جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امريکا سنا له ټرمپ غوښتي چې، د ټاکنو پايلې ونه مني

د امريکا سنا له ټرمپ غوښتي چې، د ټاکنو پايلې ونه مني

تاند( دوشنبه، دعقرب ۱۹) د امریکا د سنا جرګې مخکښ جمهوري غوښتونکي غړي لندسي ګراهام له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې ده چې، د ټاکنو پایلې ونه مني.

هغه ویلي، که چېرته ټرمپ د ټاکنو پایلې ومني نو بیا به هېڅکله کوم جمهوري غوښتونکی د سپینې ماڼۍ مخ ونه ګوري.

بل لورته د امريکا د سنا جرګې جمهوري غوښتونکي غړي میټ رامني ویلي، هېڅوک دې دا تمه نه لري چې ټرمپ دې په شپه او له جنجاله پرته سپینه ماڼۍ جو بایډن ته پرېږدي.

هغه زیاته کړې: « کله چې ټرمپ هیله له لاسه ورکړه نو یې پر مقابل ټیم د درغلۍ تورونه ولګول او دا تورونه به بې سپیناوي پرې نه ږدي ځکه د ده په وینا د ټرمپ یو شمېر پلویان هم ښایي ګډوډۍ جوړې کړي.»

ټرمپ چې د امریکا په تاریخ کې د ټاکنو تر ټولو کمزوری بایلونکی بلل کېږي د ټاکنو پایلې نه مني خو بایډن بیا وايي، د امریکا خلکو خپله پرېکړه کړې او هېڅوک د خلکو د ارادې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

د يادونې ده چې، بایډن د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې، په ستر توپیر یې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي.

1 COMMENT

  1. پروا نلري، افغانستان خو په تېرو شلو کلونو کې د امریکا نه دیموکراسي زده نکړه، خو امریکایانو ترینه په ټاکنو کې درغلي زده کړه. اوس به ټرمپ ته په سپینه ماڼۍ کې د اجرائیه ریاست هم جوړشي، ښاغلی ټرمپ به اجرائیه رئیس وي او مسئله به حل شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب