شنبه, مې 18, 2024
Home+د کوپا امریکا جام پایلوبه د ارجنټاین او برازیل ترمنځ ترسره کېږي

د کوپا امریکا جام پایلوبه د ارجنټاین او برازیل ترمنځ ترسره کېږي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۷) د کوپا امریکا جام فوټبال پایلوبه د جون میاشتې په ۹مه نېټه د ارجنټاین او برازیل ترمنځ ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې پیاوړې دي، چې په یوه کې میسي او په بله کې نیمار لوبېږي.

میسي او نیمار چې تر ۴ کلونو زیات یوځای په بارسلونا لوبډله کې لوبېدلي، اوس به د کوپا امریکا جام په پای لوبه کې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.

د میسي اړوند ارجنټاین د کوپا امریکا په دوهمه نیمه پایلوبه کې کولمبیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او برازیل لوبډلې تېره ورځ په نیمه پایلوبه کې پیرو لوبډلې ته ماتې ورکړه او دواړه لوبډلې پایلوبې ته ووتې.

پایلوبه سبا جمعه د روانې جولای میاشتې په نهمه نېټه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب