پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهدما (لنډه کیسه) اسدجلالزی

دما (لنډه کیسه) اسدجلالزی

فضل الدین د خپل کوچیني خو په ده د اوږده کوټ له جیبونو څخه په ګورت کې د غرنیو بوټو غوټۍ را ویاستي. بیا د محب سترګوته يي نژدې ونیوي، وګوره ! ابا مې بیګاه  د خربین له غره  دوه باره بوټي راوړل او ما سهار وختي څومره  ښې پاکې او ستره غوټۍ ورڅخه را وشکولي. محب په خپلو سپیرو ګوټه یوه ور واخیسته بیا يي وویل: هو ولا دا یوه خو يي ډیره غټه ده تیاره لکه (ښکاره) دومره ده…دا به ماته رانکي؟…

ـ یه یه یوه لا ولاکه درکمه، پرون مې ولیدې چې څنګه بخیلي به دي کوله…

ـ په پور يي راکړه.
ـ یه یه زه به بیا له تا پور څه وخت کاږم. سږ زه له ابا سره دمان ته ځم.
ـ دمان ته … دمان خو … له دوئ لږ وړاندې د لویي کلا د جنوب لوري ته د دیوال ترخوا په لوبو بوخت ماشومان را ټول وو. د ټولو جامې نژدې یو ‌ډول وي د خامتا کمیسونه او له مریو جوړې خولۍ يې په سرکړي وي او چا هم سره ګلداره د دستمالونو پټکي تر سرونو تاوو کړي و. د دوئ ټولو کابو پلاستیکي بوټونه پښو وو.

هالته وړاندې د کلا د برج زاړه دیوال پیتاوې ته په هوار لیمڅي سیف الدین اکا او جان محمد اوږده غځیدلي وو. په خپلو کې په خبرو لګیاه و. په ټول کلي کې چوپتیا خوره وره و. سیف الدین مخامخ خپل زوی فضل الدین ته کتل، بیا يي جان محمد ته وویل: ګوره ! دا منی هم  خدای شاهد دي چې ښایسته دی د ونو ژیړو او سوربخونو پاڼو ته دې پام دی. څومره ښې ښکاریږي. دا ښایست يي په غره کې  لا زیات وي…

ـ هو رښتیا وايي: د الله تعالی قدرتونه وګوره. زه خو ورته حیران یم. ته غره ته تللی وي؟

ـ هو بوټو پسي تللی وم. څو ورځي به لا بوټي راوړم. چې بوټي پوره کړم نو که خیر و. بیا دمان ته ځم…

ـ خو زه هم ځمه… یوځای به ځو..

 پاس د دیوال له سره نوکی خاوره را تویه شوه.

جان محمد اوسیف الدین یو بل ته وکتل، خوترڅو چې يي ځانونه سره را ټولول، ځمکه ولړزیده. دا ټکان دومره توُند و. چې د زاړه برج ډیره برخه يي ونړوله. او دواړه ترې لاندې شوو. شیبه وروسته فضل الدین په ژړا ژړا کې ویل: ابا!… تا خو ویل چې سږ به دې دمان ته بیایم.

۱۳۶۴ کال د سنايي عالي لیسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب