینه ماڼۍ نه پرېږدي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) د امریکا د سنا جرګې جمهوري غوښتونکي غړي میټ رامني ویلي، هیڅوک دې دا تمه نه لري چې ټرمپ دې په شپه او له جنجاله پرته سپینه ماڼۍ جو بایډن ته پرېږدي.

هغه زیاته کړې، کله چې ټرمپ هیله له لاسه ورکړه نو یې پر مقابل ټیم د درغلۍ تورونه ولګول او دا تورونه به بې سپیناوي پرې نه ږدي ځکه د ده په وینا د ټرمپ یو شمېر پلویان هم ښایي ګډوډۍ جوړې کړي.

ټرمپ چې د امریکا په تاریخ کې د ټاکنو تر ټولو کمزوری بایلونکی بلل کېږي د ټاکنو پایلې نه مني.

بل خوا بایډن بیا ویلي، د امریکا خلکو خپله پرېکړه کړې او هیڅوک د خلکو د ارادې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب