پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد موافقې په اړه له بایډنه د طالبانو غوښتنه او پر طالبانو...

د موافقې په اړه له بایډنه د طالبانو غوښتنه او پر طالبانو د لوېدیځوالو شکونه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۰) افغان طالبانو د امریکا له راتلونکي منتخب ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې ودرېږي.

طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د دې موافقې خلاف یې تاوتریخوالی اوج ته رسولی او ویل کېږي چې وروستۍ دوې میاشتې په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د افغانانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې وې.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس امریکا خپل پوځیان تر هغه مهالوېش چټک کم کړي چې د دوحې په موافقه لیک کې یې یادونه شوې ده. د موافقې پر اساس ټاکل شوې ده چې ټول امریکايي پوځیان د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

طالبانو د جوبایډن له بری وروسته په یوه بیان کې ویلي «اسلامي امارت له خپلې خوا د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئيس او راتلونکي نوي حکومت ته یادونه کوي چې د دوحې تړون عملي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د منازعې د معقول حل ښه او مؤثره لاره ده.
د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، زموږ په هیواد کې نه مداخله، همدا ډول د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په ضد نه استفاده، د دواړو ملتونو او هیوادونو په ګټه دي.»

د امریکا او طالبانو په موافقه کې دغه راز راغلي چې طالبان به پر لویو ښارونو، لویو پوځي اډو او ولایتي مرکزونو حملې نه کوي، او په مجموع کې به تاوتریخوالی کموي چې د بین الافغاني خبرو له لارې د اوربند او دایمي سولې لار هواره شي.

پر دې سربېره لوېدیځ چارواکي او استخباراتي سرچینې وايي، چې طالبانو له القاعده سره اړیکې نه دي پرې کړي. د القاعده شبکې دوهم مهم مشر د روانې میاشت په پیل کې په غزني ولایت کې ووژل شو چې ورپسې طالبانو د سیمې یو شمېر خلک ونیول.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%84%d9%85%d8%b5%d8%b1%d9%8a-%d9%88%da%98%d9%84-%da%a9%db%90%d8%af/

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، دې چارو په امریکا او د ناټو په غړیو کې د طالبانو له لوري د خپلو ژمنو د عملي کېدو په اړه شکونه زیات کړي دي.

اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو څخه په انتخاباتي مبارزه کې ګټه اخیسته او حتي په اکتوبر میاشت کې یې بې له دې چې له خپل دفاع وزارت او پوځ سره مشوره وکړي په یوه ټویټ کې وویل چې ټول پوځیان تر کرسمیس پورې له افغانستانه باسي.

جو بایډن په افغانستان کې د امریکا له جګړې او له دې هیواد سره د پاکستان له ستونزمنو اړیکو ښه خبر دی ځکه چې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس پاتې شوی او د اوباما د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې مرستیال ولسمشر و.

بایډن هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلوی دی خو باور لري چې باید له دې هیواده به غیرمسوولانه ډول ځواکونه ونه ایستل شي.

ده په وروستیو ورځو کې وویل چې دوه نیم زره پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د تروریزم پر ضد مبارزه جاري وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب