شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمیدان ښار کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې

میدان ښار کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې

تاند (دوشبنه د عقرب ۱۹) د میدان وردک په مرکز میدان ښار کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې چې ۱۳ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا پېښه د تابش په نوم یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا ۳:۳۰ بجې شوې ده.

د میدان وردک د امنیه قومندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیانی وایي چې  په هکله په دې هکله به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون هم وسله وال ډله ییز برید وشو چې ۲۲ کسان ووژل شول او ۴۰ نور پکې ټپیان شول، چې مسؤلیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه.

3 COMMENTS

  1. افغانان (که ددولت مشران دی او که د ملت اوولسونو مخوردی ، سیاسی نخبه ګان ، علما ، پوهان د مدنی ټولنو فعالین ، ځوانان او …….ټول ملت په ګډه او یوه تاریخی وحدت او همغوی سره ) باید نورددغه تروریستی جګړی په خلاف جدی او مؤثر تصمیمونه ونیسی ، دښمن څرګند دی او په بربنډ ډول ملت او جهان ته په ګوته شی :
    ټول ملت په دی خبر دی چه دغه بریدونه دهغه تروریستی جګړی یوه برخه ده چه د پاکستان د تروریستی دولت او ددی دولت د استخباراتو ( آی ایس آی ) له طرفه دا ۳۰ کاله کیژی چه به افغانستان کی په نا اعلام شوی ډول په مخ بیول کیژی .
    د افغانستان داسلامی جمهوریت دولت ته په کار دی چه د خپل ملت سره په همغږی ژر ترژره د پاکستان د تروریستی دولت په مورد کی په خپلو ټولو اړیکو د سره غور وکړی هغه په دی معنی چه :
    د پاکستان سره ټول سیاسی ، تجارتی او فرهنګی روابط قطع شی .
    په پاکستان کی افغان مهاجرینو ته اعلامیه صادره شی چه په د یوه نه تر دوو کالو پوری خپل وطن ته د خپلو شتمنیو سره راستانه شی که نه …..
    د پاکستان د تروریستی دولت په خلاف د افغانستان په ۳۴ ولایاتو او ددنیا په ټولو هغو ملکونو کی چه د افغانستان سیاسی نمایند ګی وجود لری باید د افغانانو لاریونونه په حرکت راشی او د افغان وژنی خلاف غږ جګ شی او د پاکستان خونخوار دولت او دهغه استخبارات وغندل شی .
    د افغانستان سیاسی دستګاه او د امنیت شورا باید د پاکستان ددغه ۳۰ کلنی تروریستی جګړی جنایت چه یو جنګی جنایت او بربریت دی ، چه په نتیجه کی یی تر اوسه په سلګونو زره افغانان شهید ، معیوب ، یتیم او بی کوره شوی ، د ژوندیو اسنادو سره د سازمان ملل ، د بین المللی محاکمو ، سازمان کنفرانس اسلامی د څیړنی پر میز د بحث د پاره کښیژدی .
    د افغانستان ددولت او ملت د پورته ‌‌ذکرشویو ملی ، منطقوی او بین المللی سیاسی او مدنی اقداماتو په نتیجه کی باید د پاکستان تروریست پروره دولت او استخبارات تر کافی فشار لاندی راوستل شی تر څو دپاکستان دتروریزم د خړ لست نه په تور لیست کی راوستل شی او مجبوره کړل شی چه اول د تروریسم فابریکه په خپل ملک کی بنده کړی ، دوهم د افغان تروریستانو رهبران په هر نامه چه د پاکستان دولت او استخبارات یی تر اوسه میزبانی او پالنه کوی ، د افغانستان دولت ته وسپاری او دریم دا چه : ددغه ۳۰ کلونو تروریستی جنګی غرامت د افغانستان دولت او ملت ته هم ومنی .

  2. بلا نه مې زړه تور دی، د ملا نه مې زړه تور دی
    منبر کې ږدي ماینونه له تقوا نه مې زړه تور دی
    چې انجام یې وندبازي قتل او قتال شي تمه نه شته
    له دا هسې جهادونو او غزا نه مې زړه تور دی
    ملا چې د مسلم وینې تږی لکه سپی شي
    د جهل په لاره سر دي، علما نه مې زړه تور دی
    مسلم د دې وطن اوس تر غوږو فساد کې غرق دی
    د داسې دیندارانو له قبا نه مې زړه تور دی
    اوس تسپې، ږیره، لباس مسلماني ده
    د دین د دعوهګرو له دعوا نه مې زړه تور دی
    هرچه دین دین یادوي باور پرې مه کړه
    را معلومه دا ټګان دي، له ریا نه مې زړه تور دی

  3. ډیر خرڅ شوی غلامان لرو چه ډیر په ایمانداری خپل بادار ته کار کوي د تعلیم او پرمختګ دښمانان سره باید حدی برخورد وشي ځکه اور سوی په اور رغیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب