جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو د غزني –پکتیکا تر منځ ۶۰۰ متره سړک وران کړی

چارواکي: طالبانو د غزني –پکتیکا تر منځ ۶۰۰ متره سړک وران کړی

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۹) د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د غزني –پکتیکا تر منځ ۶۰۰ متره سړک وران کړی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده په وینا، وسله والو طالبانو ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند خانې بابا سیمه کې د غزني –پکتیکا تر منځ ۶۰۰ متره سړک په تراکتورونو په وسیله اړولی دی.

د نوموړي په وینا طالبانو دوه ورځې وړاندې یاد سړک ویجاړ کړی، چې د غزني او پکتیکا خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان داسې یو عمل تر سره کوي، بلکې تر دې مخکې یې هم عامه تاسیسات له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

خو ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، چې طالبانوڅه موده مخکې هم د غزني او پکتیکا تر منځ اوه کیلو متره لویه لاره ورانه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال سرور دانش هم تېره اونۍ په خپلو څرګندونو کې وویل، چې طالبانو د خپلو تخریبي کړنو پر دوام سلګونه کیلو متره سړکونه، زرګونه پلونه او پلچکونه، ښونځي او روغتیايي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

3 COMMENTS

  1. کېدای شي طالبان یې بېرته په معیاري توګه جوړ او وښیي چې سړکونه باید داسې جوړ شي، که نه داسې کار خو ځناور هم نکوي. مننه

  2. دا کار د طالبانو له خوا خپل وطن سره حب الوطن من الایمان په اثبات رسوي .
    وګورئ دوی له افغانستان او افغانانو سره څومره مینه لري ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب