یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د امريکايانو بې مسووليته وتل، که د منځني اسيا او چين نا...

د امريکايانو بې مسووليته وتل، که د منځني اسيا او چين نا امنه کول؟

محمدسليم سليمان

څلور ورځې مخکې امريکايان بې له دې چې له افغان حکومت سره هم اهنګي وکړي په يو ناڅاپي ډول په توره شپه کې په افغانستان کې له خپلې سترې پوځي اډې (بګرام) څخه په بې مسووليته توګه ووتل او ټول هغه نظامي تجهيزات یې له ځان سره يووړل چې مهم او د تروريزم پرخلاف جګړه کې اغېزمن توکي وو. په ښکاره خو دوی له طالبانو سره په قطر کې د يو کال مخکې کړې هوکړې له مخې وتلي دي خو په پټه داسې هڅې روانې دي چې امريکايان د خپلو منځمهاله او اوږدمهاله شومو پلانونو په تعقيب غواړي په دې ډول يو ځل بيا نړيوال تروريزم په افغانستان کې راپورته کړي، تجهيز یې کړي، او افغانستان يو ځل بيا لکه عراق او سوريه د نړيوال تروريزم په ځآله بدل کړي او کټ مټ لکه د عراق بېلابېلې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش او نورې … د طالبانو تر څادر لاندې په واک او ځواک کې راوړي او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په مرسته چې (د امريکا په اشاره نړۍ ته د تروريزم په تربيه کولو او صادرولو کې د امريکا او ناټو اول نمبر همکار دی) تقويه او صادر کړي . دوی لومړۍ هڅه کوي چې د افغانستان په زياتره برخو کې یې مرکزونه فعال کړي  او بيا یې په تدريج سره په افغانستان کې له قوي کولو وروسته د منځنۍ اسيا ارامو او سوکاله هېوادونو ته ولېږي او په دې سره غواړي چې په منځ مهال او اوږد مهال کې د روسيې د بلاک هېوادونه نا امن او په يو ډول روسيې او چين ته  لوی سرخوږی جوړ کړي.

په همدې ډول امريکا غواړي د چين په سينکيانګ ولايت کې چې د افغانستان له بدخشان سره پوله لري او د ايغور مسلمانانو ډېرنفوسی ولايت بلل کېږي په يو دول د هغه ځای د مسلمانانو په لاس ناامنه کړي چې ګويا ستاسې حقونه تر پښو لاندې شوي او ستاسې مذهبي ازادي درڅخه د چين د حکومت لخوا اخیستل شوې ده.

په دې کې له امريکا سره ناټو او بریتانيا هم شريکه ده، د بي بي سي راډيو زياتره پښتو  او دري راپورونه او نورې هغه رسنۍ چې د امريکا او ناټو لخوا تمويل کېږي په ټولنيزو رسنيو کې یې په ډېر خوځنده او پراخ ډول دې ايډيټ شويو خبرونو ته انعکاس ورکول کېږي او هم د چين د ايغور مسلمانانو په ايډيټ شويو ويډيوګانو سره د سيمې د ساده مسلمانانو له احساساتو کار اخلي او په اوږد مهال کې پلان لري چې د خپلو او د پاکستان د استخباراتو په مرسته له دې ساده بنيادګرو مسلمانانو څخه ډلې جوړې کړي او د چين سره په ۱۰۰ کيلومتره پوله یې په چين کې د هرومرج لپاره وکاروي او يا هم د ترکيې په مرسته د هغو کسانو څخه کار واخلي چې په سينکيانګ سره تګ راتګ لري او اوس په ترکيه کې د کډوالو په ډول اوسي.

ترکيه د پان ترکيزم د نظريې پر بنسټ غواړي چې هرچېرته د ترکي ژبو او ترکي نژاد ګټې په حق او ناحقه وساتي او په هر دولت کې د ترکي ژبو لږکيو د حقونو لپاره په قانوني او غير قانوني ډول مبارزه کوي او په هغو حکومتونو فشارونه راوړي چې د ترکي ژبو اوسېدونکو حقونه پکې جوت نه وي نو دا چې د چين د سينکيانګ ولايت زياتره خلک د ترکي ژبو د ګروپ ويونکي دي له همدې لارې ناټو او امريکا سره ارتباط لري او غواړي د هغو کورنيو په مرسته چې په ترکيه کې مهاجر دي په سينکيانګ کې پټ ارتباطات فعال کړي او د يوه پلان له مخې کار ترې واخلي.

همدارنګه امريکا په غالب ګومان په راتلونکي کې پلان لري چې په افغانستان کې له د تروريزم د ځآلو له فعالېدلو او د افغانستان د مرکزي حکومت له کمزوري کولو سره همهماله غواړي چې د منځنۍ اسيا ته  په تدريج سره د تروريزم لاسونه ورنږدې کړي او په اوس وخت کې د طالبانو او نورو تروريستانو لخوا د افغانستان د شمالي ولايتونه چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو او چين سره  پر پوله پراته دي يو پر بل پسې سقوط کول او د ترهګرو لاس ته لوېدل  یې روښانه دليلونه دي.

نو حل لاره څه ده؟

په اوس وخت کې د چين ،منځنۍ اسيا د هېوادونو، ايران او روسيې مسووليت جوړېږي چې د افغانستان له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي او د امريکا له وتلو وروسته د نظامي تجهيزاتو په ورکولو سره افغان دولت قوي کړي،تر څو وکړای شي دلته په افغانستان کې د شاوخوا ۱۳ ترهګرو سازمانونو په مقابل کې چې ورانکاری فعاليت لري قوي او مجهز شي او د تروريزم د وړاندې تګ او منځنۍ اسيا او چين ته د سرايت کولو او د هغو سيمو د نا امنه کولو مخه ونيول شي. دوی بايد د يوه  اتحاد په چوکاټ کې له افغان دولت سره  چې د ملګرو ملتونو او ټولو خپلواکو هېوادونو لخوا په رسميت پېژندل شوی او د نړيوال تروريزم سره له تېرو شلو کلونو جنګېږي او قرباني ورکوي مرسته وکړي په ځانګړي ډول نظامي او پوځي مرستې چې تروريزم مخکې له دې چې نورو امن هېوادونو ته سرايت وکړي همدلته وځپل شي.

  هم دې د چين لخوا چې د پاکستان ډېر نږدې سياسي ملګری دی په پاکستان فشار راوړل شي چې د امريکا او ناټو لپاره دې  د جنوبي اسيا او منځنۍ اسيا ته د نړيوال تروريزم د صادرولو لړۍ ودروي او د تروريزم هغو روزنيزو کمپونو او تمويلولو ته دې د پای ټکی کېږدي چې دوی د افغانستان – پاکستان پر پوله په قبايلي سيمو کې جوړکړي دي.

  روسيه دې په خپله برخه کې د منځنۍ اسيا هېوادونه افغانستان سره د مرستې په ځانګړي دول د نظامي مرستې لپاره تشويق کړي او هم دې په خپله هم لکه د سوريې سره يې چې په سختو حالاتو کې مرسته وکړه خپل نړيوال مسووليت اداکړي او له افغان دولت سره دې هر ډول نظامي مرستې او همکاري ته ټټر وډبوي.

له بل پلوه د ايران د اسلامي جهموريت چې نظام یې له کلونو کلونو د امريکا او ناټو تر سختو اقتصادي بنديزونو او فشارونو لاندې دی بايد د ورانکارو  ډلو ټپلو په اړه معلومات په ګډه  له افغان دولت سره شريک کړي او د يوه  څلورګوني اتحاد له لارې چې (چين، روسيه، د منځنۍ اسيا هېوادونه او ايران) خپلې هڅې او مرستې سره منسجمې کړي او د افغان دولت په قوي کولو کې دې خپل رغنده رول ولوبوي.

ايران دې بې له دې چې په افغانستان کې له کومې ټاکلي سياسي ګوند، او مذهبي اقليت څخه ملاتړ وکړي پر ځای دې د افغان دولت ملاتړ وکړي او له افغانستان سره دې د پورته ياد شوي اتحاد له لارې مرستې ترسره کړي. ځکه د افغانستان  نا امنه کېدل او  د مرکزي حکومت تضعيف د شاوخوا ټولو هېوادونو لپاره د خطر زنګ کېدلی شي او هرڅومره چې افغان دولت قوي وي همدومره د نړيوال تروريزم او د هغو د حاميانو لپاره  د مخکې تګ لاره سختېږي او ناممکنه کېږي او  څومره چې په افغانستان کې نظام کمزوری او خرابېږي همدومره به په منځنۍ اسیا،چين، او ان ايران کې د ورانکاره فعاليتونو د فعالېدلو او ډېرېدلو وېره زياتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب