Homeخبرونهټرمپ ددفاع وزیر ګوښه او پر ځای یې نوی کس معرفي کړ

ټرمپ ددفاع وزیر ګوښه او پر ځای یې نوی کس معرفي کړ

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۰) د امریکایي رسنیو د خبر له مخې له څو میاشتو راهیسې د مارک ایسپر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اړیکې ښې نه وې او پر یو لړ مسایلو یې ترمنځ ژور اختلاف و.

ټرمپ په تازه اقدام کې د پنټاګون د ترهګرۍ ضد مرکز رییس کرستوفر مېلر ددفاع وزیر ټاکلی دی.

ده ویلي چې د ایسپر له فعالیتونو مننه کوي او نوي دفاع وزیر ته د بریا هیله لري.

ټرمپ داسې مهال د خپل حکومت یو مهم وزیر بدلوي، چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده او تر راتلونکې جنوري به واک نوي ولسمشر جوبایډن ته پرېږدي.

بل خوا د امریکا د سنا له ټرمپ غوښتې چې د ټاکنو پایله ونه منې.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d9%8a%da%a9%d8%a7-%d8%b3%d9%86%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%8a-%da%86%db%90%d8%8c-%d8%af-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%d9%be/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...