دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاذربایجان او ارمنستان تر شپږ اونۍ جګړې وروسته د سولې توافق وکړ

اذربایجان او ارمنستان تر شپږ اونۍ جګړې وروسته د سولې توافق وکړ

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۰) د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تر شپږ اونۍ جګړې وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د راپورونو له مخې ارمنستان خپله ماتې منلې ده او ژمنه یې کړې چې د ناګورنو قرباغ له نیول شوو سیمو به په راتلونکو لسو ورځو کې خپل ټول سرتېري وباسي.

دغه هوکړه د روسیې په حضور کې لاسلیک شوې ده.

د هوکړې له مخې ارمنستان به ټولې هغه سیمې پرېږدي چې له اذربایجان یې نیولې دي او په سیمه کې به تر دوه زره پورې روسي ځواکونه ځای پر ځای کېږي چې د اوربند ساتنه به کوي.

د اذربایجان لوري ته به ترکي ځواکونه ځای پر ځای کېږي او دواړه لوري به د راتلونکو جګړو مخنیوی کوي.

دواړو هېوادونو همدا راز توافق کړی دی چې د ازادانه تګ راتګ او جګړو د ختمولو لپاره به په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې لویې لارې او سړکونه جوړوي او ارمنستان به بیا ځلې د اذربایجان پر خاوره له بریدونو ډډه کوي.

همدا راز د کډوالو عالي کمیشنري به په سیمه کې د بېځایه شوو کسانو ستونزې حل کوي.

د اذربایجان لومړي وزیر هم ویلي چې بالاخره ارمنستان خپله پړه او ماتې و منله او له سیمې په شا شوه.

4 COMMENTS

  1. دلال طالبه له دوی یې زده کړه. چې زور یې ونه رسېده په شپږو اونیو کې یې جګړه ودروله او د سولې ټړون یې امضا ګړ. ځکه پوهېدل چې بې ګناه خلک یې وژل کېږي. خو تاسو د ای اس ای نا خلافه اولاده دا دېرش کاله شو چې وهې، خوټې مو هم تر لاسه نه کړې بغیر له دې چې بې ګناه افغانان ووژنئ، خپل کور وران کړئ او خپل پلید او بې ننګه حرموني باداران خوشحاله کړئ. که په خدای باور لرئ او په دې باور یاستئ چې افغانان د تاسو په خوا ولاړ دي، نو له څه ډارېږي او ولې سوله نه کوئ. خو مونږ افغانان ټول مطمین یو چې تاسو نه په خدای ایمان لرئ او نه هم په افغانانو. ستاسو ایمان یوازې په څو حرمونو پاکستانی او د ای اس ای په فاحشه خانو کې زېږدلو او لوی شوو شرابی او فحاشو دلالانو باندې دی لکه حامد الحق او مردار شوی سمیع الحق. هر غول چې په خوله درکړي ډېر په خوند یې خورئ او مننه هم ترې کوئ.
    کونې مو ټینګې کړې، ابابیل در پسې را روان دي. انشاءالله چې په سر به مو ووهې او تر کونې به مو څیرې کړي. سوله مه کوي د الله قهر ته منتظر واوسئ. دا غضب به ډېر ژر له خېره سره وګورئ. که سوله و نه کړئ دا مردار او پمن مخونه به مو انشاالله ډر ژر نیست او نابوده شي.

  2. پداسې حال کې چې د آ‌ذربایجان مسلمانانو ته په دې هېوادنۍ جګړه کې د دې تاریخي بریا مبارکي وایو چې خپله اشغال شوې خاوره یې په شپږو اونیو جګړو کې بېرته تر لاسه کړه ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي اوربند او سولې ټینګښت د آذربایجان ، ارمنستان او د سیمې د هېوادونو د ثبات او پرمختګ لپاره یوښه زېری دی .

    ایکاش زمونږ ټالبي خوارج هم لږ مسلمانان وای او د خپل وطن د اولادونو په مرګ ژوبلې یې زړه سوای. متاسفانه دا خوارج د پنجاب د استخباراتي کړیو اجیران دی چې د هغوی په امر پوهنتونونه ، ښوونځي ، روغتونونه او لویې لارې ورانوي . دوی د پنجاب د اوامرو پرځای کوولو لپاره هر ملي خیانت او شرارت ته تیار دي .

  3. ښه دی چی زموږ شمشتو نه دی ورغلی کنی اوس به ویل چی ارمنستان می مات کړ او ازربایجان می ازاد کړ، ازربایجان ته مبارکی ډالی کوم او هیوادنی مینی یی دوه لاسی سلام چی تللی خاوره یی بیرته خپله کړه ای کاش موږ کولای شوی چی پر اټک سیند مو دری رنګه بیرغ رپولی وای، پښتونخوا زموږ خاوره وه او ده او خپلوو یی هم خو که دا کار زموږ په شتون کی وشی ډیر به خوشاله شم.
    ژوندی دی لوی افغانستان. والسلام

  4. که د پنجاب حراموني (طالبان) مو پريږدي او د افغانستان حکومت په خپلو پښو ودريږي ليرې نده چې د هېواد درې رنګه بيرغ په اټک باندی و رپيږي موږ له خپلو ځناورو ورځ نلرو. پاکستان يې لکه د بټۍ خره چلوي خدای دې تباه کړي چې افغانان د دوی له لاسه ارامه ندي. مړه دې وي د پنجاب او هيرا منډيي حراموني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب