جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد لومړي ځل لپاره ۲ تنو په هایپرلوپ کې سفر وکړ

د لومړي ځل لپاره ۲ تنو په هایپرلوپ کې سفر وکړ

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) د لومړي ځل لپاره هایپرلوپ ترانسپورتي سیستم د امریکا په نوادا ایالت کې وازمویل شو.

دوو تنو په آیپرلوپ کې، چې د مځکې پر مخ تر ټولو چټکه نقلیه وسیله ده، نیم کیلومتر سفر په څو ثانیو کې وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې نقلیه وسیله (هایپرلوپ) کې دوه تنه سپاره وو.

په دې ازمېښتي سفر کې د هایپرلوپ د ټکنالوژۍ عمومي رييس جاش ګیګل او د هایپرلوپ د سپرلیو د تجربې ريیسه سارا سانچیان په ۱۷۲ کیلومتر سرعت ۵۰۰ متره سفر وکړ.

دا هایپرلوپ ویرجن (Virgin group) ګروپ کمپنۍ جوړ کړی دی. د دې کمپنۍ موسس ریچارډ رانسن نن په یوه بیان کې ویلي، «په ننني بریالۍ تجربې موږ وښوده چې د نوښت روحیه به په راتلونکو کلونو کې د ټولو انسانانو د ژوند، کار او سفر طریقه بدله کړي.»

د دې پروژې د بریالیتوب په صورت کې به د واشنګټن او نیویارک ترمنځ سفر یوازې په ۳۰ دقیقو کې کېږي.

تر دې وړاندې په نواډا کې هایپرلوپ ازمویل شوی و خو تېر ځل بې سپرلیو تجربه شو.

ټاکل شوې ده چې د لاس انجلس په هایپر لوپ کې سپرلۍ او مال په ساعت کې په ۹۶۶ کیلومتره سرعت ولېږدول شي.

په ۲۰۱۳ م کال د ټیسلا موسس ایلن مسک ویلي و، داسې وسیله به جوړه کړي چې د لاس انجلس او سان فرانسیسکو ترمنځ سفر خلک په ۳۰ دقیقو کې کوي خو هغه مهال ډېرو ته د ده خبره ساینس فیکشن ښکاره شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب