لیکوال: نعمت الله صدیقي
په ټولنیزو رسنیو کې په ژوندوني «د رحمت شا سایل د ورځې لمانځنه» اصلاً زموږ د ټولنې او ولسونو د ویښتیا او روښانتیا روایت نه دی پاتې شوی؛ چون موږ اوسمهال له ادبي او فکري پلوه له یو تصادفي دور تېرېدونکي یو او ضمناً له یوه مډرنیسټ تمایل سره مخ یو؛ نو ځکه ممکن زموږ تصادفات ډېر غیر روایتي هم نه وي. که څه هم په دې اړه زما موقف دا و، چې لومړۍ باید زموږ فکري او کره کتنیز شعور یوه منظم او فکري ډسکورس ولري او بیا یې د شهکارونو تحلیل وشي؛ خو ولې دا مجموعي قدرونې په خپله یو مجموعي ادبي او کره کتنیز ماحول رامنځته کوي، چې تر ډېره کچه پکې مهمو بحثونو ته لار جوړېږي.
د ښاغلي قیصر اپرېدي لیکنه په دې برخه کې هغه تجزیه او تحلیل دی، چې د سایل د شعر درې خورا بنسټیز اړخونه یې په ګوته کړي دي، دا درې اړخونه اصلاً د سایل د شعر د هیئت هغه اساسي توکي دي، چې په پښتو شعري بهیر کې یې یوازې د سایل په نامه نومولی شو، یعنې که د پښتو د شعر د ملت پالنې او د هغې د رومانوي طرز او انداز موثریت کله هم څوک ثابتوي له سایل پرته په بل شاعر کې په دومره لوړکیمیت او کیفیت ثابتونه یې خورا سخته چاره او عمل دی.
زه د سایل پر ملتپالنه او د هغه د روماني طرز پر هغه مطلقو ډولونو یا د هغې پر سیاسي او فلسفي جدلیاتو هغه مروجه خبرې ځکه نه کوم، چې سایل د خپل شعر لومړی شعري شعریات (ادبي ګرامر) پاللي او بیا یې په دې شعریاتو کې خپله همدا ملي مفکوره او طرز په داسې انداز ځای کړی، چې مفکوره یې سندره او سندره یې مفکوره کړې ده.
په دې برخه کې زه د قیصر په لیکنه ټولې پوښتنې چې د هغه له لیکنې وروسته راپورته شوې، ادبي کمې او سیاسي زیاتې ګڼم؛ که څه هم سایل په خپله عملي او نظري دواړه سیاستونه کړي او په یوه مالوم سیاسي صف کې یې کلونه مبارزه کړې ده؛ خو د هغه تخلیقي او فني عظمت دا نه ایجابوي، چې د هغه تخلیقي پیرایې په پابندو او تړلیو سیاسي او د مطلقو ادبي نظریو په لېدلوریو کې دې تحلیل کړای شي. دا غېر مطلق ادبي نظریات څه دي؟ او د سایل صاحب د ملتپالنې هغه ادبي طرز او انداز کوم ډول دی؟ چې سایل یې له تخلیقي پلوه د هر چا او منفرد کړی دی. دا دوې هغه پوښتنې دي، چې موږ یې دلته د مډرنیسټي تمایل له مخې په همدغه لیدلوریو تحلیلوو.
د سایل د فن لومړۍ مډرنیسټ تمایل دا دی، چې هغه د خپلې فني پیرایې په اساس کله هم د خپل قوم او ملت خبره کوي؛ نو هغه د یوې ځانګړې ډلې خبره نه کوي، هغه خبره په حیثیت د قوم او ملت کوي، د قوم د هرې طبقې، نظریې، سوچ او فکر خلک د هغه په خبره او پيرایه کې ځان او ملت وینې. هغه ملتپالنه په داسې پيرایه کې وړاندې کوي، چې د پیرایې متن یې لومړۍ له تخلیقي پلوه د هر لوستونکي لپاره یوه کلي یا د هر اړخیزو ماناوو توجیه لري او بیا مشترکه یا ګډه خبره:
دا شګې لږ په پام رابادوه د وطن باده!
په سترګو کې مو اوښکي دي په اوښکو کې زخمونه
د دا ډول ازاد تخلیقي ډسکورس شاعري زموږ په پښتو شعري بهیر کې یوازې د سایل صاحب هومره لوی او عظیم پنځوونکی تخلیق کولای شي.
چې یې په نیمه خندا شونډې وینې وینې نشي
هر څوک به وي دا به زموږ د وطن ښکلي نه وي
زه فکر کوم د سایل هومره بل پښتون شاعر د پښتون جمالیاتو «ښکلاپوهنې» په اړه دومره ژور درک او بیا د هغې داسې پيرایه وړاندې کول حد اقل بل څوک نشي وړاندې کولای. خو سایل دا پيرایه د خپل شعر خاصه ځانګړنه ګرځولې ده.
په ادبیاتو کې مطلقې خبرې او دا ډول قیدونه خورا سخته خبره ده؛ مګر د سایل صاحب د شعر په اړه کله کله دا ډول مطلقې خبرې هم اسانې شي، ځکه د ده د مسلسل تخلیقي او فني تجربو ریاضت د ده شعر ته خپل ځانګړی هویت او پېژاند ورکړی دی.
د سایل صاحب د شعر دویمه مډرنیسټي ځانګړنه دا ده، چې هغه یوازې د شعري احساساتو او عواطفو شاعر نه دی؛ بلکې هغه د خپل شعر لپاره له فکر یا مفکورې سره د عواطفو او احساساتو په توازون پوهېږي، هغه د شعر له داخلي ارزښتونو سره ــ سره د شعر لپاره فکري عقلانیت لازم ګرځولی دی، سایل په همدې اساس د پښتنو د څلويښت کلنې غمیزې د یوه عکاس شاعر په توګه نه؛ بلکې د یوه ادبي او مفکر شاعر په توګه د پښتنو لوی او عقلاني شاعر دی: د سایل د شعر په ځانګړي ډول د دغه لاندې غزل دا فکري او سیاسي رغښتونه د همداسې یوه ملي شاعرانه عقلانیت ارزښتونه لري:
په خپل وطن کې، جنګ را په سر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
پردی غوبل دی، پردی اشر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
کوڅه کوڅه مې، د زړه په وینو، روزانه لامبي، زه ورته ګورم
ما په ما وژني، کافر هنر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
زما ګریوان یې، ريښې ریښې که، زما وجود یې اندام اندام که
پردی ټوپک دی، پردی سنګر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
یو شان وجود دی، یو شان پښتون دی، که کابلی دی، که پېښوری دی
یو مې زړګی دی، بل مې ځیګر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
اې نړیوالو!! اې امن دوستو، د جنګ پرستو، مټ د نیو دی
په ما قیامت دی، په ما محشر دی، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
په پورته بیتونو کې سایل د خپل ملي لیدلوري په اساس د خپل قوم او ملت پر هغه بنسټيزو سیاسي او ټولنیزو کشالو ګوته پورته کوي؛ چې زموږ ملت یې دا دی نیمه پيړۍ له هر اړخیزو ملي او سیاسي بحرانونو او ناچاریو سره مخ کړی دی او کیسه لا په همغه ډول روانه ده، کومه کیسه چې د سایل د شعر د ملتپالنې یوه بنسټيزه نعره ده. سایل د خپلې ملتپالنې اساس د همداسې عقلاني او بنسټيزو سیاسي او ټولنیزو مسایلو له مخې د خپل شعر برخه ګرځولې ده.
د سایل د شعري ملتپالنې موضوع او پيرایه یوازې خیالي او یا هم د کومې ویرې، ترهې د خپرولو او یا هم د غم او ویر کولو کوم مصنوعي او خودساخته هڅه نه ده کړې؛ بلکې محسوسېږي، چې هغه دا هر څه د زړه په زور په خورا ویښ او بېداره شعور لیکلي او تخلیق کړي دي، هغه د خپل ملي غرور او تهذیبي افادیت په رموزو هم پوه دی او د خپل ملي شعور په ارزښت هم خبر دی همدا علت دی، چې د هغه د هغه شاعرانه ملتپالنې په اساس کې د مډرنیسټي تمایل «معاصریت» د یوه مهم توکي په توګه شامل دی. سایل وايي:
څومره د ښایست د نظر اور دی په دې خاوره کې
څومره خاموشي ده، څومره شور دی په دې خاوره کې
چا پرې بلوسه ونه کړه او چا پکې سر ونه خوړ
څومره بېوسي ده، څومره زور دی په دې خاوره کې
هم په کې زړه غوڅ د سایل، هم لکه موسکی د ګل
خدایه! څومره درد، څومره ټکور دی په دې خاوره کې
له معاصریت منظور دا دی، چې یو ادبي شهکار په خپل ټول تخلیقي شالید کې د خپل عصر د سیاسي او فکري مسایلو یو ژور درک ولري او په یوه منظم شعوري او ادبي پیرایو کې یې وړاندې کړي، سایل د خپل عصر تقریباً ټول ملي مسایل د همداسې یوه ژور درک له مخې شعوراً د شعري متونو برخه ګرځولي دي، چې نه ترې عصري موضوعیت کمه رنګه شوی دی او نه هم ترې ادبي او هنري ظرافتونه تت شوي دي، ځکه خو دی په یو وخت معاصر لوی ملي شاعر هم دی او عظیم هغه ادبي مقام هم لري، چې زمانې او عصرونه یې په زیږولو کې بخیل دي.
زه سایل له ادبي او هنري پلوه د مډړنیسټ شاعر په توګه ځکه هم زیات لولم، چې هغه د خپلو ادبي او هنري پیرایو لپاره یو متوازن او خپل ځانګړی هنري سبک لري، په دې مانا چې هغه د خپلې خبرې لپاره د یوه ډېر وسیع فکر او موضوعیت داسې یوه پیرایه وړاندې کوي، چې د هغې داخلیت کله هم د هغې په خارجیت نه وي غالب، یعنې د هغه داخلي شاعرانه عواطف او احساسات د فکر او موضوع لپاره نه وي انعکاس شوي او نه یې هم پکې فکر او موضوع یوازې د خیالي شاعرانه واهماتو هوا ګز کړي وي، سایل د خپل همدې ځانګړي اساس له مخې د لوی او عظیم پنځوونکي په توګه زموږ په شاعرانه روایاتو کې د یوه ملتپال رومانوي شاعر په توګه ځای او مقام لري.