دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د وېزو وېش د تنظیم مسؤلیت خوشحال سادات ته وسپارل...

د پاکستان د وېزو وېش د تنظیم مسؤلیت خوشحال سادات ته وسپارل شو

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۰) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رئیس جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره مسؤل ټاکلی دی.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې خوشال سادات به د پاکستاني ویزو د وېش د بهیر نظارت کوي او هڅه به کوي دا بهیر داسې تنظیم کړي چې په هغه کې ستونزې راکمې او د خلکو عزت پکې وساتل شي.

د نوموړي په وینا په ۱۶ بېلو برخو کې به د پاکستاني ویزو د اخیستلو لپاره له خلکو پاسپورتونه اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړې چې بیا به دغه پاسپورتونه د افغان پوست له لارې په خپل نوبت د پاکستان سفارت ته وړل کېږي او هلته به وېزې ورته اخیستل کېږي.

هغه وايي، افغانان د پاکستان ویزو د اخسیتلو پر مهال له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي او نه باید د ویزې لپاره تحقیر شي.

امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دا مسایل ټول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د پاکستان له سفارت سره شریک شوي دي او له ټولو امکاناتو په استفادې به د فساد مخه نیول کېږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وړمه ورځ ویلي و، چې کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې د ورکړې شمېر معلوم کړی دی او په رسمي ډول یې په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي دي.

امرالله صالح ویلي و، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به د پاکستاني وېزو د غوښتونکو امنیت، د پاسپورټونو د ټولولو او د نوبت چارې تنظیم شي.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%81%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af/

3 COMMENTS

  1. کچیری هر یوه شخص چی په اداره امور یا ریاست جمهوری کی دنده اجرا کوی زما دا پیشنهاد ولسمشر ته ورسوی چی کچیری غواړی دا فساد پیشه کسان چی د کابل ولس ترینه پوزی ته راغلی او رڼا ورځ پدی کړیدلی او دردیلی ولس تیاره ګرځولی نو مهربانی وکړه ښاغلی سادات د داخله چارو سرپرست یا معین امنیتی کړه ترڅو دا ولس بیرته د ستا په اړه او دستا برنامو په اړه مثبت فکر ولری

    ځکه ولس وایی چی ترڅو بیرته ښآغلی سادات کورنیو چارو وزارت سرپرست یا معین امنیتی نشی د کابل ښار تامینول ډیر ستونزمن شوی زما دا غوښتنه ده چی د خدای په لحاظ او د خپل مسولیت او صلاحیت ته کتو یوځل بیا دا کار وکړه چی د کابل ولس دی دعا ګوی شی
    په مننه

  2. ننگرهار کی له دوکانداره نیولی تر کراچیوانه کمیشن کاران ول که چیری ورپسی پلټنه وشی پل به یی په امنیه قوماندانی ورننوځي ټول سفارت مخ ته غوبل کی سهیم دی

  3. تیره ورځ ورغلی وم یوه بی شرمی یی جوړه کړی چی حد نه لری، لومړی باید عمومي کوڅه کی منتظر شی هلته د ناستی لپاره ځای خو څه کوی د ودریدو چاره هم اسانه نه ده ځکه هلته د نورو خلکو کورونه دی چی موټر راشی باید لاره ورکړی بیا چی خلک بیرته راټول شی وایی زما ځای دی ونیوه خلاصه جنجال جوړ شی، په همدی کوڅه ښځی تر سړو لږ وړاندی ناستی وی چی د پردی او ناستی هیڅ انتظام نشته.
    ۱۱ بجی شاوخوا کی له دغه ځایه پریږدی بیا د پنجاب د سفارت دروازه بنده وی ځکه د ویزو د اخیستو ځانګړی ځای مخکی له مخکی ډک وی زیاتره خلک وایی دغلته بی پيسو تګ نشته او که نمبر دی ونه رسیده هم ته به ملامت یی ځکه د پيسو اخیستونکی دی یواځی تر قطاره رسوی نور دی خپل قسمت او د بنجاب خوښه.
    لنډه دا چی هیڅ انسانی کرامت نه مراعت کیږی ښخی له سړو ګډی ولاړی وی ما چی څومړه معلومات وکړل دغلته د جنرال جرآت په نوم یو لنډغر چی د پنجاب ټټو دی او دغه سفارت یی ټیکه کړی ټول امنیتی کسان ده پوری مربوط دی او د پنجشیر دی چی اخلاق، سړیتوب او تورسرو او میرمنو د عزت پروا هم نه ورځی.
    جنرال خوشال سادات باید لومړی لاړ نه شی او که لاړ ناکام سو دا به یی په ټنډه تور داغ وی ځکه د پردی تر شاه صالح او جرآت یکی یو شی دی او د جمعیت بانډ ټول لنډغر غړی نه د افغانستان او نه افغانانو کیسه کی نه دی هغوی ته خپلی شخصی او سمتی ګټی تر ملی ګټو غوره دی، مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب