شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبلاروس: افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو

بلاروس: افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۰) بلاروس وایي له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

د تاجکستان لپاره د بلاروس سفیر اوليګ ایوانف کابل ته راغلی و او دلته یې له ګڼو افغان چارواکو، سوداګرو او سیاسي فعالینو سره کتلي دي.

بلاروسي رسنۍ وایي سفیر په کابل کې له افغان لوري سره د اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر رامنځ ته کولو او ددواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې کړې دي.

ایوانف ویلي چې بلاروس له افغانستان سره د پراخو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او ښه به وي چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ګډو کنفرانسونو او د سوداګرۍ لپاره د لا ډېرو زمینو پر برابرولو خبرې وکړي.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیت له ښه کېدو سره سم به بلاروسي کمپنۍ دلته په بېلو برخو کې پانګونې کوي.

2 COMMENTS

  1. د تاجکستان لپاره د بلاروس سفیر اوليګ ایوانف کابل ته راغلی و او دلته یې له ګڼو افغان چارواکو، سوداګرو او سیاسي فعالینو سره کتلي دي.

  2. بلاروسیه په افغانستان کې مقیم سفارت نه لري ، نو ځکه د هغه هېواد سفیر چې په تاجیکستان کې مقیم دی ، کابل ته راغلی او ده ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان او بېلاروسیې اړیکې وڅیړي . دا کار په دیپلوماتیکو اړیکو کې یو معمولي کار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب