شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد هنرمندانو له غوښتنو سره سره د پارک سینما د نړېدو چارې...

د هنرمندانو له غوښتنو سره سره د پارک سینما د نړېدو چارې پیل شوې

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۹) د ګڼو هنرمندانو او د سینما د مینه والو له غوښتنو سره سره د پارک د تاریخي سینما د نړولو چارې پیل شوې.

د افغانفلم ريیسې صحرا کریمي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د پولیسو په زور له سینما څخه وایستل شوه او د سینما د نړېدو چارې پیل شوې.

تاند ته له سینما څخه رارسېدلي عکسونه ښيي چې تر هغې زرغون ټوکر راګرځول شوی او په منځ کې یې د کلنګونو او بېلونو ږغونه اورېدل کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي چې دا سینما د مخدرو موادو د معتادانو پر مرکز بدله شوې وه ځکه نړول کېږي او پر ځای یې یو کلتوري مرکز جوړېږي چې هم پکې سینما وي او هم کتابتون.

خو د صالح د دې پرېکړې منتقدان وايي چې د مخدرو موادو معتادان هم د پولیسو په وسیله له دې ودانۍ، چې ۷۰ کاله پخوا جوړه شوې وه او د کابل یوه لومړنۍ سینما ګڼل کېده، ایستل کېدای شوای.

ډېر خلک وايي چې له دې سینما سره عاطفي اړیکې لري او پخواني وختونه، چې افغانستان ارام او سوکال و، ور په یادوي.

7 COMMENTS

  1. په دا خونړی حالت کی نه سینما ګورو،نه فلم ګورو،دا نه د سینما وخت دی،سوله د هر څه نه مهمه ده،د سینما په ځای جومات باید په کی جوړ شی،

  2. هرسخن جایی و هر نکته مکاني دارد. مخامخ یې د حاجي یعقوب ښکلی او تاریخي جامع جومات ولاړ دی . د جومات والو په خوله هم څوک پیاز نه خوري .

  3. حسن خان وروره،
    دا زړه عمارتونه دی، چه په اتومات ډول تعمیراتی مواد ،لکه اوسپنه او سیمنټ یی اسبیست تولید کوی،اسبیست مواد چه تنفس شی د وخت په تیریدو سره اتومات ډول د سږو سرطان پیدا کوی،
    نو هم د صحت تاوان، او هم د ایمان تاوان دی،
    جومات په دا ښه دی چه ازاده هوا کی یی لمونځ ادا او لمر ته ډاډه واچوی،نه په کی اسبیست شته او نه د سرطان خطر

  4. هری موضوع ته سیاسی پرتوګ مه اغوندی۰اکثریت هنرهندان د فاسدو اخلاقو لرونکی وو ۰
    شراب خوری یی لومړی فخر وو۰ د خپل زوړ فرهنګ مثبت اړخ تقویه او منفی اړخ باید حذف شی۰ښاغلی امرالله خان د وطن د ابادی لار نیولی۰
    د سینما تعمیر زوړ وو زړی ودانی باید په عصری شکل جوړی شی۰
    لکه۰۰ ذلذله سنج/د مقاومت اندازه /د اوبو /برق /ګاز / فاضله موادو اخراج/دهوا د تصفیی سیستم ددود او اور اخستلو/ انترنیت/الارم او ختی د غل د راتګ حساس الکترونیکی الو نصب دی۰
    اوس تلویزیون دیجیتل پلازما بلو تیت مارکیت ته راغلی سینما ډیر کم مشتریان لری
    ختی په اکثره خایو کښی سینما تړل شوی۰
    مونږ ته علم ساینس اوتکنالوجی ضرور ده۰
    که ژوندون مو د خپل قوم غواړی چه خوږ وی ددی امر ضامن خا مخوا مکتب دی۰مننه

  5. په سیاست او دین ډېر مه لګېږئ. د همدغو دواړو نه په غلطې استفادې سره دې حالت ته را ورسېدو. د حوصلې نه به کار اخلو. د خدای فضل دی جوماتونه ښه ډېر دي خو ښه ایمان لرونکي، صادقه او رښتیني مسلمانان ډېر کم دي. بل دا چې امرالله صالح ویلي چې د سینما په ځای کې به کلتوري مرکز، کتابتون او نوې سینما جوړه کړي، دا خو بده خبره نده. مننه

  6. دا ټولنه د پرديو جګړو او د استخباراتي لاس وهنو له وجې زياته افراطي شويده. پرون په ننګرهار کې کلنۍ تبليغي اجتماع وشوه په تبليغيانو پسې هم دوي بدرد وويل نن په کابل کې د پارک سينما ړنګول کيږي بيا يې هم غبرګونونه افراطي دي. مثبت اړخونه لټول پکار دي. لکه څنګه چې دعوت او تبليغ د انسانانو د اصلاح کولو يوه اهمه لار ده کومه چې د ټولو پيغمبرانو لار وه نو بايد چې نيوکې پرې ونه شي بلکه د تبليغي جماعت سره پوره مرسته او ملګرتيا ور سره وشي. د ځمکې د خاورينې کرې په سر ژوند کول ټولنيزو اړتياؤ ته لاس رسی پکار دی. لکه دود دستور، فرهنګ،تاريخ دا ټول بايد د پامه ونه غورزول شي. نو همداشان سينما،ټېټر او نور بايد چې د خلکو د پوهاوي،اصلاح او د يوې سالمې ټولنې په جوړولو کې ترې مثبت کار واخيستل شي. زمونږ سينماګانې زمونږ په واک کې نه بلکه د يوې تخريبي مافيا په لاس کې لوېدلې دي. دغه سينماګانو کې د افغاني فلمونو په ځای هندي،ايراني او پاکستاني فحش فلمونه ننداره او خلکو ته وړاندې کيږي همداشان تلويزونونه هم په دې ناروغيو ککړ دي. نو نتيجه دا رابرسېره کيږي چې په داسې يوه ديني او کلتوري ټولنه کې چې د سواد سلنه يې هم چندان لوړه نه ده. او دلته بيا سينما او تلويزون هم د مافيا په لاس کې يرغمل وي چې خلک ور سره حساسيت لري. که د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپله خپلواکه پاليسي لرلای نو نن به نه سينما لړنګېده او نه به چا په ديني ارځښتونو ملنډې وهلی. افسوس مونږ نه ډيمکراټان شولو او نه د جومات د تللو درحالکه چې دواړه حالته کې به مسلمانان وای. څه کانې دې وکړې پردۍ جګړې پيدا دلته او فکر يې هغلته. نه د دين شو او نه د سادين.

  7. د ټولنی اصلاح د پاره د پری یو لوی کتابتون جوړ شي چه ټولنه به پری اصلاح طرف ته ولاړه شي. اوس دښمن جومات او مکتب نه پریودی نو سینما لا څه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب