یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې د اوبو لس نوي بندونه جوړېږي

ننګرهارکې د اوبو لس نوي بندونه جوړېږي

تاند ( سه شنبه، دعقرب ۲۰) د اوبو د تنظيم ملي اداره په ننګرهار کې د اوبو لس بندونه جوړوي.

د اوبو د تنظيم دملي ادارې مسولان وايي چې. دغه پروژې د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مهارولو په موخه عملي کيږي.

دوی وایي هڅه کوي په ښه کيفيت او ژر دا پروژې عملي کړي څو په دې پروژو کې خلکو ته هم يوڅه کاري زمينه برابره شي.

د دې هوکړو د لاسليک پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازو هم شتون درلود.

په ياده جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤف شپون او  ارین يون له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې، پروژې په غوره کیفیت او په خپل وخت تطبیق کړي.

بل لورته عام ولسونه که څه هم د دې لسو بندونو جوړېدو ته دهرکلي ترڅنګ پرحکومت نيوکه هم لري.

دوی وایي کلونه کېږي چې، کونړ پر سيندن د بند جوړېدو غوښتنه کوي خو، حکومت ورته هېڅ ځواب نه وايي.

ننګرهار ميشتي وایي که حکومت پر کونړ سيند د برېښنا بند ورغوي نو د برېښنا په برخه کې به شته ستونزه په بشپړ ډول حل شي.

4 COMMENTS

  1. خدای وکړی چی دا بندونه واړه بندونه نه وی لکه چک دمونه یا مایکروهایدل بندونه

    په ننګرهار کی د کامی، ګمبیری او سروبی دوم او داسی نور بندونه شتون لری چی باید ورباندی پانګونه وشی

    ورسره ورسره کچیری دولت غواړی چی د انرژی برق په برخه کی په ځان بسیا (خودکفا) شی نو په کنړ ولایت کی دی د شال او ساګی او په کاپیسا کی دی باغدره او همدارنګه بدخشان او پروان لوی بندونه جوړیدلای شی

    کچیری دوی دا بهانه لټوی چی خارجیان فنډ نه راکوی او موږ پخپله دومره بودجه نلرو نو بیا کولای شی چی ووایی پاشدان، المار، شاه او عروس او همدارنګه مچلغو بندونو لپاره بودجه چا درکړه چی اوس یی نلری

    ولی تر اوسه شاتوت بند کار نه کیږی او انرژی د تولید لپاره ولی دکثافات څخه د انرژی برق له برنامه کار نه اخلی هم په ښار پاک شی او هم به د همسایه هیوادونه له ناز او پټکو خلاص شو چی د مصارفو پیسی په وخت زمان ونه رسیږی بیا په موږ برق پری کوی، ولی تر اوسه پوری موږ پدی ۲۰ کلنی دوره تر اوسه پوری د برق وزارت یو قوی ماسټر پلان نلری او داسی پالیسی نلری چی د ظاهر شان او داودخان په وخت ترینه کار اخیستل شوی وی او یا د ډاکتر نجیب الله په وخت جوړ یا کار اخیستل شوی

    لدی داسی ښکاری چی دا ټول وزیران ددی لپاره راغلی چی په قراردادونو خپل ونډ ووهی او یا له هیواد لیری لاړ شی په کور کینی او هغه فساد شویو ډالرو څخه خوند واخلی

  2. افغان حکومت لوی نوي بندونه د د پردیو (په ځانګړې توګه چټلستان) له ډاره نشي جوړولای. یو څو زاړه بندونه هم چې جوړ شول، د پخوانیو حکومتونو په وخت کې پیل شوي وو او چارې یې اوس سرته رسېدلي او یا هم رسېږي. لکه د هرات د سلما او د نیمروز د کمال خان بند. مننه

  3. ښه خبره ده چی کار کیږی که لږ وی او که ډیر خو د ستاینی وړ دی ځینی نسبی اړتیاوی هم رفع کوی
    ګران هیواد د راتلونکی لپاره لویو بندونو ته اړتیا لری ترڅو کورنی ستونزی حل کړی موږ د کونړ په سند داسی بند جوړول غواړو چی ټول افغانستان برښنا ورسوی او حتا پښتونخوا ته هم.
    د کونړ په سیند بند جوړدیدل ډیری ګټی لری خو عمده ګټی یی په دی ډول دی ټول افغانستان روښانولی شی په کور دننه تولیدات زیاتولی شی او بله دا چی د تورمخو پنجابیانو څخه وړیا اوبه راګرځولی شو چی اوس مهال تری هغوی ګټه اخلی هم د زراعت برخه کی او هم د برښنا او تولیداتو برخه کی.
    په دولت غږ کوو چی نور د پنجاب سره یواړخیزه ملګرتیا پری کړی او د خپل هیواد او ملت حقوقو ته ژمن شی.
    ژوندی دی لوی افغانستان مرګ په داخلی او خارجی دښمنانو.

  4. اشرف غنی یوازی د انتخاباتو وخت کښی ننګرهار ته راځی او کله فاتحو ته۰
    د سولار سیستم برښنا په زیات قیمت تمامیږی مګر ابی برښنا ارزان۰
    د کنړ د سیند د بندونو دپاره په اخلاص سره هند/استرالیا/جاپان او جرمنی مرستی کوی۰
    نړیوال بانک قرض او کومکونه مسلسل جریان لری که یی زړه وغواړی۰
    مګر په سوال نه کیږی د غور ولایت د خلکو په شان مظاهری وکړی لاری بندی کړی
    مخافظه کاری او چاپلوسی پریږدی حق خود از دهن شیر باید ګرفت۰
    ایا ننګرهار خق نه لری چه د برښنا بند ورته جوړشی۰ یو څو ورخی کمپیان وشو او بس۰
    زه درته دا وایم داسی یو د مالیی وزیر اوس موجود دی چه نه پخوا وو او نه به اینده پیدا شی۰
    ښاغلی ارغندیوال صاخب یو پاک او صادق د مالیی وزیر دی۰ننګرهاریانو دا یی ښه وخت دی۰چه د کنړ او ګمبیری د بندونو غږ پورته کړی۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب