جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شین چای او انار د کورونا له مخنیوي سره مرسته کوي

شین چای او انار د کورونا له مخنیوي سره مرسته کوي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) په جرمني کې یوې څېړنې ښودلې چې شین چای او د انارو اوبه د کورونا وایرس له غیرفعالولو سره مرسته کوي.

دا څېړنه، د دریزدن د ټکنالوژۍ پوهنتون، د اولم پوهنتون د طبي مرکز، د مالیکول پېژندونکي وایرس انستیتوت او د (CogniVerde) کمپنۍ څېړونکو کړې ده.

د دوی په وینا، تنفسي وایروسونه په پزه او ستوني کې ځای نیسي، همالته تکثیرېږي او نښې یې څرګندېږي. پر دې سربېره له همدغو دوو ځایونو نورو انسانانو ته خپرېږي. که په پزه او ستوني کې د وایرس مخه ونیول شي په ډېر احتمال د بدن نورو برخو لکه سږې ته نه خپرېږي.

څېړونکي وايي چې د انفلوینزا او (SARS-XoV-2) وایرسونو د غیرفعالولو لپاره یې د بوټو اغېز وڅېړه او ورته څرګنده شوه چې انار او شین چای دواړه وایرسونه له منځه وړلی شي.

1 COMMENT

  1. د دوی په وینا، تنفسي وایروسونه په پزه او ستوني کې ځای نیسي، همالته تکثیرېږي او نښې یې څرګندېږي. پر دې سربېره له همدغو دوو ځایونو نورو انسانانو ته خپرېږي. که په پزه او ستوني کې د وایرس مخه ونیول شي په ډېر احتمال د بدن نورو برخو لکه سږې ته نه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب