جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمهم پرمختګ؛ په امریکا کې د جوړ شوي واکسین اغېزمنتوب تایید شو

مهم پرمختګ؛ په امریکا کې د جوړ شوي واکسین اغېزمنتوب تایید شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۹) فایزر (Pfizer) او بایو این ټیک (BioNTech) کمپنیو نن (دوشنبه) اعلان وکړ چې د کورونا وایرس لپاره د دوی له لوري جوړ شوی واکسین د دې وایرس په مخنیوي کې ۹۰ سلنه بریالی دی.

دوی ویلي چې د هغو کسانو په منځ کې، چې له وړاندې یې د کورونا وایرس نه وي لرلی، دا واکسین ۹۰ سلنه اغېزمن دی او دا د بشریت او ساینس لپاره یو ستر زېری دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې روغتیايي موسسې او چارواکي هر هغه واکسین چې په سلو کې له ۵۰ تر ۵۰ پورې د کورونا وایرس په وړاندې اغېزمن وی، لوی غنیمت ګڼي.

د فایزر کمپنۍ رييس او اجراییه ريیس ډاکتر البرت بورالا سي این بي سي ته د واکسین د بریالتوب په اړه وویل «موږ د تونل په پای کې رڼا وینو.»

د دغه خبر له خپرېدو سره سم، د امریکا د ونډو (سټاک) بیه په سلو کې ۵ لوړه شوه.

د کورونا وایرس پر ضد د واکسین د جوړېدو په صورت کې په نړۍ کې یو اعشاریه ۲۵ ملیونه انسانان له مرګه ژغورل کېدای شي.

د درمل جوړولو دې سترې امریکايي کمپنۍ د امریکا له حکومت سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې دا شرکت مخکې تر دې چې واکسین یې د امریکا د خوړو او درمل جوړولو د ادارې له لوري تایید شي، ملیونونه ډوزه واکسین جوړ کړي.

د دې واکسین د جوړولو کار فایزر (Pfizer) کمپنۍ پیل کړی او اوس زرګونه ډوزه په بلجیم کې په خپلو تاسیساتو کې ساتي.

تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو د دوا جوړولو یوې کمپنۍ جانسن اینډ جانس چې د کویډ۱۹ناروغۍ پر واکسین یې له یوې مودې راهیسې ډېر کار کړی دی، خپلې ازموینې ځنډولي دي.

خو فایزر کمپنۍ له لومړي سره د خپل واکسین پر موثریت باورمنه وه، او ویلي یې و چې راتلونکی کال به یو ملیارد او ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین جوړ کړي. د دې کمپنۍ د مسوولانو په وینا هر تن دوه ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

د امریکا حکومت ویلي چې فایزر کمپنۍ ته به نژدې ۲ ملیارد ډالره ورکړي چې په دسمبر کې ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین وروسپاري.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%a7%da%93%d9%88-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%aa%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%b3/

1 COMMENT

  1. دcovid19 لپاره واکسين په امريکا کي نه بلکه په جرمني کي جوړ سوي دي هيله ده چه داخبر اصلاح کړي
    په جرمني کې هم د واکسین په جوړولو کې پرمختګ شوی دی خو د جرمني واکسین لا دې مرجلې ته نه دی رسېدلی
    تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب