یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېپارک سينما مه نړوئ!! | ډاکټر عطاالله زیارمل

پارک سينما مه نړوئ!! | ډاکټر عطاالله زیارمل

د کابل په زړه کې د پارک سینما چې یو تاریخي ارزښت لري د هغې د ړنګولو تر شا کوم لاسونه دي چې د ټولو مدني فعالانو او د فرهنګ وزارت په شتون کې یې دې بدرنګه کار ته ملا تړلې ده؟ دا په کوم منطق د ښار له امنیت او د جرمونو له ډېرېدا سره تړاو لري؟

د تاریخي ځایونو د خوندي کولو لپاره د حکومت بودیجه بېلېږي او له نېکه مرغه د غازي امان الله خان د دورې ودانۍ ورباندې له سره جوړې شوې او لا یې د ځینو د جوړېدو کار روان دی، نو بیا ولې په دومره لویې فرهنګي او تاریخي ودانۍ باندې د حکومتي چارواکو سترګه نه ډکېږي؟ دوی ولې د نوي ښار له منځه د دې ودانۍ لېرې کول غواړي؟ څومره چې دغه موضوع تر رسنیو رسېدلې، حکومت یې پر ځای د بل کوم څه پلان هم نه لري او نه یې له خلکو او د کابل له ښاریانو سره دغه موضوع شریکه کړې ده. نو ښکاري چې د دې تر شا کوم شوم پلان دی.

دا را ته داسې برېښي لکه د وزیر اکبرخان په مېنه کې دغه شان د پارک ځمکه د څو زورورو او لنډغرو تر منځ ووېشل شوه او په باد راوړو تورو پیسو یې ورکې هوټلونه او رسټورانونه جوړ کړل او تر ننه چلېږي. که دوی وايي چې دې ورځو کې خو څوک فلمونه نه ګوري، نو په ښکاره سره د دوی دغه فکر یو ډېر سطحي فکر دی. دوی دې د نړولو پر ځای ورغوي ترڅو د ښار د دغې ودانۍ تاریخي ارزښت هم ساتل شوی وي او بیا دې د کنفرانسونو او نورو فرهنګي چارو لپاره د فرهنګ وزارت او یا بل کوم وزارت ته په واک کې ورکړي چې ور څخه ګټه واخیستل شي.

په دې اړه مې د نوموتي هنرمند فرهاد دریا سرخلاصی لیک ولوست چې خپل شکایت او اندېښنه یې په دې برخه کې لومړي مرستیال ولسمشر ته وړاندې کړې وه. نوموړي په ډېر ښه شکل د دغې تاریخي او فرهنګي میراث د اهمیت په اړه لیکلي و. کله چې د کابل د بالاحصار او د پارک سینما عکسونه سړی وينی نو حیران شي چې اوس خپله خوښي څرګنده کړي او که خپګان؟ له یوې خوا د کابل د بالاحصار عکسونه په خواله رسنیو کې ښکته پورته کېږي چې تر ترمیم لاندې دی نو په لیدلو یې سړی په جامو کې نه ځايېږي، خو له بلې خوا بیا د ښار په منځ کې داسې یوه تاریخي او فرهنګي ودانۍ په رڼا ورځ نړېږي او فرهنګیان او فرهنګپال ور ته لاس تر زنې ناست دي او له محدودو فرهنګیانو پرته څوک خپل اعتراض هم نه کوي.

5 COMMENTS

  1. د همدې وېبپاڼې په یوه خبر کې راغلي وو چې: امرالله صالح وایي چې د دې زړې سینما پر ځای به یو کلتوري مرکز، یو کتابتون او یوه نوې سینما جوړه شي. که هغه خبر سم وي نو خو بیا د تشویش لپاره ځای نه پاتېکېږي. که د چا په یاد وي، د کابل سینما ورانه شوه او پر ځای یې همدغه د زرنګار پارک جوړ شو او هغه تر ټولو زړه سینما وه. د پامیر سینما ورانه شوه او پرځای یې دا اوسنۍ سینما جوړه شوه. د بهزاد سینما خو بیخي ورانه شوه. کابل نندارې په څه حال کې ده. د صحنه بهاري چمن په نوم چې کله به سینما هم وه او پل محمودخان ته نږدې پرته وه ورانه شوه. میوند سینما (په قالین فروشیو کې) د جادې خولې ته نږدې ورانه شوه. فرخي سینما عیدګاه جومات ته څېرمه ورانه شوه. د اقبال سینما په سید نور محمد شاه مینه کې له مینځه ولاړه. اریوب سینما په بد حالت کې ده. د کابل ښار اکثره تاریخي او زړې سیمې ورانې شوې. بالاحصار د ورانېدو په حال کې دی. نو اوس باید د یوې سینما پر ځای چې یوې بې هویتې ښځې ورته ژړلي، د افغانستان لپاره فکر وکړو چې خدای مکړه ټول وران نشي. مننه

  2. سلام
    تاسې ډیر ښه وخت کې د خپل فرهنګ ننګه کړې ده او ښو ټکو ته مو ګوته نیولې ده . وېجاوړل ډېراسانه کار دی خو ابادول بیا ډیرګران دی .ولې دټولنې فرهنګی نزاکت ډېر مهم دی دغه تولنه هم فرهنګیان لری او فرهنګیان هم لید لوری او مسولیت . زه به په دری کې یو څو ټکی تاسې سره شریک کړم.
    تولت برشت شاعر ونمایش نامه نویس برجسته المانی وقت میگوید :
    …………چراغ دانش وفرهنگ را فروزان نگهدارید٬ بکارش بگیرید وبد بکارش مگیرید تا مبادا فروافتد وهمه مار بسوزاند. آری همه مارا
    معاون امرالله در فسبوک اش این معما می نویسد:مشورت من برای شما این است که عوض تبصره نویسی کاری کنند که شهر نفس اش تازه شودونیاز است که از میان دیوهای مست باید بگذریم. موصوف از درک کدام نستالژی نامعلوم ودلتنگی حرف میزند؟یک متروکه معتادین را ویرا می کنم!!!
    اگر این ساختمان به محل فروش مواد مخدره تبدیل شده وبیش تر معتادین ازان استفاده می کرده است
    زاغ زنده باد!
    ازمعیار منطق وظرفیت فهمیدگی معاون که خودرا ګاهی تیوریسن هم وانمود میسازد چنین برمیاید: که ساز دیگر واواز دیگراست نه فرهنگ یک ملتیکه معتادینش به تعلیم٬ امن وسکون ٬جایگاه٬خورا ک و پوشاک٬ تداوی ودرمان ومبارزه پیگیر امحا علیه مواد مخدر دارند . اما قدرت یګانه داریست این تاک بی حاصل.
    پول ګزاف مبارزه مواد مخدر بکجا میرود؟

  3. داکتر صاخبانو او فرهنګیانو ستاسی نظر معقول دی۰هو دا باید عرض کړم
    چه پخوانی ودانی د خټو/خاورو او لرګو نه جوړی شوی د څلویښت کلن جنګ تانک توپ او بمباریو تولی ودانی تقریبا تخریب کړی۰
    دا وطن نوو ودانیو ته چه په ټولو سیستمونو مجهز وی ضرورت لری۰
    هری موضوع ته سیاسی شکل ورکول پریږدی رازی حوک چه وطن ته کار کوی تقویه یی کړو۰

    مننه

  4. په اټکل نه داشخصی لوبه او ټوکه نه ده بلکې دعام و لس ولسی فرهنګ ، ادب او نزاکت دی چې دخلکو او حکومت به ګته دی.
    زموږ دهېواد لویه بدبختی همداده چې خوانده اوناخوانده دهرڅه دعوه کوو. کله چې دیوه تبصره کونکی دغلطې املاء او انشاء فیصدی په یوه پره ګراف کې دومره وی نو یوه مخ یا سلو کلیمو کې به څومره وی؟ لافه او پتاکه خو هر څوک کولای شی حتی ولس مشر،
    راز مخمد /راز محمد ، صاخبانو/صاحبانو ، تولی/ټولې ،رازی/راځۍ ، حوک /څوک
    ګرامری برخه یې لا پرېږدۍ
    دکورونو جوړونې مواد بې له خاورو وسیمنتو ،اولرګیو څنګه امکان لری؟په نوې تکنالوژۍ کې ستاهدف له مجهز سیستم کوم ابزار دی؟ دا ستا او دامرالله مسلک نه دی
    افغانستان نوره نړۍ ساتی او نفس یې ور سره ختو کې دی دلته نه شکل شته او نه سیاست .که ستا منظور دامرالله په څېر کمیشن کار ی او یا بله غلامی وی داخو سیاست نه دی.ښه به داوی چې یو ځل بیا د امرالله امر په دقیقه توګه ولولې او به عین وخت کې ښه بة داوی چې خپلې بسترې سره دې پښې اوږدې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب