سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېخر او فیل | لیکنه: میرویس غورځنګ

خر او فیل | لیکنه: میرویس غورځنګ

تاسي به هر وخت د امریکا په ټاکنو کي د فیل او خره نښانونه کتلي وي.
که څه هم له ۲۰۱۰م کال راهیسي د ډیموکرات ګوند رسمي لګو/پېژندنښه د (D) توری دی. مګر تر هغې مخکي ډیموکراتانو «خر» د خپل ګوند رسمي نښه پېژندل. لا اوس هم د کمپاینونو پر مهال ډیموکراتان خپل هغه مشهوره نښه کاروي.
ټوله کیسه او انګېزه له یو لفظي توهینه راپورته سوې ده. د امریکا اووم ولسمشر او د ډیموکرات ګوند بنسټګر انډریو جکسن ته به د هغه سیاسي او ټاکنیزو سیالانو (جکساس) ویئ. جکساس په انګلیسي کي «نر خره» ته وایي. جکسن د هغوئ توهین امېزه لفظ ته هیڅ عکس العمل نه ښوئ. خو هغه راولاړ سو د ۱۸۲۸م کال په ولسمشریزو ټاکنو کي یې د سیالانو همدا توهین امېزه لفظ د خپلو ټاکنېزو منډو ترړو شعار وګرځوئ. هغه د خره کارتون ته لیکلي وه “خر وفادار، مقاوم او کولای سي چي درانه بارونه یوسي؛ امریکا یو داسي پوه ولسمشر غواړي چي وفادار، مقاوم او د درنو بارونو تاب ولري.”
انډریو جکسن په همدې کال د امریکا ټاکني هم وګټلې.
د جکسن له خدمتونو امریکایان تر ډېره خوشحاله و او د هغه د ګوند غړیو د خره سمبول د ګوند پېژندنښې په توګه وکاروئ. له دې وروسته د جمهوری غوښتنکي ګوند له جوړېدو څو کلونه وروسته ابراهام لینکن راولاړ سو د فیل سمبول یې دخپل جمهوریت غوښتونک ګوند رسمي پېژندنښه وپېژندل هغه به ویل چي فیل تر خره لا هم ځواکمن او مقاوم دی.

1 COMMENT

  1. د غورځنګ صیب د جالبی معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره:
    دا خبره به نه شاربو چی آیا خر او فیل رشتیا هم وفادار مخلوقات دی، آیا ځانته وفادار دی او که خاوند او ځنګل ته؟ آیا وفاداری ئی مصلحتی ده او که طبیعی او ارادی ده که غیر ارادی؟
    کوم چا لیکلی وه چی سپی وفادار دی ، کوم بل چا ور ته لیکلی وه چی د کور سړوبئ او منګی او بړستن هم تر هغه وخته چی د استفادې وړ وی وفادار وی.
    آزاد بحث دی، سره خپه کیږو به نه،
    د سپی او خره او فیل د وفادارۍ د حس په هکله می یوه خاطره ذهن ته راغله،
    د دموکراسۍ د لسیزی په وخت کی د شوروی او چین فکری انډیوالانو د سپی سر خریلی او تناؤ ئی ور اچولی او د الموتکل علی …. ظاهرشاه ( البته رښتینی متوکل ؤ ځکه مکان او تشناب ته ئی هم د منجم م. ابراهیم کنداری تر مشورې وروسته تشریف ووړ ) خطاب ئی ور ته کاوه.
    زه اوس هم نه پوهیږم چی ظاهرشاه ته د سپی توب د خطاب څخه د معترضینو منظور د سپی د وفاداری د حس د ستائنی څخه ؤ او د که د سپی نور صفات.
    د معترضینو منظور هر څه چی ؤ خو د یو آزاد انسان پتوګه زما تحلیل دا دی چی ځینی سپیان او خره او فیلان د ژنتیکی پلوه یا د علمی روزنی او ښوونی له برکته دومره هوښیاران وی چی د خپلی وفاداری د اثبات پر ځای د کور خاوند یا خاوندان ځانته د وفاداری په ټینګه رسۍ متعهد کړی.
    څلویښت کاله ډیر وخت دی چی یو سپی مُفته ډوډی او اوبه او کوډله ( هغه هم شاهانه خواړه او عزت او دبدبه) تر لاسه کړی خو یوه ورځ هم د پاسدار او سپاهی او ساتونکی پتوګه د کور د خاوند پټ او ښکاره غله ته یوه وړوکې اخطاریه چیغه او غپا ونکړی او بالآخره د ” وفادارۍ ” تر ټولو امتیازاتو تیر او وطن پریږدی او وروسته یو ځل بیا د نړیوال پلید استعمار د استعماری نقشو پر نیلی سپور او د وفادار ….. د لقب پر ځای د ملت بابا ونومول سی.
    لږ شرم پکار ؤ، هم ده ته هم ئې هغو پلاسټیکی بچانو ته کوم چی ور ته ئې بابا وویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب