Homeخبرونهایران او ازبکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې...

ایران او ازبکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۰) د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره کتلي دي.

دواړو لورو په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او روانې جګړې د اندېښنې وړ بللې دي او دلته یې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.

دوی ویلي د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو، ښکېلو لورو ته په کار ده چې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي او په دې توګه افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راولي.

ایران او ازبکستان په دې حساسو شرایطو کې د اوربند رامنځ ته کول د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا یاده کړې ده او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې خبرو ته له دوام سره هم مهاله دې اوربند رامنځ ته کړي او جګړې دې ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...